رحمان بابا چي خپل شعر يادوي معمولاً ستاينه يې کوي، خو چي ځان يادوي ځان غندي. دى د خپل خوى او عمل د ذکر په وخت Understatement ته تمايل لري، يعنې غواړي ځان کم وګڼي. دى فرمايي:
زه رحمان د محمد د در خاکروب يم |
داسې نه وايي چي هيڅ وخت به بېل نه شم بلکې صرف د نه بېلوالي هيله لري. دا هم د دۀ وينا ده:
ما خو بې وجهې څوک نه دي ازار کړي |
تر رحمان بابا سل کاله وروسته تېر شوي شاعر، بياض، چي دا بيت لوستى نو په دې ګومان چي د شاعرانه سبک يو اصلي خصوصيت يعنې مبالغه به پکې پيدا او بيت به بهتره کړي، ويلي دي:
ما خو نه دي چېرې هيڅوک ازار کړي |
د داستاني ادب ماهران وايي چي بهتره ده د کيسې متکلم راوي ځان ډېر پوه يا ډېر اخلاقي کس ونه ښيي. دغه اصل د سفرنامې او راپورتاژ په ليکلو کې هم پکارېږي. که د سفرنامې يا راپورتاژ ليکونکى يا د کيسې متکلم راوي ځان تر نورو هوښيار او اخلاقي وښيي، په لوستونکي ښه نه لګېږي. زموږ ځينې ليکوال د شاعر بياض په څېر له دغه رازه نه دي خبر، خو رحمان بابا دې شي ته پام کړى دى.
د حيرانتيا او ناخبرۍ اظهار تر بل هر شاعر رحمان بابا ډېر کوي او پر ځان نيوکه تر نورو شاعرانو دۀ ډېره کړې ده. زما په نظر دا د رحمان بابا د مقبوليت يو راز او د دۀ يوه سبکي ځانګړنه ده.
البته، رحمان بابا چي د شاعر په صفت ځان يادوي، خپل هنر ستايي. شاعرانه تعلي په پخواني ادب کې عامه وه. تعلي په نورو شاعرانو يا د شعر په لوستونکيو بده نه لګېده. رحمان بابا يواځې خپل شعر نه ستايي، بلکې د ښې شاعرۍ د لرلو لپاره دوعاګانې هم کوي، غواړي په خپل شعر د افغانانو ټول وطن معطر کړي. دى په خپله دوعا کې کامياب شوى دى.
پښتو ژبې د هغۀ غوندې مشهور او په خلکو کې منلى شاعر بل نه دى لرلى. داسې ولې وشول؟ د دۀ دوعا څنګه قبوله شوه؟ د دې پوښتنې د ځواب راز تر ډېره حده د رحمان بابا د سبک له پېژندلو سره غوټه دى، يعنې د هغو مواردو له پېژندلو سره چي د ده په دېوان کې بيا- بيا راځي. البته، د يوۀ شاعر يا ليکوال په اثر کې هر تکرار شوى او ډېر ځله راغلى مورد، په ادبي لحاظ سبک ارزښت نه لري، په سبکي لحاظ ادبي ارزښت د لوړې فريکونسي د هغو مواردو وي چي د هنري ښکلا په زېږولو کې برخه اخلي.
زما په نظر د رحمان بابا د شعر تر ګردو مهم سبکي خصوصيات دغه دي:
د خبرو ژبې ته ورته ژبه:
موږ په خپله زمانه کې د ليکنۍ او ګړنۍ ژبې تر منځ په توپير ښه پوهېږو. موږ ته له ورايه ښکاري چي غني خان يا استاد شپون ګړنۍ ژبې ته تمايل ادبيات خلق کړي دي، خو د پخوانو په باره کې دغسې قضاوت مشکل دى، ځکه ګړنۍ ژبه راسره نه شته چي پخواني ورباندې ږغېدل. خو له دې سره- سره د رحمان بابا په باره کې ويلاى شو چي ګړنۍ ژبې ته تمايل سبک يې دى. د دغه تمايل څو اړخه دا دي:
يو، رحمان بابا معمولاً هغه لغتونه راوړي چي په عامه پښتو کې استعمالېږي، د مثال لپاره به د رحمان بابا او ميرزا انصاري د يوې غزل د کافيې کلمې سره پرتله کړو. د بابا غزل د ميرزا د همدې غزل په استقبال کې ويل شوې ده. دلته وينو چي د بابا د کافيو ټولې کلمې د عامې پښتو په زېرمه کې شاملې دي، خو د ميرزا په انتخاب کړيو کلمو کې لږ تر لږه درېيمه برخه دا خصوصيت نه لري.
د ميرزا د غزل د کافيې کلمې: بنياد، اباد، معياد، عماد، ياد، اولاد، نېک نهاد، فساد، انقياد، اَشهاد، اوتاد، کشاد، ان يکاد، مواد، اعتقاد، ښاد، ازاد او ياد(٣).
د رحمان بابا د غزل د کافيې کلمې: ياد، ناښاد، بې اعتقاد، قرارداد، فرهاد، فرياد، نامراد، بې بنياد، فساد، داد، اِستاد، باد، ازاد، خانه زاد او بنياد(١٤٤مخ).
دوه، رحمان بابا د دخيلو کلمو په عاميانه انداز استعمال کې خنډ نه ويني. مثالونه: ځوړند سر په موتاله د کتاب خوښ يم (١٤٦ مخ).
ماه خورشيد دې په ښايست پورې شرمېږي |
او يا مثلاً د کربلا واقعې ته د عوامو په څېر د حسن حسين غزا وايي:
د حسن حسين غزا دي څوک په ياد کا |
درې، رحمان بابا د حميد مومند په څېر په هغو صاحبِ دېوان شاعرانو کې شمار دى چي په دېوان کې يې متلونه، محاورې او اصطلاحات نسبتاً ډېر دي.
څلور، د رحمان بابا د جملو جوړښت ډېر ځله د پښتو جملو د طبيعي جوړښت په څېر وي. مثال:
نبوت په محمد باندې تمام شه
|
دلته که په دويمه جمله کې فعل سر ته راغلى، بيا هم د پښتو جملو د طبيعي جوړښت په اساس راغلى، ځکه موږ د تاکيد په وخت فعل سر ته راولو.
پينځه، د خبرو په وخت اشاري صفتونه (هغه، دغه، دا) ډېر راوړو. د رحمان بابا په شاعرۍ کې هم اشاري صفتونه، د اکثرو پخوانيو شاعرانو په نسبت ډېر راځي، مثالونه:
دا ويل واړه د سود او د بهبود دي |
شپږ، د ځينو شاعرانو تشبيهات بالکل خپل وي (لکه کاظم خان شيدا)، ځينو د حميد مومند په څېر، د نورو ژبو د شاعرانو د تشبيهاتو او مضامينو ژباړې ته ډېر پام کړى دى(٤). ځينو همدا د پښتو د لويو شاعرانو په دېوانونو کې راغلي تشبيهات او مضامين کټ مټ او يا په لږ بدله جامه کې خپلو دېوانونو ته ور ټېل وهلي دي (د نولسمې پېړۍ يا د اتلسمې پېړۍ د وروستيو وختونو په شاعرانو کې دغه عادت نسبتاً ډېر وو). خوشال خټک هم خپل تشبيهات لري، هم يې ژباړلي او هم يې د ولس په ژبه کې له ژونديو مثالونو او تشبيهاتو استفاده کړې ده، خو رحمان بابا تر ډېره حده د ولس د ژبې مثالونه او تشبيهات را اخيستي دي چي دا ګړنۍ ژبې ته د بابا د کلام د ورته کېدو يو بل سبب او د بابا د ولسي مقبوليت يو لوى علت دى، مثالونه :
عالمان دي روښنايي د دې دنيا |
اووۀ، د رحمان بابا په شاعري کې بلاغي سوالونه Rhetorical Questions ډېر دي، يعنې هغه پوښتنې چي په عادي خبرو او ادبي آثارو کې کېږي چي ځواب نه غواړي خو د مخاطب ذهن پاروي، دغه شي هم د بابا د کلام ګړنى انداز پياوړى کړى دى.
وضوح :
د يو چا د شعر ژبه ممکن ګړنۍ ژبې ته نيژدې وي، خو وضوح ونه لري. رحمان بابا د هنري ابهام او وضاحت تر منځ وضاحت غوره کړى او دا د دۀ د کلام بله سبکي ځانګړنه ده. ځينې ادبي صنايع (لکه ابهام) له هنري ابهام سره مرسته کوي، خو ځينې نور (لکه مراعات النظير، طباق، لف و نشر...) غالباً په هغو سبکونو کې ډېر وي چي وضوح ته پکې اهميت ورکول کېږي. هغه صنعت چي له وضوح سره مرسته کوي او د رحمان بابا په دېوان کې يې فريکونسي، زما په ګومان د پښتو تر بل هر دېوان زياته ده، هغه تسنيق الصفات دى. په دغه صنعت کې د يوۀ اسم لپاره څو صفته او يا د يوۀ فعل لپاره څو قيده راوړل کېږي. مثالونه :
نه يې زيان نه يې نقصان نه يې زوال شته |
او يا :
خوار مجنون چي سر په پښو د ليلا کښېښود |
دغه صنعت د رحمان بابا په شعر کې دومره ډېر دى چي د دۀ د سبک يوه مهمه ځانګړنه يې بللاى شو. په هغو صنايعو کې چي له وضاحت سره مرسته کوي او د بابا په دېوان کې يې مثالونه نسبتاً زيات دي، د اعداد بديعي صنعت شامل دى:
که دي ورور، که دي عزيز، که دي فرزند دى |
په دې صنعت کې څو اسمونو ته يو فعل يا صفت راوړل کېږي.
پاراډکس:
رحمان بابا چي په اسانه ژبه شاعري کوي، چي ګړنۍ ژبې ته مايل دى او چي له وضوح سره دلچسپي لري، دى طبعاً غواړي ولس ته ځان و رسوي. دى په دې کار کې تر بل هر پښتانه شاعر بريالى ښکاري. دى ولې ولس ته ځان رسوي؟ ځکه دردنه لري، غواړي غمشريک پيدا کړي:
که مي ځاى د دې غمونو واى په زړۀ کې |
او بل دى ځکه ځان ولس ته رسوي چي پيغامونه لري. د درد د شريکولو او د پيغام د رسولو لپاره تاکيد هم پکار دى. تاکيد د شاعرانه سبک عام خصوصيت دى، خو د رحمان بابا ځانګړنه دا ده چي د دې کار لپاره يې له دوو وسيلو ډېره استفاده کړې ده. قصر و حصر او بل اطناب. د اطناب او قصر و حصر په باره کې به لږ وروسته و ږغېږو، اول به د بابا پيغامونو ته ور تاو شو.
د رحمان بابا په نظر دنيا موقته او بې ثباته ده. د مرګ وېره مو ارام ته نه پرېږدي، نو پکار ده چي د دنيا په چارو غم غرض ونه کړو، بلکې د بلې دنيا توښه برابره کړو. دغه توښه د عبادت، د اخلاقو او د نفس د ځپلو له لارې برابرېږي. په اخلاقو کې ډېره مهمه دا ده چي چاته ضرر ونه رسوو، قناعت وکړو، تواضع ولرو، له ريا ځان وساتو، د نورو په عيبونو پسې ونه ګرځو، د چا منت يو نه سو، نرمي وکړو او له خلکو ګوښه اوسېدل بهتره وګڼو، خو په داسې دنيا کې چي امن نه شته، چي بې وزلي ډېره ده او چي خلک عزت په قدرت او پيسه کې ويني، سړى په تشو نصيحتونو څنګه زړه وتړي؟ دا سمه ده چي رحمان بابا قناعت قلعه ګڼي (سر دننه په قلعه د قناعت کړه) مګر دا قلعه يوازې په شاعرانه ذهن کې ودانه ده. تر دې کلا، پکار ده يو بل دېوال هم را تاو شي چي يو څه مضبوط شي. رحمان بابا د هغه وخت د اکثرو اخلاقيونو او صاحب نظرو کسانو په څېر، عرفاني افکارو ته پناه وړي. عرفان دنيايي حقايق سرچپه کوي. دا دنيا او ښکلاوې يې مجاز بولي او د افلاطون په څېر حقيقت بل ځاى ويني.
د دغه ډول فکر د بيان لپاره د رحمان بابا ډېره مهمه ذريعه پاراډاکس Paradox دى. پاراډاکس Paradox په ظاهره تضاد و طباق ته ورته صنعت دى، ځکه خو پخوانيو نه دى معرفي کړى، خو دا تر تضاد ډېره پياوړې هنري وسيله ده. پاراډاکس د داسې متناقضو اړخونو يو ځاى کولو ته وايي چي نوې مانا و زېږوي. د تضاد د صنعت چيغه او چوپتيا له يو بله بېل او د يو بل ضد دي، خو کله چي وايي، چوپتيا چيغې وهلې، دا پاراډاکسي بيان دى، دلته متناقض اړخونه يو بل ته لاس ورکوي، نوې مانا زېږوي. په پاراډاکس کې متضاد اړخونه په ظاهره د يو بل ضد وي، خو په باطن کې وحدت سره لري. پاراډاکس د عرفاني فکر د بيان لپاره چي د ظاهراً متضادو اړخونو د وحدت او د عادي منطق د سرچپه کېدو هڅه کوي، بهترينه ذريعه ده. د رحمان بابا په شاعرۍ کې د نورو پخوانيو شاعرانو په نسبت د پاراډاکسي تصويرونو ډېر او کامياب مثالونه موندلاى شو، لکه :
ازادي او کاروبار دي و بله لرې که بالۀ شي څوک په عشق کې کم عقل که دا ستا د زلفو مار کاندي خونونه په جذبه د عاشقۍ که برهم نه شي لکه مى چي په مينا کې تجلي کا ازادي تر دا په هورته نوره څه ده پادشاهي د ګدايانو په دعا شي |
همدا عرفاني فکر او افلاطوني ايډياليزم ته تمايل دى چي د رحمان بابا د شعر دنيا يې عيني نه بلکې ذهني کړې ده. دى وايي: عشق را وښود بحر و بر په خپل حرم کې. رحمان بابا
چي د طبيعت ننداره کوي نو هم د هغو له عيني تصوير سره دلچسپي نه لري. د دۀ د شعر دنيا ابجکټيفه نه بلکې سوبجټيفه ده. يو مثال :
دا سورګل به دي دستار په وينو سور کا |
دلته سورګل تر ډېره حده د وينو په خاطر سور ياد شوى دى او وينې هم پخپله نه، بلکې د مرګ د مفهوم په خاطر يادې شوې دي. بابا فرمايي :
سالکان چي د جهان تماشا کاندي |
قصر و حصر او اطناب :
يو، قصر و حصر: دا د معاني د علم يو بحث دى او منظور ورنه په يو خاص حکم کې د مسند اليه ايسارول دي. رحمان بابا له دې طريقې د تاکيد او مبالغې لپاره ډېره استفاده کړې ده، مثالونه :
کېمياګر که د کېميا په طلب ګرځي |
يعنې يوازې د عالمانو ملګرتوب کېميا ده:
که ژوندون دى خو همدا دى په جهان کې |
دلته هم مسنداليه (ژوندون) په يو بېل حالت کې (له چا سره په خندا تېرېدل) ايسار شوى دى.
او يا:
د هر سوي علاج وشي په جهان کې بې له عشقه چي مي پړى شه د پوزې زه رحمان د يار په غم کې هسې ډوب يم |
دوه، اطناب: زموږ د مجلو، کتابونو او اخبارونو ګڼې ليکنې هسې د حق الزحمې په خاطر اوږدې دي. خبره دومره نه وه خو ما هسې اوږدوله! خو په ادبياتو کې چي تر ډېره حده عواطف او احساسات بيانېږي، اطناب جايز بلل شوى دى. زۀ په عادي ژبه کې وايم چي کابل د افغانستان مرکز دى، دا معلومات دي، دلته اطناب بې ځايه دى، خو که د کابل په اړه خپل جذبات څرګندوم او وايم چي کابل ډېر- ډېر ښکلى ښار دى، دلته دا يو (ډېر) د جذبو د څرګندولو لپاره راغلى دى، بې ځايه نۀ دى.
د رحمان بابا په کلام کې د اطناب ځانګړنه عامه ده. البته، غالباً له هنري اطناب سره مخ يوو. د دۀ اطناب معمولاً د تاکيد، د توضيح او يا د موسيقي د پياوړي کولو دنده لري. مثالونه :
نبوت په محمد باندې تمام شه |
دوهمه جمله د اولې جملې خبره کوي، دا اطناب دى خو هنري اطناب، ځکه چي د تاکيد او د کلمو د تکرار په وجه د موسيقي د پياوړي کولو نقش لري.
په دې بيت کې هم اطناب د تاکيد، د توضيح او د موسيقي د زياتېدو لپاره پکار شوى دى:
زۀ رحمان حلقه بګوش د هر عالم يم |
او يو بل مثال:
شريک نه لري په خپله پادشاهۍ کې |
دلته دوهمه جمله کټ مټ د اولې جملې مانا بيانوي، خو اطناب يې احسن دى. رحمان بابا د کلام د موسيقۍ د پياوړتيا لپاره نورې طريقې هم لري.
د کلمو تکرار:
د رحمان بابا په دېوان کې د کلمو د تکرار فريکونسي د پښتو تر بل هر صاحبِ دېوان شاعر زياته ده. په دا لاندې غزل کې پرته له څلورمه بيته نور په هر بيت کې د کلمو تکرار وينو:
ستا دې خواب الودو سترګو خواب راڅخه يووړ |
د کلمو تکرار چي د رحمان بابا توجه يې تر بل هر صنعت ډېره جلب کړې د هغۀ د کلام موسيقي يې پياوړې کړې او د هغۀ په وينا کې يې تاکيد زيات کړى دى.
د کلمو تکرار د بابا په دېوان کې نورې بڼې هم لري، مثلاً د تشابه الاطراف او تصدير په بڼه.
کله چي د اولې مصرعې د اخرو خوا کلمه يا کلمې د دوهمې مصرعې په اوايلو کې راشي او د دوهمې مصرعې د اخر د خوا کلمه يا کلمې د ورپسې بيت د لومړۍ مصرعې په سرکينۍ برخه کې راشي، تشابه الاطراف يې بولي :
تر ورخ تېرې اوبه بيرته نه جاروځي |
ميرزا خان انصاري وايي:
کُل جهان له محبته پيدا شوى |
همدا خبره د تصدير په مرسته رحمان بابا دومره جالبه کړې چي اوس د ميرزا بيت د خلکو هېر دى. رحمان بابا فرمايي :
دا جهان دى خداى له عشقه پيدا کړى |
رحمان بابا له تصدير سره (چي د بيت د سر ټکى په اخير کې بيا راشي) خاصه دلچسپي لري.
سجع :
سجعو ته توجه د رحمان بابا د سبک بله ځانګړنه ده. مثالونه :
که ظاهر دى، که باطن دى، که مابين دى |
او يا :
د بې دردو همدمي به دي بې درد کا |
سلاست :
رحمان بابا فرمايلي دي :
د غونډ ژبيو شاعرانو د خولې نه دى |
رحمان بابا هغه شاعران چي تکړه يې نۀ ګڼي، غونډژبي ياد کړي، يعنې هغه چي ژبه يې نښلي. د بابا کلام همېشه په سلاست او رواني ستايل شوى دى. دا د دۀ د کلام د موسيقي يوه بله سبکي ځانګړنه ده، چي شعر يې بې زحمته روان ويل کېږي.
د ارواښاد استاد کامل او استاد قلندر مرحوم په ترتيب کړي دېوان کې د رحمان بابا يو بيت داسې راغلى دى :
اې رحمانه! د بلبلو ژبه زده کړه |
خو د رحمان بابا په هغو کلياتو کې چي ښاغلي حنيف خليل سريزه ورباندې کښلې او په (١٣٨٤ل کال) دانش خپرندويې ټولنې چاپ کړى، د دغه بيت د (لفظ) د کلمې پر ځاى (ژبه) راغلې ده. څرنګه چي د رحمان بابا په سبک کې رواني ته ډېر پام کېږي، نو د سبک پېژندنې حُکم بايد دا وګڼو چي د بابا انتخاب (ژبه) ده، ځکه (لفظ) د (زده) په څنګ کې په اسانه نه ويل کېږي او رحمان بابا دې ته چمتو نۀ دى چي په غونډژبيو کې حساب شي.
چُست وزن :
د رحمان بابا د کلياتو لومړي دوه بيته دا دي :
ګوره هسې کردګار دى رب زما |
او د خوشال بابا کليات، داسې پيلېږي :
صورتګر چي ښه صورت په دېوال ساز کا |
په دغو مثالونو کې وينو چي د وزن چستي د رحمان بابا په کلام کې زياته ده. څرنګه چي رحمان بابا معمولاً د کلام موسيقي ته ډېر اهميت ورکوي او خپل احساسات راسره شريکوي، نو په کلام کې يې چستي زياته ده، خو خوشال په همدې بيتونو او خپله نوره شاعري کې ډېر ځله خپل فکر راسره شريکوي، فکر او خيال انځورونه (Emages) معمولاً د کلام چستي کموي.
مخکې مو وويل چي د رحمان بابا په کلام کې اطناب د کلام له موسيقي سره مرسته کوي. تنسيق الصفات او اعداد چي د مخه يې يادونه وشوه، هم د کلام موسيقي زياتولاى شي، ځکه ډېر ځله د سجعې سبب ګرځي. مثلاً په دې بيت کې :
پري رويه، پْريښته خويه، عنبربويه |
د تنسيق الصفات صنعت په لومړيو څلورو کلمو کې د متوازي سجعې سبب ګرځېدلى دى. د بابا په کلام کې دقت موږ د هغۀ د موسيقي نورو اړخونو ته متوجه کولاى شي. مثلاً د بابا په کلام کې د عطف واو د کلام د موسيقي په ګټه، په ډېرو هغو ځايونو کې نۀ دى راوړل شوى چي په اوسني نظم و نثر کې راوړل کېږي. مثالونه :
په دنيا په اخيرت مي دي خداى نه کا بې هاتيانو بې اوښانو پاچهي کا |
موږ ويلاى شو چي رحمان بابا د ايجاز په ځاى اطناب، د ابهام پر ځاى وضوح، د کراروالي پر ځاى هَيجان، د تجسم پر ځاى موزيک، د عينيت پر ځاى ذهنيت او د ليکني انداز پر ځاى ګړني انداز ته متمايل طرز غوره کړى دى.
دا د بابا د سبک په باره کې مقدماتي خبرې وې. که موږ دغه سبک په دقت او په تفصيل وپېژنو نو:
- د رحمان بابا د هنر راز به لا ښه را مالوم شي.
- د دېوان د لا باوري متن په برابرولو کې به مرسته راسره وکړي.
او
- د رحمان بابا د کلام اصلي مطلب ته به لا ډېر ور نيژدې شو.
.....................................................................................................................
پايليکونه:
(١) په دې ليکنه کې د رحمان بابا له کلياتو چي په ١٩٨٤م کال کې په پېښور کې چاپ شوى او ارواښاد استاد کامل او استاد قلندر مرحوم ترتيب کړى، استفاده شوې ده.
(٢) د استاد بختاني په سريزه د بياض دېوان، د ٢٠٠٤م کال چاپ.
(٣) د ميرزاخان انصاري دېوان، د ١٣٥٤ل کال د کابل چاپ.
(٤) حميد مومند فرمايي:
دانسته مضمون دزدي له بله نه کا |
د فارسي د هندي سبک په شاعرۍ کې (چي حميد ورنه يو څه متاثر دى) مضمون معمولاً هغه موضوع ده چي په هنري انداز او غالباً د تمثيل په بڼه وړاندې شوې وي. د حميد منظور هم د مضمون همدا مانا ده. پخوانيو له نورو ژبو د شاعرانه مضامينو او بلکې د ټول بيت ژباړه سرقت نه باله، خو د خپلې ژبې د شاعر د مضامينو را اخيستل يې سرقت بالۀ.
(٥) اطناب چي د جملې دننه وي، په هنري سبک کې هم جواز نه لري. د رحمان بابا په جملو کې زايده او غيرضروري کلمه په ندرت سره پيدا کېږي، خو د ميرزا انصاري په ذکر شوي بيت کې د (رښتينى) کلمه زياده بللاى شو، ځکه که دا کلمه هم نه واى عشق په دې بيت کې مثبته مانا لرله. له دې يادونې منظور دا دى چي رحمان بابا د ميرزا د خبرې د بهتره کولو لپاره په تصدير سربېره نورو ټکيو ته هم پام کړى دى.