بارکوال مياخېل

Profile Photo

- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم.
- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب له (ډګري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولګى مي له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کوم.
- د ١٩٩٧مېلادي کال وروستۍ شپې وې چي په شعر ويلو مي پيل وکړ، ګڼ شمېر شعرونه مي وليکل، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو مي ليکنې وکړې، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. څه ناڅه ژباړې مي هم وکړې او په همدې موده کې مي خپلې لنډې کيسې هم وليکلې.
- په ٢٠٠١مېلادي کال کې مي په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توګه کار وکړ، وروسته مي څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې سره د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توګه کار وکړ. په دې موده کې مي د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور ګڼې يې زما په مسوول مديريت کې خپرې شوې.
- په ٢٠٠٤مېلادي کال کې مي په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنګي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال مي له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توګه کار وکړ.
- په ٢٠٠٥مېلادي کال کې مي په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، ګڼ شمېر کتابونه مي کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال مي (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره اعلان کړه، چي تر دې مهاله مي د دې ادارې له خوا (٥) کتابونه خپاره کړي دي او د لمر www.worbal.com/lmar په نامه خپل شخصي ويبلاګ هم لرم.
- د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کوم، په دې څه کم دوه کلنه موده کې مي ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره (ادبي راډيويي مجلې) او نورو پينځو اوونيزو خپرونو ته هم کار کړى دى او کوم يې.
په دې يوولس کلنه موده کې مي چي کوم کتابونه ليکلي او ژباړلي دي، له هغوى څخه پينځه کتابونه چاپ شوي دي:
١. د کاڼي اوښکې (د بېلابېلو ليکوالو د لنډو کيسو ژباړه)
٢. د لوېديځ دوه مخيتوب (د هند د نامتو فيلسوف اوشو ګرورجنيش اثر)
٣. دود "رواج" (دا له اردو ژبې څخه ژباړل شوى ناول دى)
٤. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
٥. رنځور کليوال (زما د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه)
۶. د څراغونو اوښكې (د څلوريځو ګډه ټوګه)
۷. په شاتو كې زهر (زما د لنډو كيسو دويمه ټولګه)
۸. مغرور مېږى (د كوچنيانو لپاره ژباړل شوې كيسې)
۹. تږې هيلې (دويمه شعري ټولګه)

ادبي ليكنې


افضل شوق; د ژوند او مينې شاعر // باركوال مياخېل

                           اوس خو مي خپل خوشمړى روح هم د الوت په تمه                                    د مـــرګ و خـــواتـــه لـنـــډوي د دې

18.08.2011 بارکوال مياخېل

ژورناليسته، ډاكټره او شاعره فريده // باركوال مياخېل

باركوال مياخېل ژورناليسته، ډاكټره او شاعره فريده   ځينې كارونه بدن ستومانوونكي وي چي پر ذهن زور نه راولي او ځينې كارونه بيا زړه ستړي او ذهن ستومانوونكي وي چي بدن هم ورسره ستړى كېږي. بدن ستومانوونكي كارونه هغه څوك انتخابوي او كوي يې چي د زړۀ زور يې كم او ځواكمن ذهن ورسره نۀ وي، خو ذهن ستومانوونكي كارونه بيا هغه څوك انتخابوي چي د زړۀ زور يې زيات، له ذهني پلوه ځواكمن او هم د حساس زړۀ او ذهن څښتنان وي

02.07.2011 بارکوال مياخېل

ذكيه غياثي، د ذكاوت څښتنه شاعره

يادونه: خپلې ناليدلې همكارې شاعرې خور ذكيې غياثي  راته څو ورځې وړاندې خپلې لاندينۍ درې غزلې را لېږلې وې او راڅخه غوښتي يې وو، چي غزلې يې ولولم او نظر پرې وركړم. ما يې غزلې ولوستلې، دا چي څه راته پكې ښكاره شول، د غزل يا په ټوليز ډول د شعر په اړه د خپلې لږې مطالعې له مخې مي پر هره غزل جلا- جلا نظر څرګند كړ.     ((باركوال))

21.05.2010 بارکوال مياخېل

پښتونخوا، پختونخوا، که پشتونخوا؟

پښتونخوا، پختونخوا، که پشتونخوا؟  که څه هم له ډېرې مودې راهيسې مو د ادبياتو په ډګر کې هم د ژبې د ليکدود د يو کېدو پر سر د ليکوالو تر منځ ناندرۍ او اختلافات موجود دي او لا مو هم د ژبې ليکدود په لرو او برو پښتنو کې يو ټاکلى او معياري ليکدود رامنځته نه شو، چي د هرې سيمې پښتانه- که هره لهجه وايي- سره پرې په يوه خولۀ او يوۀ زړه شي او په ليک کې يوه پښتو، يو ليکدود وکاروي، خو دا چي نن سبا پښتو ژبې ته نه يواځې د

27.01.2010 بارکوال مياخېل

عزيزماما; يو ملتپال سياستوال او ليكوال

عزيزالله خان چي په عزيزماما مشهور و، د ۱۹۵۰م كال د نومبر پر ۱۱مه نېټه پښين سيمې ته نيژدې د توبه كاكړي په حاجي خان كلا (سرګړې+ سرګړګې) كې د خان حاجي سيدمحمد خان- چي په حاجي سدو خان مشهور و- په كور كې زوكړى و او په خټه د پښتنو د لوى ټبر كاكړو په څانګه كې ترغرى، خانخېل، احمدخېل كاكړ و، لومړنۍ زدكړې يې په خپل ټاټوبي توبه كاكړي او منځنۍ زدكړې يې تر لسم ټولګي پورې د پښين په عالي ليسه (هاى سكول) كې تر سره كړې وې او يوولسم او دوولسم ټولګى يې د كوټې په ګورنمنټ كالج كې لوستي وو، همدارنګه ديار

10.01.2010 بارکوال مياخېل

د طاهر هوتک "د زړه درزا" / باركوال مياخېل

د ږوب سيمې اوسېدونکي ځوان شاعر محمدطاهر خوږمن هوتک خپلې شاعرۍ ته د زړه درزا ويلي او دې ته په پام سره يې د خپلې لومړۍ شعري ټولګې نوم هم (دا زما د زړه درزا ده) ايښى دى چي په تېر ٢٠٠٨م کال د ږوب د يوې فعالې ادبي ټولنې (خراسان ادبي کاروان) له خوا په ١٨٨ مخونو کې خپره شوې ده. د پښتني جغرافيې له مخې ږوب د سوهېلي پښتونخوا داسې يوه سيمه ده چي د تاريخ په اوږدو کې خپل ځانګړى ادبي، سياسي او کلتوري تاريخ لري. په تاريخي لحاظ ږوب د پښتنو يو مهم مرکز ګڼلاى شو او نن هم د دې سيمې پ

02.07.2009 بارکوال مياخېل

د کيسې موضوع څنګه پيدا کولاى شو؟ / اجمل پسرلى - چيک (پراګ)

کيسه هغه وخت خوندوره وي چي موضوع يې ښايسته وي او له تخنيکي اصولو سره سمه ليکل شوې وي. زموږ په و‌طن کې د وروستيو درې لسيزو تحولاتو د داستان لپاره دومره موضوعات پنځولي دي، چي کېدای شي په هره ګړۍ يې يوه کيسه ولرو. همدغه علت دی چي يو شمېر کره کتونکي په دې باور دي چي له لويو پېښو وروسته ستر هنر رامنځته کېدای شي. دغه حوادث خلک روايتوي خو هنري کيسې هغه وخت ترې جوړېدای شي چي له تخنيک سره سمې وليکل شي. يواځې له پېښو کيسې نه جوړېږي، هر انسان په خپله د کيسو دنياګۍ ده. نجيب محفوظ ليکي (( ک

02.07.2009 بارکوال مياخېل

پښتو ژبه او نړيوالتوب (ګلوبلايزېشن) / اميرمحمدښاد- ږوب

پښتو ژبه او نړيوالتوب (ګلوبلايزېشن)  نن سبا زه وينم چي د هر چا په خوله کې د نړيوال کلي يا ګلوبل ويلج يوه نعره ده او په دې نړيوال کلي کې هر چاته دا ويره څرګنده ده چي په دې نړيوال کلي کې به د هغه خپل نوم، پېژندنه، کلتور، ژبه، تاريخ، وسايل او خپل قومي وجود به څنګه ژوند

02.07.2009 بارکوال مياخېل

د رحمان بابا د شعر سبكي خصوصيات / اسدالله غضنفر- كابل

   رحمان بابا چي خپل شعر يادوي معمولاً ستاينه يې کوي، خو چي ځان يادوي ځان غندي. دى د خپل خوى او عمل د ذکر په وخت Understatement ته تمايل لري، يعنې غواړي ځان کم وګڼي. دى فرمايي:

02.07.2009 بارکوال مياخېل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more