د روغتون د عملياتو د څانګې مخې ته ګڼ شمېر خلک- ښځې او نارينه- را ټول شوي وو او د خپلو ناروغانو په تمه وو، چي د عملياتو په څانګه کې يې عمليات کېدل. د عملياتو څانګې ته دننه هر چاته د ورتګ اجازه نه وه، خو زۀ د ډاکټر اختر په شناخت دننه ورغلم، خپل کشر ورور مي د عملياتو لپاره ور وستى و، چي د څنګلي هډ يې له چا سره په جګړه کې مات کړى و. د روغتون کارکوونکيو چي ځانګړې سرې جامې يې اغوستې وې په پرله پسې توګه د عملياتو له څانګې عمليات شوي ناروغان را ايستل او د ناروغانو لپاره په ځانګړې هواره د اوسپنې رېړۍ کې يې نور ناروغان ور ننه ايستل، زما ورور د روغتون د کارکوونکي په لارښوونه څپلۍ وکښې او د عملياتو څانګې ته ور ننووت. زه هم دباندې پر يوه څوکۍ کښېنستم. که څه هم د روغتون بوى راباندې ښۀ نۀ لګېدۀ خو مجبوري سړى داسې ځاى ته ورولي چي په خوب او خاطر کې يې هم نه وي.
د عملياتو د څانګې کارکوونکيو په دومره بيړه په هوارو رېړيو کې ناروغان ننه ايستل او را ايستل او کله- کله خو به يې يو- نيم ناروغ- چي تر ملا او پښو به يې لاسونه ور لاندې کړل- په دومره زور له يوې رېړۍ څخه بلې ته ور وغورځاوۀ، کټ مټ لکه د سبزي منډۍ پانډيان چي د پيازو يا پټاټو ګونۍ په رېړۍ کې په زور اچوي. د دوى دې کار به ماته سخت کاوړ راوست، کله به مي زړه وشو چي ور ولاړ شم او خولۀ پر ور پرې کړم، چي اې خلکو تاسې انسانان ياست که څه بلاوې ياست؟ انسان څوک دا ډول پورته کوي او غورځوي يې او بيا ناروغ او عمليات شوى انسان، خو څه به مي کړي واى، په روغتون کې زما په خولۀ چا پياز هم نه خوړل، ځکه دا کار نه يواځې د روغتون د عملياتو په څانګه کې کېدۀ، بلکې په هره څانګه کې داسې بده ورځ وه.
زه هم پټه خولۀ پر څوکۍ ناست وم او د خپل ورور را وتلو ته مي دوې سترګې څلور کړې وې، د عملياتو څانګه د نور روغتون په پرتله يو څه پاکه وه او د دارو درملو بوى پکې نه لټېدۀ، د عملياتو د څانګې ټول کارکوونکي نرسې او ډاکټران به يا خو په لوڅو پښو پکې ګرځېدل او يا به يې پاک سوتره چپل په پښو کړي وو. ډاکټرانو هم چپنې ته ورته ځانګړې جامې اغوستې وې.
زه پر څوکۍ باندې په ډېره ناسته ستړى شوم، کله به مي ښۍ پښه پر کيڼۍ او کله به مي کيڼۍ پښه پر ښۍ واړوله. ما هماغسې د روغتون د کارکوونکيو بيړني کار ته کتل چي په منډه- منډه يې ناروغان وړل راوړل، تابه ويل چي په ښار کې کومه چاودنه شوې او يا د موټرو د ټکرېدو له امله خلک ټپيان شوي دي او په روغتون کې بيړنى حالت اعلان شوى دى.
ناببره د عملياتو څانګې ته يوه ښځينه ناروغه را ننه ايستل شوه، چي که څه هم برسېره يو څادر پر غوړول شوى و، خو څادر هم په وينو سور و، داسې ښکارېده لکه ښځه چي پر سړک باندې کوم موټر وهلې وي. ښځې زګېروى لارۀ او واه- واه يې کول، د روغتون کارکوونکيو د نورو ناروغانو غوندې دغه ښځه هم په بيړه د عملياتو څانګې ته تېره کړه. ما په زړه کې ويل چي ته ګوره دا بېچارګۍ به څوک وي، څوک به يې وي که به يې نه وي. زه لا په همدغو چورتونو کې ډوب وم او بېلابېلو پوښتنو مي په ذهن کې غزونې کولې، چي تر دې منځ د عملياتو د څانګې دروازه په زوره پرانيستل شوه او يو ځوان- چي په دواړو پښو ګوډ و، جامې يې هم ډېرې خيرنې او زړې وې، ږيره يې نه ډېره وړه وه نه ډېره غټه، ببر سر په وارخطا سترګو را ننووت. په لنډه ساه يې د روغتون له يوۀ کارکوونکي وپوښتل:
- هغه ښځه څه سوه چي اوس يې راوړه؟
د روغتون کارکوونکى پوه شو چي ځوان د هماغې ټپي ښځې پوښتنه کوي، د هغۀ وارخطايۍ او تښتېدلي رنګ ته يې هيڅ پام ونه کړ، لنډ ځواب يې ورکړ:
- د عملياتو په څانګه کې ده، تاسې هلته انتظار وکئ.
ځوان زما خواته راغى، خپلې لکړې يې په ډېر تکليف يوۀ څنګ ته کښېښووې او زما څنګ ته پر پرته څوکۍ کښېنوست. ما نه غوښتل چي له ځوانه پوښتنه وکړم، ځکه يو خو دى ډېر پرېشانه او اندېښمن ښکارېدۀ، بل دا چي هغه ناروغه ښځينه وه، ځکه نو پوښتنه کول مي ښۀ کار ونه بالۀ، خو ځوان په پرله پسې توګه له ځانه سره ګډ و، چاته يې بدې ردې خبرې کولې، سپکې سپاندې يې ورپسې ويلې، خو د چا نوم يې نه اخيست، زه نه پوهېدم چي دى چاته او ولې دومره په غوسه دى. ځوان ته مي وکتل، سترګې يې سرې اوښتې وې، خدايزده چي ژړلي به يې و، که هسې سرې وې. ما هم زړه وکړ او ترې ومي پوښتل:
- هغه ناروغه دي مور ده؟
ځوان د ځواب پر ځاى سر د انکار په ډول راته وښوراوۀ. زه نه پوهېدم چي ځوان ولې دومره پرېشانه دى او مځکه ځاى نه ورکوي، بيا مي ترې وپوښتل:
- نو ولې دي سترګې سرې دي؟
ځوان دا ځل خبرو ته خولۀ جوړه کړه:
- سترګې؟ سترګې به مي ولې سرې نه وي، پوليسو ظالمانو مي خور د توپک په کونداغونو وهلې او په وينو يې لړلې ده.
ما په اريانۍ سره ترې وپوښتل:
- هه دا څه وايې پوليسو ولې وهلې ده؟
ځوان په داسې حال کې چي تر سترګو يې اوښکې را وڅڅېدې، په غرېونيولي ږغ يې ځواب راکړ:
- په بازار کې يې خير غوښت، پوليسو له خيرغوښتلو منع کړې وه او ورته ويلي يې و، چي اې مهاجرې ځه ورکه سه. دې مازې دومره ورته ويلي و، چي ستاسې له لاسه له خپل وطنه را ورکه يم او پوليسو پر دې خبره کونداغونه ورته کښلي، له لاس او پښو يې اچولې ده.
له همدې سره يې له سترګو څخه په پرله پسې توګه څو مړې اوښکې را وڅڅېدې. کله به يې ماته وکتل او کله به يې د عملياتو د څانګې خواته سترګې وغړولې. دۀ لا دا خبرې کولې چي د عملياتو له څانګې يې خور را و ايستل شوه او د روغتون کارکوونکي په داسې حال کې چي د هغۀ ناروغه خور يې له يوې هوارې رېړۍ څخه په بله کې پرې ايستله، ځوان ته يې په لوړ ږغ- چي د هغوى سخت زړيتوب ترې له ورايه څرګندېدۀ- ځواب ورکړ:
- ډاکټر وايي دا ښځه ډېره زخمي ده، که يې په تاڼه کې رپوټ درج نه کړئ عمليات يې نه سي کېداى.
پاى
٢ دسمبر ٢٠٠٨م کال- کوټه