ظريف اکا له کچلاغ بازاره لمرخاته لور ته د مغوټيانو په کلي کې اوسېدۀ. د سهار اذان کېدۀ چي د کور دروازه يې په زوره- زوره وټکېده، ظريف اکا چي په بستره کې پروت و، وښورېد او له ځانه سره يې وويل: فضل دا څوک دى چي په سپېدو دروازه ټکوي، چورت ور ولوېد، له ځانه سره ګډ و، خدايه خير لطيف زوى خو مي هم نن له سفره را روان دى ګومان کوم هغه به وي، دى لا په همدې چورت کې و، چي دروازه يو ځل بيا په زوره- زوره و ټکېده، ظريف اکا هم له بسترې چټک را ولاړ شو، خو په خونه کې دومره تياره وه چي د لاس ګوتې نه ښکارېدې، لاس يې يوې بلې خواته وتپاوه چي خپل لاسي څراغ پيدا کړي، په همدې حال کې يې د کور دروازه بيا په دربي وټکېده، دۀ هملته له ځانه سره وويل، و درېږه درغلم، په داسې حال کې چي په څراغ پسې يې لاس تپاوه، خپل يکي يو زوى لطيف يې سترګو ته ودرېد چي څلور مياشتې مخکې کراچۍ ته د مزدورۍ لپاره تللى و، خو څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې جګړه پيل شوې وه او هر چا هڅه کوله چي خپل کور ته لاړ شي، د دۀ زوى لطيف هم دوې ورځې مخکې پلار ته په ټليفون کې ويلي و، چي ژر به کور ته را ستون شي. لاسي څراغ يې پيدا نه کړ، خپل بوټونو يې هم د زياتې تيارې له امله په لاس سم کړل او په پښو يې کړل، په بيړه- بيړه له درانه ټوخي سره- چي مېرمنه او نور اولادونه يې لا په خواږه ويده وو- د کور لويې دروازې ته ور و ووت او مخکې له دې چي د دروازې ځنځير خلاس کړي، د دروازې شاته پر ولاړ کس يې ږغ وکړ:
- هلکه څوک يې چي په توره شپه دي مخه را کړې ده؟
د دروازې شاته ولاړ کس ژر ځواب ورکړ:
- ظريف اکا زه يم، وزير يم.
ظريف اکا دروازه پرانيستله او په داسې حال کې چي سترګې يې له خوبه موښلې او پټو يې هم پر ځان نه و اچولى، د يخ له امله سره رېږدېده، وزير ته يې هم ست وکړ چي د مېلمنو کوټې ته ور ننوځي، خو وزير په خپل ناروغ زوى پسې اندېښمن و، ظريف اکا ترې وپوښتل:
- هلکه وزيره خير خو دى څه پېښه سوې ده؟
وزير په خورا ټيټ ږغ- چي زړه يې هم نه سو کولاى- ظريف اکا ته يې د خپل راتګ په اړه وويل:
- ظريف اکا بشير زوى مي ډېر ناروغه دى ما ويل که يو څه پيسې دي راکړې واى چي زه مي د زوى دارو دوا په وکړم؟
|
ظريف اکا له ځانه سره چورت واخيست، هو بدبخته وزيره ظريف خوار به له تا سره څه مرسته وکي، خو ژر يې بيرته د چورتونو لړۍ وشلوله، اندېښمن غوندې يې له وزيره وپوښتل:
- ولې خداى مه کړه په زوى دي څه سوي دي، خو هغه ورځ لا جک جوړ و؟
وزير ځواب ورکړ:
- هو اکا دوې درې ورځې کېږي چي له سره په فرياد و، موږ کورني دارو درمل ورکول چي ګواکې هلک به قبض وي، خو نن شپه د سر له درده ډېر په عذاب سو، ښه خبره راته نه ښکارېده چي په نيمه شپه درته راسم، اوس چي مي د ملا اذان واورېد نو تاته مي مخه را وکړه.
ظريف اکا نه غوښتل چي وزير ناهيلى رخصت کړي، خو تشه لاسه دوښمن مي ته يې، غريبګي بې له ځواب ورکولو بله لاره نه لرله، په ډېر ورو ږغ يې ورته وويل:
- ګوره وزيره ته ښه خبر يې چي زه اوس د خوارۍ نه يم او لطيف جان زوى مي هم په خوارۍ پسې کراچۍ ته تللى دى او نن سبا راتلونکى دى که خداى کول بيا به يو څه درپورې ونيسم.
وزير هم اورېدلي و، چي د ظريف اکا زوى له کراچۍ را روان دى ځکه خو يې په سپېدو لا د هغه کور ته مخه ور وکړه، خو دلته يې هم چاره ونه شوه. ظريف اکا ته يې وويل چي خپل ناروغ زوى د ښار روغتون ته وړي او هلته بې له ډېرو پيسو څوک د چا خبرې ته غوږ هم نه نيسي. نه پوهېده څه وکړي، په خورا ژړغوني ږغ يې ظريف اکا ته وويل:
- ښه نو زه ولاړم خداى دي تاته خير درکړي.
ظريف اکا- چي خپله هم نېستمن سړى و، پر وزير يې زړه وسو، مخکې له دې چي له وزير سره خداى پامانى وکړي، هغه ته يې وويل چي کريم خان ته به ورسو. کريم خان ډېر زړسواند او د دوى د کلي يواځينى شتمن سړى و، چي له ښاره به هم ډېر خلک په موټرو کې ورته راتلل، خو وزير سمدستي ځواب ورکړ:
- اکا د کريم زوى پرون راته وويل چي پلار يې ښار ته تللى دى.
ظريف اکا چورت واهه چي که کريم خان ښار ته نه واى تللى نو ضرور به يې د وزير لپاره پيسې هم ترې اخيستې واى او زوى به يې هم په موټر کې ښار ته ورسره وړى واى. دا مهال نو له اذانونو څخه هم ښه ډېر وخت تېر شوى و، د جومات لمانځه ته لږ وخت پاته و، ظريف اکا هم له وزيره وغوښتل چي جومات ته سره لاړ شي او لمونځ وکړي ګوندې خداى يې څه چاره وکړي.
ظريف اکا په بيړه کور ته ننووت خپل پټو يې پر ځان واچاوه او دواړه د جومات خواته روان شول، د اودسونو په ځاى کې له ولاړ سماواره يې بدنۍ ور ډکه کړه، اوبه يخماتې وې اودسونه يې وکړل او د جومات لويې کوټې ته ور ننوتل او تر سنت کولو وروسته يې په امام پسې په جومات لمونځ وکړ، ظريف اکا تر لمانځه وروسته پر ملا صاحب ږغ وکړ:
- ملا صاحب د وزير زوى سخت ناروغه دى يوه دوعا ورته وکړئ!
مخکې له دې چي خلک له وزيره د زوى د ناروغۍ پوښتنه وکړي، ظريف اکا او وزير دواړه په بيړه له جوماته را ووتل او سيخ د وزير د کور خواته رهي شول. وزير د خپل کور دروازه پورې وهله خو دروازه له دننه تړلې وه، ويې ټکوله، مېرمنې يې دروازې ته ورغله او د دروازې له پرانيستلو سره يې خپل خاوند وزير ته له غرېبه په ډک ږغ وويل:
- ولې دونه وځنډېدې هلک ډېر په عذاب دى.
د وزير د مخ ګونه هم په لږ وخت کې توره اوښتې وه، مېرمنې ته يې تش دومره وويل:
- څه مي کړي واى، ته چاى پخې که ظريف اکا راسره دى.
ناروغ بشير د وزير شپاړس کلن زوى و، چي تر نذير مشر و، وزير بې له دغو دوو زامنو نور هيڅوک نه لرل. وزير او ظريف اکا هماغې خونې ته چي بشير پکې پروت و ور ننوتل، دواړه د بشير سر ته کښېنستل، ظريف اکا د بشير پر تندي لاس ور کښېښوو، يو ډول توښ يې لمس کړ، زړه يې ودرزېد چي خداى دي خير کړي د بشير سر خو ډېر تود دى. په نه زړه يې له بشيره وپوښتل:
- بشيره زويه له څه وخته راهيسې دونه په عذاب يې؟
بشير په داسې حال کې چي د سر له درده يې ږغ هم تر خوله سم نه خوت، په کرار ږغ چي د لاس ګوتې يې هم ورسره پورته کړې:
- درې څلور ورځې کېږي.
ظريف اکا چي د بشير دغه حالت وليد خوند يې ور نه کړ، په زړه کې ور تېره شوه چي د بشير چندانې خونده نه شته، د پايند بزګر ماشوم زوى يې سترګو ته ودرېد چي تېر کال په پسرلي کې يې د سر له درده ږغ بند شو او بيا يې پور پرې کړ. د وزير مېرمنې چاى راوړې، په داسې حال کې چي مخ يې د پړوني (ټيکري) په پيڅکه پټ کړى و، له ظريف اکا يې د هغه د کور او مېرمنې حال احوال وپوښت. ظريف اکا ورته وويل، خيريوسې ټول ښه دي او بيا يې د بشير په اړه هغې ته ډاډ ورکړ:
- تاسې زړه مه خورئ بشير به خداى جوړ کړي.
د وزير مېرمنې په خورا ټيټ او ژړغوني ږغ ځواب ورکړ:
- خداى دي ستاسې پر خوله آمين کړي.
ظريف اکا د چايو ډکه پياله وڅښله، لمر هم د غرونو له سرونو سر را پورته کړى و او وړانګې يې د کوټې تر کړکۍ دننه را ننوتې وې. ظريف اکا ته ور په زړه شول چي کورنۍ به يې په دۀ پسې اندېښمنه وي ځکه هغوى لا ويده و، چي دى له خوبه را ويښ شو او له وزير سره رهي شو. که څه هم نه يې غوښل چي له وزيره دومره ژر رخصت شي، خو مجبور و چي يو ځل کور ته تللى واى. وزير ته يې عذر وکړ:
- وزيره زه يو وار کور ته ځم، ګورم چي لطيف جان بچى مي راغلى که نه، بيرته ژر راځم.
ظريف اکا د وزير له کوره را و ووت او د خپل کور پر ځاى د ملا صاحب کور ته ورغى، دروازه يې ور وټکوله، خپله ملا صاحب ورته را و ووت، بې له ځنډه يې ورته وويل:
- ملا صاحب د وزير زوى ډېر سخت ناروغه دى ګومان نه کوم چي ژوندى دي پاته سي، ته ورسه ياسين شريف به پر ووايې.
ملا صاحب لا ځواب نه و ورکړى، ظريف اکا بيا پسې زياته کړه:
- ملا صاحب پام چي زما له خولې ورته ونه وايې.
ملا صاحب ورته وويل تا چي په جومات کې د هغه لپاره د دوعا ږغ وکړ زه پوه شوم چي د وزير زوى ډېر ناروغه دى. زه ستا بې ويلو اوس ورتلم خو ښه شو چي تا خبر کړم، بس دستي ورځم.
ظريف اکا خپل کور ته لاړ، مېرمنې او مشرې لور يې په تلوسه پوښتنه ترې وکړه، چي په شنه سهار په کومه خوا تللى وې، دۀ يواځې همدومره ورته وويل چي د وزير زوى ناروغه و د هغه پوښتنې ته ورغلم، خو سمدستي يې له خپلې لور څخه د لطيف د راتګ پوښتنه وکړه. لور يې- چي د خپل ورور راتګ ته ډېره خوشاله وه- په خندا يې پلار ته ځواب ورکړ:
- يه بابکه لا خو نه دى راغلى، را به سي کراچۍ خو هم نيژدې ځاى نه دى.
پلار يې په کوټه کې بلې بخارۍ ته کښېنوست او لور ته يې ځواب ورکړ:
- لورې خداى دې ورته خير کړي، سهارګا مهال مي ډېر بد خوب ليدى خو وزير دروازه وټکوله او زه را ويښ سوم.
جميلې لور يې له سپين سرو ښځو څخه اورېدلي و، چي د خوب مانا سرچپه خېژي، په بيړه يې پلار ته ځواب ورکړ:
- بابکه د خوب مانا تل بل رنګه خېژي، ته اندېښنه مه کوه لطيف جان به خداى راولي.
ظريف اکا لږ ګړۍ بخارۍ ته ځان تود کړ، لور يې چاى ورته را واخيستې، خو ده ورته وويل چي چاى يې د وزير کره څښلې دي او له همدې سره يې بيا د وزير ناروغه زوى بشير سترګو ته ودرېد، لور ته يې وويل:
- لورکۍ زه د وزير کره ځم د هغه زوى بشير ډېر ناروغه دى، ماته يې د ژوند خواړه تمام مالومېږي.
ظريف اکا له خپله کوره را و ووت او په بيړه د وزير د کور خواته رهي شو، په لاره کې پايند بزګر په مخه ورغى، چي بېلچه يې په اوږه کړې او د کروندې خواته روان و، تر سلام او روغبړ وروسته يې هغه هم د وزير د زوى له ناروغۍ خبر کړ او خداى پامانى يې ورسره وکړ. کله چي د وزير د کور دروازې ته ور ورسېد، د ژړا ږغ يې تر غوږ شو، له غوږونو يې پټو ايسته کړ، غوږونه يې څک ونيول، ريښتيا هم د وزير له کوره په پرله پسې توګه د چيغو او ژړا ږغونه پورته کېدل، زړه يې ودرزېد له ځانه سره يې وويل لکه چي د خداى په کار سو، په دروازه کې يې په زوره ږغ وکړ:
- وزيره ها وزيره چېرې يې څه ټکه ولوېده؟
وزير له کوره ظريف اکا ته ږغ ور وکړ چي دننه راشه، ظريف اکا هم وټوخل او د ظريف د کور خونې ته ور ننووت، غوړګې يې وتښتېدې، بشير مورخوړلي خوله وازه- وازه کوله او ملا صاحب په لوړ ږغ ياسين شريف ورته وايه. وزير د نېستۍ له امله د خپل زوى د ځکندن پر ويرلړلي حالت مړې- مړې اوښکې تويولې. پينځه دقيقې به لا نه وې وتلې چي د بشير اندامونو حرکت پرېښوو، ملا صاحب هم ياسين پاى ته ورساوه او کرار يې وويل: خداى دې وبخښي. له همدې سره په کور کې د وزير د مېرمنې او نورو اولادونو چيغې او ژړاوې نورې هم په زوره شوې. مځکه يې پر سر واخيسته، ظريف اکا د وزير پر اوږه لاس ور کښېښوو او له خواخوږۍ په ډکه لهجه يې ورته وويل:
- وزيره ژاړه مه خداى ته صبر وکه موږ هم د دغې لارې سړي يو.
ملا صاحب له وزير او ظريف اکا سره په مشوره د جومات په لوډسپيکر کې اعلان وکړ او ځوانان له بېلچو او کولنګانو سره د قبر کيندلو لپاره هديرې ته لاړل. ظريف اکا لا وزير ته تسلي ورکوله چي په همدې حال کې يو ماشوم په منډه- منډه د وزير کره را ننووت او ظريف اکا ته يې وويل:
- (په ماشومه ژبه) زليف اکا يو څو سلي لاغلي دي تا غوالي.
ظريف اکا هم په بيړه ترې وپوښتل:
- څوک دي؟ ما څه کوي؟
- هغه زموږ د کلي نه دي وايي زليف اکا مو په کال دى.
ظريف اکا هم ژر خپلې زړې او شلېدلې څپلۍ په پښو کړې او د وزير له کوره دباندې را و ووت، د ماشوم په خبره ريښتيا هم دباندې درې تنه ځوانان ولاړ وو، چي له څېرو او جامو څخه د ښار مالومېدل. ظريف اکا سلام ور واچاوه او په کليوالي انداز يې په غېږ روغبړ ورسره وکړ. ظريف اکا هم بې له ځنډه اندېښمن غوندې ترې وپوښتل:
- ما ونه پېژندلاست خير خو دى؟
له هغوى څخه يوۀ ځوان چي لوى وېښتان يې وو او ږيره برېتونه يې هم سره ګډ و، زړه سره را ټول کړ او له ظريف اکا يې وپوښتل:
- بابکه ته د لطيف پلار يې؟
د ظريف اکا زړه و درزېد، ژر يې ځواب ورکړ:
- هو، ولې لطيف څه کړي، تاسې لطيف څه پېژنئ؟
ځوان هم- چي زړه يې نه شو کولاى- په خورا ژړغوني ږغ يې ورته وويل:
- لطيف په کراچۍ کې له موږ سره ګډ اوسېده، پرون بس اډې ته روان و، چي يوې ړندې ګولۍ وخوړ او....
د ځوان سترګې له اوښکو را ډکې شوې، په خوله کې يې لاړې وچې شوې، خو بيا يې هغې پورې خواته ولاړ سپين موټر ته- چي ښيښو ته يې هم سپين رنګ ورکړل شوى و لاس ونيو او خبرو ته يې خوله جوړه کړه:
- او مړى يې موږ په هغه ولاړ ايمبولانس موټر کې راووړ.
د ظريف اکا پر سترګو توره تياره شوه، نيژدې و چي پر مځکه را لوېدلى واى، خو ناببره يې تر خولې لويه چيغه ووتله:
- وزيره راسه زما هم مخ تور سو. پاى