کرکه به مړه کړو او پر وبه کړو خيرات د مينې
ځئ چي په هر زړۀ کې ودان کړو يو جومات د مينې
د دې بې دردې دونيا زړه راباندې مه سړوه
ښايستې ما غريب ته راکړه سږ ذکات د مينې
خولۀ به يې ټول عمر خوږه وي هيڅ ترخه به نه شي
چا چي په ژوند کې وي خوړلي خواږه شات د مينې
چي ورورګلوي او سوله دواړه يې شعار وګرځي
خداى دي را جوړ کړي داسې ښکلى يو ولات د مينې
ما د جنت ننداره وکړله په دغه دونيا
له ژونده يووړم بل جهان ته ملاقات د مينې
لکه ماشوم تل به د يار د ديدن رېنګه کوي
زړګى چي روږد شي په خواږه غوندې پسات د مينې
دغه تړون مي
بارکواله! په هر زړۀ کې ساتي
هم په مذهب يمه د مينې، هم په ذات د مينې


 

٠٨ اکتوبر ٢٠٠٨م کال - خانوزى