د ږوب سيمې اوسېدونکي ځوان شاعر محمدطاهر خوږمن هوتک خپلې شاعرۍ ته د زړه درزا ويلي او دې ته په پام سره يې د خپلې لومړۍ شعري ټولګې نوم هم (دا زما د زړه درزا ده) ايښى دى چي په تېر ٢٠٠٨م کال د ږوب د يوې فعالې ادبي ټولنې (خراسان ادبي کاروان) له خوا په ١٨٨ مخونو کې خپره شوې ده.
د پښتني جغرافيې له مخې ږوب د سوهېلي پښتونخوا داسې يوه سيمه ده چي د تاريخ په اوږدو کې خپل ځانګړى ادبي، سياسي او کلتوري تاريخ لري. په تاريخي لحاظ ږوب د پښتنو يو مهم مرکز ګڼلاى شو او نن هم د دې سيمې په کوڅو او بازارانو کې هغه لرغونې او تاريخي ودانۍ موجودې دي چي له امله يې د دې سيمې تاريخي لرغونتوب په ښه توګه څرګندېداى شي.
که يوې خواته د دې سيمې کلتوري رنګ په ټوله پښتونخوا کې څرګند دى او د ږوب خلک- هغسې چي د پښتنو په وينه کې شريک ميراث دى- ډېر مېلمپال دي، بلې خواته د دې سيمې اوسېدونکي سره له دې چي په تعليمي ادارو او ښوونځيو کې د يوۀ مضمون په توګه د خپلې مورنۍ ژبې پښتو له لوست او زدکړې بې برخې دي، له خپلې ژبې سره ډېره مينه لري، چي څرګنده بېلګه يې له ارواښاد مولوي رحمت الله مندوخېل څخه را نيولې تر اوسني ځوان شاعر عظمت باتور شېراني پورې د سلګونو شاعرانو او ليکوالو شتون دى. نن سبا په دې سيمه کې دوې ادبي ټولنې ادبي فعاليتونه کوي چي په يو نه يو ډول د ژبې او ادب د ودې او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
محمدطاهر خوږمن هوتک هم د دې ادبپالې سيمې او له برم و عظمته ډکې خاورې څخه را ټوکېدلى د ادب د بڼ يو ښکلى او سپېڅلى ګل دى چي له خپل قوم، خپل پښتني وطن او له خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره زښته زياته مينه لري. طاهر د ږوب په سرکاري راډيو کې د يوۀ ښه او خوږږغي وياند (نطاق) په توګه خپله دنده تر سره کوي، ښايي په ږوب کې به داسې ډېر لږ خلک وي چي طاهر دي ونه پېژني، بلکې د هغه د په زړه پورې وياندۍ او په ځانګړي انداز او ډيکلمې سره د شعر لوستلو انداز يې د هر چا په زړه کې ځاى موندلى دى.
|
(دا زما د زړه درزا ده) د طاهر هوتک د شعرونو لومړنۍ ټولګه ده، نوموړى د ږوب له ځينو په شمېر شاعرانو څخه ګڼل کېږي او د ده له ځينو پخو شعرونو څخه څرګندېږي چي نوموړى د شعر له هنريت، بحر او وزن سره په ښه توګه بلد دى.
د طاهر هوتک پر ياده شوې شعري ټولګه باندې لومړنۍ سريزه د پښتونخوا د بنو سيمې اوسېدونکي نوميالي ولسي شاعر غازي سيال ليکلې ده چي په لنډه توګه يې د طاهر پر شاعرۍ خبرې کړي دي، دويمه سريزه د اردو او پښتو ژبې نوميالي شاعر او څېړونکي سعيدګوهر پر ليکلې ده چي د طاهر د شاعرۍ پر ځاى يې د ږوب او د ږوب د ځينو تاريخي ځايونو او شخصيتونو په اړه خبرې کړې دي. ښاغلى سعيدګوهر په خپله سريزه کې د پښتو د پخوانيو شاعرانو د تذکرې (پټې خزانې) په يادونه کې د ږوب په اړه
داسې نظر لري:
(د پټي خزانې مندرجات که واقعي صحيح ثابت شي، بيا خو د ږوب تاريخي، کلتوري او ادبي کردار د بېخي زيات ارزښت او قدر و قېمت حامل ثابتيږي).
لومړۍ خبره خو دا ده چي ږوب له پټې خزانې او د پټې خزانې له ماخذ ورکولو پرته هم خپل يو تاريخي، سياسي، کلتوري او ادبي ارزښت لري چي نه يواځې پټه خزانه، بلکې ګڼ شمېر پخواني او اوسني کتابونه، چي د تاريخ، سياست او ادب په برخه کې ليکل شوي دي، د ږوب پر تاريخي ارزښت او لرغونتابه دلالت کوي او ږوب له دې امله هم يو ځانګړى تاريخي ارزښت لري چي د دې سيمې د اوسېدونکيو په سينو کې اوس هم د پښتو ژبې هغه لرغوني او سوچه توري ژوندي دي او په ورځني ژوند کې يې په خبرو کې کاروي، کوم چي ښاغلي سعيدګوهر په خپل کتاب (پټه خزانه فى الحقيقت) کې متروک او له لاسه جوړ شوي ګڼلي وو.
د طاهر هوتک پر شعري ټولګه درېيمه سريزه د ږوب ځوان شاعر او ليکوال حافظ رحمت نيازي ليکلې ده چي د طاهر شاعري يې د مينې شاعري بللې ده او ويلي يې دي چي طاهر يو عام فهم شاعر دى چي نالوستي خلک يې هم ډېر ژر په شعر پوهېدلاى او استفاده ترې کولاى شي.
زما په نظر طاهر خوږمن هوتک له دې سره- سره چي د مينې او عاطفې شاعر دى، نوموړي په خپله شاعرۍ کې زموږ د ټولنې پر ځينو ناوړه دودونو او د غريب او شتمن تر منځ د موجود توپير د له منځه وړلو په اړه هم منظوم احساسات وړاندې کړي، چي ډېر د ستاينې وړ دي. بل مهم اړخ چي د طاهر په شاعرۍ کې يې ليدلاى شو، هغه دا چي دۀ د خپل ځورېدلي او کړېدلي ملت او قوم په اړه هم ډېر شعرونه ويلي دي، دا چي هغه شعرونه له اصولي او د شعري قوانينو له مخې څنګه دي، پر دې به نه ږغېږو، خو دا چي د قوم په اړه يې خپل خوږمن احساسات په شعر کې وړاندې کړي دي، له قوم سره يې د مينې ښه ثبوت ګڼلاى شو.
که څه هم پښتانه له تاريخي پلوه يو ډېر لوى قوم دى چي بيا د تاريخ په اوږدو کې د سياسي دوښمنيو په ترڅ کې د پښتنو دوښمنانو په څلورو برخو سره وېشلى دى، شمالي پښتونخوا، منځنۍ پښتونخوا (قبايلي سيمې) او سوهېلي پښتونخوا چي په ١٨٩٣م کال په افغانستان کې د اميرعبدالرحمان خان په واکمنۍ کې د هغه مهال د بريتانوي حکومت له خوا- چي د هند کوچنۍ وچه (برصغير) يې تر واک لاندې وه- بېل کړاى شو او د دوى تر منځ د ډيورنډ په نامه توره کرښه د سلو کلونو د تړون په توګه و ايستل شوه. طاهر هوتک د ډيورنډ تورې کرښې ته په اشارې سره په خپل يوۀ بيت کې داسې اشاره کوي:
يو وو سره يو وو د افغان ملت
کش يې پر سينه کړه پيرنګي کرښه
څنګه چي ما مخکې هم يادونه وکړه د طاهر په شاعري کې هم ځاى پر ځاى د ږوب د ډبرينو غرونو او کليو داسې سوچه او لرغوني توري مخې ته راځي چي له امله يې نه يواځې د نوموړي په شعر کې خوند او ښايست پيدا کړى، بلکې د شعر مفهوم ته يې وده ورکړې ده. د طاهر په شاعري کې له پښتني ټولنې څخه د غمونو د وتلو او د خوشالۍ د راتګ يادونه هم شوې ده او نوموړي د يوۀ دردېدلي او خوږمن انسان غوندې په شاعرۍ کې پر هغو درپدرو او بېوزلو خلکو باندې هم د خواخوږۍ اوښکې څڅولې دي چي د وخت د واکمنانو او د شتمنو له سترګو نهام د نړۍ په تيارو کونجونو کې ژوند تېروي.
که څه هم طاهر د انساني مينې او د خپل قوم او ملت د مينې په اړه هم ګڼ شمېر شعرونه ويلي دي، خو د شعر د جوړښت او فورم په لحاظ که ورته وګورو ډېر نوښت راته نه پکې تر سترګو کېږي. که څوک د يوۀ شعرلوستونکي په توګه اجازه راکړي نو زه به دا يوه خبره په لوى زړه وکړم چي د طاهر په شاعري کې پر دې برسېره چي نوموړي په خپلو غزلو کې نوې- نوې قافيې او رديفونه راوړي دي، خو د معاصرې شاعرۍ هغه څرک چي په اوسنۍ شاعري کې ورته ډېر پام کېږي په نظر نه راځي او د نويو خيالاتو، اصطلاحاتو او تشبيهاتو اړخ ته پکې ډېر لږ پام شوى دى.
له دې خبرې هم انکار نه شي کېداى چي طاهر په خپله شاعري کې د يوۀ ځانګړي سبک او ليکلارې د خپلولو هڅه کړې ده خو پکې بريالى شوى نه دى، ځکه د هغه د شعر په لوستلو سره سړى داسې فکر کوي لکه دا شعرونه چي سړي پخوا هم لوستي وي، يانې سبک يې هم د سوهېلي پښتونخوا د شعر رواج شوى سبک دى او خپل ځانګړى رنګ پکې نه تر سترګو کېږي.
د ږوب په ادبي بڼ کې د پخوا په پرتله اوس ډېر داسې ګلان را ټوکېدلي دي چي په راتلونکي کې د نوي فکر د شاعرۍ او د مهالني ادب له غوښتنو سره سمې هيلې ورسره تړلې دي. په پاى کې همدا هيله کوم چي خداى دي زموږ هر ځوان ته د طاهر خوږمن هوتک غوندې توان ور په برخه کړي چي بې له کوم غرض او مادي ګټې په پام کې نيولو سره، د يوۀ ملي فکر له مخې خپل قوم او ژبې ته خدمت وکړي او تر مړينې څو سوه کاله وروسته هم د خوشالخان خټک غوندې خپل نوم ژوندى وساتي، خو د طاهر خوږمن هوتک په وينا دا کار په دې شرط کېداى شي چي له قام او ژبې سره مو سپېڅلې مينه وي او د مينې په لاره کې مو هيڅ ډول اغزن تارونه نه وي:
|
هيچا ته دي نصيب نه شي خطر د محبت
هر چاته دي آسانه شي سفر د محبت