بارکوال مياخېل
- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم.
- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب له (ډګري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولګى مي له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کوم.
- د ١٩٩٧مېلادي کال وروستۍ شپې وې چي په شعر ويلو مي پيل وکړ، ګڼ شمېر شعرونه مي وليکل، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو مي ليکنې وکړې، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. څه ناڅه ژباړې مي هم وکړې او په همدې موده کې مي خپلې لنډې کيسې هم وليکلې.
- په ٢٠٠١مېلادي کال کې مي په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توګه کار وکړ، وروسته مي څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې سره د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توګه کار وکړ. په دې موده کې مي د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور ګڼې يې زما په مسوول مديريت کې خپرې شوې.
- په ٢٠٠٤مېلادي کال کې مي په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنګي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال مي له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توګه کار وکړ.
- په ٢٠٠٥مېلادي کال کې مي په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، ګڼ شمېر کتابونه مي کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال مي (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره اعلان کړه، چي تر دې مهاله مي د دې ادارې له خوا (٥) کتابونه خپاره کړي دي او د لمر www.worbal.com/lmar په نامه خپل شخصي ويبلاګ هم لرم.
- د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کوم، په دې څه کم دوه کلنه موده کې مي ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره (ادبي راډيويي مجلې) او نورو پينځو اوونيزو خپرونو ته هم کار کړى دى او کوم يې.
په دې يوولس کلنه موده کې مي چي کوم کتابونه ليکلي او ژباړلي دي، له هغوى څخه پينځه کتابونه چاپ شوي دي:
١. د کاڼي اوښکې (د بېلابېلو ليکوالو د لنډو کيسو ژباړه)
٢. د لوېديځ دوه مخيتوب (د هند د نامتو فيلسوف اوشو ګرورجنيش اثر)
٣. دود "رواج" (دا له اردو ژبې څخه ژباړل شوى ناول دى)
٤. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
٥. رنځور کليوال (زما د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه)
۶. د څراغونو اوښكې (د څلوريځو ګډه ټوګه)
۷. په شاتو كې زهر (زما د لنډو كيسو دويمه ټولګه)
۸. مغرور مېږى (د كوچنيانو لپاره ژباړل شوې كيسې)
۹. تږې هيلې (دويمه شعري ټولګه)
لنډې كيسې
درد ........... لنډه كيسه ....... باركوال مياخېل
درد د ښځو نړيواله ورځ وه، د ښځو د حقوقو او پر ښځو باندې د زور زياتي په اړه سېمينار جوړ شوى و، تالار له ښځو او نارينه وو ډك وو، ويناوالې هم اكثره ښځې وې، چي اكثرو يې لوړې حكومتي څوكۍ لرلې او ځينې د شخصي موسسو كاركوونكې او څو تنه ښوونكې هم وې. دوى په وار- وار د ښځو د حقوقو په اړه خبرې كولې، هرې يوې به پر ښځو باندې د زور زياتي خبره ډېره كوله او ويل به يې چي تر څو پورې په ټولنه كې ښځې ته د قدر او احترام په سترګه ونه كتل شي او سياله ونه بلل شي، ټولن
ناسور/ لنډه كيسه / باركوال مياخېل
ناسور د ژمي يوه سړه ورځ وه، اسمان خړو وريځو پوښلى و، د غرمې د دوولسو بجو شاوخوا وخت و، چي د كوټې د سرياب سړك ملي بس ته ور ختلم، غوښتل مي چي د كوټې پوهنتون ته لاړ شم. ملي بس له خلكو ډك و او كومه خالي څوكۍ پكې نه تر سترګو كېدله، زه هم لږ مخ ته ورغلم چي هلته د څوكۍ تر منځ په نرۍ لاره كې و درېږم، په دې حال كې پر يوه څوكۍ ناست هلك- چي له څېرې څخه بلد راته ښكاره شو- سمدستي ولاړ شو او ماته يې د كښېنستلو ست وكړ، ما نه غوښتل چي هغه دي ولاړ وي او زه د دۀ
ړنده مينه / لنډه كيسه / باركوال مياخېل
ړنده مينه خبريال له ټاکلي وخت سره سم څو سپينې پاڼې له ځانه سره واخيستې او د غونډې ځاى ته ور روان شو. داسې په مړو- مړو ګامونو روان و، لکه بندي- چي په بند محکوم شوى وي او د زندان خواته روان وي. غونډه د دۀ د ورځپاڼې له دفتره د نيم ساعت په فاصله د ښار په لوى سرينا هوټل کې وه. هوټل ته په رسېدو سره په بيړه د هوټل په ورۀ ور ننووت، د هوټل يوۀ ساتونکي ږغ پر وکړ: - چېرې روان يې تالاشي راکه! دۀ په داسې حال کې چي دواړه لاسونه
مرګونې بلا / محمدقاسم ابدال - كوټه
ظريف اکا له کچلاغ بازاره لمرخاته لور ته د مغوټيانو په کلي کې اوسېدۀ. د سهار اذان کېدۀ چي د کور دروازه يې په زوره- زوره وټکېده، ظريف اکا چي په بستره کې پروت و، وښورېد او له ځانه سره يې وويل: فضل دا څوک دى چي په سپېدو دروازه ټکوي، چورت ور ولوېد، له ځانه سره ګډ و، خدايه خير لطيف زوى خو مي هم نن له سفره را روان دى ګومان کوم هغه به وي، دى لا په همدې چورت کې و، چي دروازه يو ځل بيا په زوره- زوره و ټکېده، ظريف اکا هم له بسترې چټک را ولاړ شو، خو په خونه کې دومره تياره وه چي د لاس ګوتې نه ښکا
له بېلتونه تر روغتونه / باركوال مياخېل (لنډه كيسه)
د روغتون د عملياتو د څانګې مخې ته ګڼ شمېر خلک- ښځې او نارينه- را ټول شوي وو او د خپلو ناروغانو په تمه وو، چي د عملياتو په څانګه کې يې عمليات کېدل. د عملياتو څانګې ته دننه هر چاته د ورتګ اجازه نه وه، خو زۀ د ډاکټر اختر په شناخت دننه ورغلم، خپل کشر ورور مي د عملياتو لپاره ور وستى و، چي د څنګلي هډ يې له چا سره په جګړه کې مات کړى و. د روغتون کارکوونکيو چي ځانګړې سرې جامې يې اغوستې وې په پرله پسې توګه د عملياتو له څانګې عمليات شوي ناروغان را ايستل او د ناروغانو لپاره په ځانګړې هواره د او