يو څو شپې د مخه هغه وخت زه ډېر زيات حق حيران ودرېدم چي څه وخت ما د يوۀ شخصي ټلويژني چينل پر پرده باندې د عوامي نېشنل ګوند د مشر قدرمن اسفنديار ولي صاحب دا خبر ه واورېده چي د سوات او د مالاكنډ د سپېڅليو خلكو دا اوسنۍ بې عزتۍ، مرګ ژوبله او نور نه بيانېدونكي تكليفونه د پاكستان د پايښت (بقا) او ژغورلو لپاره دي، كه څه هم دا ډول ويناوې ما د عوامي نېشنل ګوند د  ځينو نورو مشرانو لكه ميا افتخار او زاهدخان صاحب له خولې هم په څو واره اورېدلې وې خو ما څه خاص چورت نه پكې واهه ولې چي د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو په ويناوو كې وخت نا وخته ډېر توپير او بدلونونه راځي، خو دا واره چي ما له قدرمن اسفنديار صاحبه دا خبره واورېده نو زه ډېر ژور فكر واخيستم چي موږ پاكستان له چا ژغورو؟ او ايا د پښتانه لپاره پاكستان د ژغورلو وړ دى؟

 ) د پاكستان پايښت (بقا) ته له چا خطر دى؟

 د اويايمې مېلادي لسيزې د پاى په كلونو كې په افغانستان كې د قدرمن نورمحمد
تره كي په مشرۍ كې په ظاهره يو سوشياليسټ خو په رښتيا سره د ملي (پاڅون) يو بدلون راغى،  له دې بدلون سره سم د افغانستان نوي رژيم له خپل شمالي څنګلوري شوروي اتحاد سره خپلې اړيكې سمې كړې او د هغوى په مرسته يې په افغانستان كې د پرمختګ او نوښت (جديديت) نوې لارې پرانيستې. د لوېديځ سامراجيان او په ځانګړې توګه امريكه د دې رژيم له راتګه او د ده له شوروي اتحاد سره په ژورو او پراخو اړيكو خوښ نه وو او د دې بدلون په ضد او د رژيم د را پرځولو په لوري يې خپلې هلې ځلې پيل كړې، خو دا چي پاكستان په افغانستان كې د شاه ظاهر شاه تر واكمنۍ  را وروسته خپلې پخې مورچې درلودې نو د لوېديځ په دې عمل كې پاكستان ښه كردار ادا كولاى شو او بې له څه شكه يې ادا كړ. پاكستان د پي ډي پي اې د رژيم له را پر ځولو سره سم خپل لاسپوڅي اشرار پر دې ګومارل چي دوى د خلقي پر نامه د افغانستان هغه ټول پوه او رسېدلي انسانان له منځه يوسي چي هغه په را روان وخت كې د قام د مشرتابه وړتيا لري. په پاى كې  لوېديځ او پاكستان بريالي شول او د شوروي اتحاد لښكرې له افغانستانه ووتې او له ډېرې لنډې مودې وروسته ټول افغانستان د جهادي قومندانانو په لاس كښېووت. پاكستان هغه وخت په افغانستان كې د يوۀ نوي ځواك د راپورته كېدو پرېكړې وكړې چي څه وخت جهادي مشرانو لكه احمدشاه مسعود او نورو د پاكستان سامراجي او ښكېلاكي غوښتنو ته ټټر وهل بند كړ، دا قوت د طالب پر نامه جوړ كړل شو،  خو څنګه چي نړۍ د شوروي اتحاد د لښكرو له وتلو وروسته افغانستان پاكستان ته د انعام په توګه وركړى وو نو په افغانستان كې يې د پاكستان پر هر روا او ناروا عمل باندې سترګې پټولې او د افغانانو يوې خبرې اورېدو ته تيار نه ول.

پاكستان د نړۍ له پټوسترګوڅخه بشپړه ګټه واخيسته او پر دا ټوله سيمه يې د ترهګرۍ له لارې د قبضې خوب ليدل پيل كړ، د اسلام اباد جاسوسي او استخباراتي ادارو د افغانستان په بېلابېلو سيمو لكه خوست، جلال اباد، زابل، هلمند او نورو ځايونو كې د ترهګرۍ كېمپونه پرانيستل او د نړۍ له ټولو سيمو يې د مذهبي انتهاپسندۍ او افراطيت پر نامه په جرمونو ككړ خلك راوستل او په دغو كېمپونو كې به يې دوى ته روزنه وركوله او دوى به يې د ترهګرۍ لپاره بېلابېلو هېوادونو لكه هندوستان، روس، چين او نورو هېوادونو ته به يې لېږل. د پاكستان اراده يواځې د افغانستان نيول نه وو بلكې د سياسي اسلام پر نامه يې پر ټوله سيمه باندې خپله واكمني غوښته او د عربو د تېلو د پيسو په مرسته يې په دې سيمه كې يوه سياسي اسلامي امپراتوري جوړوله، خو د ستر څښتنج بل ډول خوښه وه او ډېر ژر پاكستان او د ده جوړ كړي ترهګر د ۲۰۰۱م كال د امريكا د متحده ايالاتو د سوداګرۍ پر نړيوالو مركزونو باندې په شوي بريد كې تورن شول او نړۍ د پاكستان د روزل شويو تش په نامه طالبانو ډرامه وخرله (رسوا كړه)  او د ملګرو ملتونو په مشرۍ كې يې د يوۀ نوي افغانستان د جوړېدو هوډ وكړ.

پاكستان د دې حقيقت منلو ته نه پخوا تيار وو او نه هم اوس تيار دى، افغانستان- چي د ده مستعمره پاته سوې وه- څوك د ده له لاسه وباسي، افغانستان په خپلو پښو و درېږي او په نتيجه كې يې پاكستان د هند او افغانستان تر منځ د خپلې بدعملۍ له امله په يوه دايره كې را ښكېل (Sandwich) شي. له دې لامله د اسلام اباد جاسوسي ادارو د۲۰۰۱م كال د جنګ په منځ كې له افغانستانه ټول ترهګر را و ايستل او په پښتونخوا كې يې د مېلمنو په توګه ددې مقصد دپاره ځاى كړل چي له دوى څخه به په راتلونكي كې كار واخلي. همدارنګه په دې سيمه كې د متحده ايالانو شته والي هم د افغانستان نور څنګلوري هېوادونه لكه ايران او چين بې له څه سببه پرېشانه كړل، دغو هېوادونو په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له كمښت او نورو كمزوريو څخه ګټه واخيسته او د ايتلافي ځواكونو په ضد يې د طالبانو ملاتړ پيل كړ، نړۍ د طالبانو له عملياتو وروسته په دې حقيقت ورسېده چي پاكستان د ترهګرۍ په ضد په جنګ كې مخلص نه دى او يو وار بيا په دې هڅه كې دى چي د ملګرو ملتونو په مشرۍ راغلي د ناټو ځواكونه په افغانستان كې ستړي او دې ته مجبور كړي چي هغه له افغانستانه ووځي، دا مهال نړۍ پر پاكستان زور واچاوه او غوښتنه يې ترې وكړه چي له خپلو قبايلي سيمو څخه دا ترهګر وباسي.

پاكستان چي طالبان خپله ستراتيژيكه زېرمه بولي هيڅكله دې ته تيار نه دى چي بې له څه ګټواخيستو، دسيسو او تورې لوبې دا ترهګر له منځه يوسي. د پاكستان د پوځ پخواني مشر د افغانانو قاتل جنرال ضياءالحق د نړۍ د تېرايستو او له سياسي حالاتو څخه د بشپړې ګټې اخيستو لپاره د دې سيمې يوه خاصه نقشه جوړه كړې وه او په هغه كې يې هغه ټولې سيمې چي د شوروي اتحاد تر اغېز لاندې وې په سره رنګ رنګولې وې او په منځ كې يې يواځې پاكستان په زرغونۀ رنګ ښكاره كړى وو، چي كله به يو امريكايى له پاكستاني مشرانو سره د ليدو لپاره اسلام اباد ته راغى نو ضياءالحق به دا نقشه د هغه تر مخ هواره كړه او ورته چيغې به يې كړې چي موږ ته مرسته راكړئ، وسلې راكړئ، موږ له ډېر لوى خطر سره مخامخ يو. پاكستان په دې ټګۍ او دروغجنو پلمو نړۍ لس كاله پرله پسې تېرايستله او له دغو ښكېلاكګرو او سامراجيانو يې په ملياردو ډالر ولوټل، ايټم بم يې جوړكړ، خپل اقتصاد يې تر ښې ډېرې مودې پورې په پښو و دراوه، له نړۍ څخه يې نوې وسلې تر لاسه كړې او خپل پوځ يې د سيمې د ښو ځواكونو په كتار كې ودراوه، اسلام يو وار بيا په يوه نه بله پلمه د طالب او ترهګرۍ په نامه نړۍ ته كچكول نيولى دى، توپير يواځې دا دى چي تېر وار د كرښې په هغه لور اور بل وو او دا وار د كرښې دې خوا ته اور بل دى.  

له دې عمله سره سم پاكستان نړۍ ته د دې باور د وركولو لپاره- چي دى د ترهګرۍ په ضد په جنګ كې د نړۍ ملګرى دى- پر خپلو پوځيانو، سياسي مشرانو او خپلو اباديو باندې بريدونه پيل كړل او موږ وليدل چي په خپله ډرامه كې يې د ريښتينوالي د څرګندولو لپاره د پاكستان پيپلز ګوند مشره بېنظير بوټو او د پوځ يو دويم جنرال هم مړ كړ. (د بېنظير بوټو ګناه دا هم وه چي دې د اسلام اباد له اجازته پرته د امريكا له متحده ايالانوسره اړيكې سمې كړې او د ترهګرۍ په اړه يې لويې ژمنې ورسره وكړې). په دغو بريدونو كې يو بريد د عوامي نېشنل ګوند پر مشر قدرمن اسفنديارولي او پر يو بل مشر بشيراحمد بلور صاحب باندې هم وشو چي دوى پكې خداى بچ كړل خو يو څه قېمتي انسانان پكې شهيدان شول. (څه به ښه واى چي قدرمن اسفنديار صاحب له دې بريده وروسته د پښتونخوا حكومت پرې ايښى واى، له پاكستانه وتلى واى او په يوۀ بل هېواد كې يې سياسي پناه اخيستې واى).

په دې حقيقت كې هيڅ شك نه شته چي پاكستان په خپل سياسي صلاحيت باندې يو وار بيا نړۍ دې ته مجبوره كړه چي د اسلام اباد دغو چيغو ته او د هغو درې ميليونه مظلومو پښتنو خواريو ته وګوري كوم چي پاكستان د خپلو كوچنيو او شومو مالي او پوځي ګټو لپاره له خپلو كورونو بېځايه كړل او د پاكستان څه مالي او پوځي مرسته يې وكړه او پر مخ يې هم كوي. په اصل كې دا جنګ د پاكستان د پايښت نه بلكې د پاكستان د ټينګښت جنګ دى او له بده مرغه زموږ نيم سياسي مشران په دې جګړه كې په بشپړه توګه د پاكستان ملاتړي دي. موږ به دا ياد ساتو، داسې پاكستان چي په هغه كې به پنجابى زورور وي كله به هم د پښتانه د بقا او ګټې لپاره ښه نه وي.

  (۲) ايا پاكستان د ژغورلو وړ دئ ؟

 په دې حقيقت كې هيڅ شك نه شته چي پښتون اصلاً و نسلاً افغان دى، انګرېز د خپلو سامراجي او استعماري مقصدونو او موخو لپاره د افغانستان يوه لويه برخه د امير عبدالرحمان خان د واكمنۍ پر مهال په ۱۸۹۳م كال له افغانستانه بېله كړه او د ۹۹ كلونو په تړون او اجاره يې د هغه مهال په هندوستان ګډه كړه. د دې خاورې د بچيانو په توګه د پښتنو مشرانو لكه فخرافغان باچا خان، خان (عبدالصمد) اودل سمد خان شهيد او نورو د دې سيمې له انګرېزو واكمنانو د ازادولو لپاره ډېرې زياتې قربانۍ وركړي او په كلونو- كلونو يې زندانونه تېر كړي دي. كه څه هم د دغو مشرانو اراده دا نه وه چي دوى له انګرېزه خپله سيمه ازاده كړي او د پنجابي په غلامۍ كې يې وركړي خو بيا هم دوى د پاكستان له جوړېدو وروسته په اخلاص دې ته ملا وتړله چي په پاكستان كې له نورو قومونو لكه بنګالي، سيندي، بلوڅ، سرايكي او پنجابي سره و اوسېږي، خو دا چي پنجابى د پاكستان اصل مالك وو هغه دې ته هيڅكله تيار نه وو چي دا نور قومونو پر پاكستان ور ګډ كړي او د يوې جمهوري لارې لارويان يې كړي. د پنجابي دې سرزورۍ ته بنګالى ودرېد او له پنجابي څخه يې د خپلې ژبې او كلتور د پرمختګ، د اقتصاد د ټينګښت او خپل نور سياسي جمهوري او انساني حقوق وغوښتل، خو د پاكستان پوځي واكمنان دې ته تيار نه وو او د هغو ټولو بنګالي سياسي مشرانو- چي د پاكستان د ازادۍ په تر لاسه كولو كې يې سترې مبارزې كړې وې- په ضد عمليات پيل كړل، د پاكستان يوه جنرال راوفرمان علي خان د بدمعاشۍ او سرزورۍ په نشه كې ډوب وويل چي زموږ د بنګال خلك نه بلكې مځكه مو يې پكار ده، دۀ خپلو پوځي ځواكونو ته دا امر هم كړى وو چي لاړ شئ او د بنګال زرغونه مځكه په وينو سره كړئ(1). په دغو عملياتو كې پاكستاني پوځ په لكونو بنګاليان يواځې په دې و وژل چي دوى په هېواد كې د برابرۍ پر اساس د خپل حق غوښتنه كوله.

په ۱۹۷۰م كال له دومره لويې جګړې او له شرمه ډكې ماتې وروسته- چي د پاكستان تر نوي زره (۹۰۰۰۰) زياتو پوځيانو خپلې درستې د جنرال اروړه په مخ كې واچولې او د نيم په نيمه هېواد له لاسه وركولو وروسته هم پنجابي واكمنو سبق وانه خيست او خپل استعماري سياست ته يې دوام وركړ او دا پاته مځكه او قومونه يې د اصولي او جمهوري سياست برخلاف له سامراجي لارې تر خپل واك او تسلط لاندې ونيول، د اسلام اباد واكمنانو نوي كلن سپين ږيرى ملتپال بلوڅ نواب اكبر بګټى او په زرګونو نور بلوڅان يې و وژل او د بلوڅو قومي او ملي جذبه په پوځي عملياتو او د وسلو په زور سړوي خو دوى ته پر خپلو وسايلو او قدرتي زېرمو باندې حق وركولو ته بېخي تيار نه دي.

د پښتنو مشرانو لكه فخرافغان باچا خان، خان (عبدالصمد) اودل سمد خان شهيد او نور يې په كلونو- كلونو په زندانونو كې وساتل، پر دوى يې د غدارۍ تورونه ولګول او د مړه باچاخان په جنازه كې يې د بمونو چاودنې يواځې د دې لپاره وكړې چي دوى په خپل قام كې سياسي شعور خپرول او په دوى كې د ملي يووالي او پرمختګ جذبه راپارول غوښتل. پنجابي پرون او هم نن د پښتون قامي يووالي په مخ كې د خنډ اچولو لپاره د ملا رنګه رجعتي قوتونه جوړكړي او هغو ته وده وركوي.

نن د نړۍ سياسي بادونه د پښتانه د قامي يووالي او د ګټې په لوري الوځي، نړۍ په اتيايمه مېلادي لسيزه كې د افغانستان د نړېدو او د افغان د نورو تاوانونو بدل وركولو ته لاس په سينه ولاړه ده، موږ له دې موقعې ډېره غوره ګټه اخيستلاى شو، په دا تېر ۶۰ كاله كې موږ په پاكستان كې خپل حيثيت او د پنجابي دوه مخې رويه او چلند وليد. د۱۹۷۱د بنګال له جنګه راهيسې پر پښتانه، بلوڅ، سرايكي او سيندي باندې خپله سامراجي قبضه پخول او خپلې سرزورۍ او واكمنۍ ته دوام وركول، وخت نا وخته پر بلوڅ باندې پوځي عملياتو او په پښتنو كې د ډېورنډ كرښې له دواړو اړخو څخه يو رجعتي، وحشي او مذهبي قوت ته وده وركول او په هغه باندې سپېڅلي پښتانه بې عزته كول او د پښتني ټولنې په مردارولو څخه دا څرګندېږي چي د دغو قامونو د پاكستان پر نامه ولاړ دې ملك كې هېڅ عزت او جواز نه شته. وړوكى بلوڅ له پنجابي څخه د ازادۍ په جنګ اخته دى او خپل توپك يې د ازادۍ لپاره را اخيستى دى، له بده مرغه زموږ مشرانو تر اوسه قام ته دښمن نه دى ور په ګوته كړى، په داسې حال كې كه موږ  د تودې مبارزې وس نه لرو، د زورورې نړۍ خو ننواتي كېداي شو او هغه ته خو د پنجابي عمل ور په ګوته كولاى شو. كه اسفنديار صاحب د اختر له ځانمرګي بريده وروسته له هېواده وتلى واى او د نړۍ څنګلورى شوى واى نو نن به بل حال وو او پاكستان به زموږ پر شرايطو راسره ولاړ وو. له بده مرغه زموږ ځينې مشرانو چپه لاره اخيستې ده او سرچپه د پاكستان د بقا او له نړۍ څخه د هغه پر ګناهونو د پردې اچولو لپاره لګيا دى، دا رنګه سياسي تېروتنو په تېر وخت كې هم قام ته غلامي راوړې ده او دا مهال به يې زموږ د مشرانو تازه تېروتنه زموږ غلامي نوره هم ډېره پخه او اوږده كړي، د كوټې سياست دم ګړۍ پر سم لوري دى، كوټه به خپل سياسي ګامونه ګړندي كوي او قام به د خلاسون د لارې لاروي كوي، ولې چي په افغانستان كې نړۍ ډېره ستړې ستومانه شوه، موږ به له غيرسنجيده او ناپوه سياسته لاس اخلو او دا به ياد ساتو كه چېرې موږ دا مهال هم د سياسي ناپوهۍ له امله تياره ګټه له لاسه وركړه نو په را روان وخت كې به يواځې يو عاجزه او ځپلى پښتون د بدتهذيبه پنجابي له غلامۍ او مرييتوبه د تل لپاره خلاس وي او په ازاده نړۍ كې به د ازاد مرغه په ډول ژوند كوي.

 


(1)  د صديق سالك كتاب Witness to Surrender).