ناسور
د ژمي يوه سړه ورځ وه، اسمان خړو وريځو پوښلى و، د غرمې د دوولسو بجو شاوخوا وخت و، چي د كوټې د سرياب سړك ملي بس ته ور ختلم، غوښتل مي چي د كوټې پوهنتون ته لاړ شم. ملي بس له خلكو ډك و او كومه خالي څوكۍ پكې نه تر سترګو كېدله، زه هم لږ مخ ته ورغلم چي هلته د څوكۍ تر منځ په نرۍ لاره كې و درېږم، په دې حال كې پر يوه څوكۍ ناست هلك- چي له څېرې څخه بلد راته ښكاره شو- سمدستي ولاړ شو او ماته يې د كښېنستلو ست وكړ، ما نه غوښتل چي هغه دي ولاړ وي او زه د دۀ پر څوكۍ كښېنم خو ټينګار يې وكړ او ما هم مننه ترې وكړه، پر څوكۍ كښېنستم او بس كرار- كرار روان و.
د ښار ملي بسونه خو هم سم دم د مېږي په ګام روان وي، چي هر څومره ډېر كسان ورته را وخېژي دوى خوشاله وي ځكه چي ډېره كرايه ور جوړېږي. ملي بس لا د جناح سړك تر پايه نه و رسېدلى چي بس ته يو تن له تور بكسه سره را و خوت، د خلكو په منځ كې مخ ته را تېر شو او له بكس څخه يې په وړو- وړو پلاستيكي كڅوړو كې بندې كړې تورې ګولۍ را و ايستلې او په داسې ډول- لكه د كوم سياسي ګوند مشر چي وي- په لوړ ږغ يې خبرې پيل كړې:
- دا د ميدې د درد او د بادو ګولۍ دي، پيسې يې لږ دي خو اثر يې زيات دى. لس روپۍ- لس روپۍ، لس روپۍ، نن به وي سبا به نه وي.
په ډېرې چټكۍ سره يې خبرې خلاسې كړې او پر خلكو يې ګولۍ وګرځولې چي ځينو خو بېخي ورته ونۀ كتل، خو ډېرو كسانو له جېبونو پيسې ورته را وكښلې او يوه يا دوې- دوې كڅوړې يې واخيستلې، بس د سرياب او زرغون سړك تر منځ د اورګاډي پاټك ته ودرېد، اورګاډى را روان و او د پاټك يوې بلې خواته ګڼ شمېر موټر، موټرسايكلونه، رخشې او بسونه ولاړ وو او له دې سره ګولۍ پلورونكى ګرځنده حكيم صاحب هم له بسه كښته شو.
په لږ شېبه كې اورګاډى تېر شو، پاټك پرانيستل شو او بس روان شو، ما له هغه ځوان سره- چي ماته يې څوكۍ را خلاسه كړې وه- خبرې كولې، هغه د خانوزو سيمې اوسېدونكى و، د نولسو شلو كالو ځوان و، ږيره يې خرېيله او نري- نري برېتونه يې وو، خداى ښه ونه وركړې وه، يو وخت چي زه له ږوبه راتلم نو دى هم په خانوزي كې موټر ته را وخوت چي بيا مو ډېرې خبرې سره وكړې، نوم يې نه هغه وخت را ښوولى و او نه مي تر دا اوسه پوښتنه ترې كړې وه، زۀ لا له همدې ځوان سره په خبرو بوخت وم چي يو رېږدېدلى ږغ مي تر غوږ شو، مخ مي ور واړاوه، د اووه ويشتو- اته ويشتو كلو په عمر يو ځوان مي مخې ته ولاړ و، ما فكر وكړ چي د بس كرايه اخيستونكى دى، خو هغه د بس د كرايې پر ځاى، د خپلې بېوزلۍ داستان راته و غوړاوه، په خورا لوېدلي ږغ يې وويل:
- ځوانه د خداى پر نامه يو څه راكړئ، مور مي ناروغه په روغتون كې پرته ده، غريب يم مسكين يم د عملياتو وس يې نه لرم.
د ځوان څېرې ته مي چي وكتل، نه پوهېدم چي ريښتيا به يې مور په روغتون كې بستر وي او كه به دى هم د نورو سوالګرو غوندې د مور د ناروغۍ په پلمه پيسې ټولوي. څه مي ورته ونۀ ويل او يو څو روپۍ مي ورته ونيولې. ځوان له ځانه سره يو څه وويل او نورو كسانو ته ور وړاندې شو، له ما څخه د خانوزي ځوان هېر شو او د دې ځوان بېوزلۍ او د مور ناروغۍ يې يوۀ بل جهان ته بوتلم.
خپله مور مي سترګو ته ودرېده، چي يو وخت مي يې د پښتورګيو عمليات كول او په جېب كې مي ټولې پينځه سوه روپۍ پرتې وې، نور مي نو يواځې د خداى په اسره مور روغتون ته بوتله او د ډاكټر په وينا مي د ښځمنو په څانګه كې بستر كړه، په څومره زحمت مي ورته وينه پيدا كړه، په څومره زاريو مي له خپلو خپلوانو او ملګرو څخه دوه زره روپۍ پور كړې، خو بس خداى د چا كار نه دروي. زه لا په همدغو چورتونو كې وم چي د بس كرايه اخيستونكي راباندې ږغ وكړ او كرايه يې غوښتله، ما جېب ته لاس كړ چي كرايه وركړم، خو د خانوزي ځوان پر كرايه اخيستونكي ځوان- چي بلوڅ و- ږغ وكړ:
- دى زما ملګرى دى، كرايه خو مي يې دركړه.
له ناچارۍ مي له ځوانه مننه وكړه، ځكه هغه وختي پيسې وركړې وې، دا ځل نو- سره له دې چي سخت ځورېدم- د نامه پوښتنه مي ترې وكړه، هغه خپل نوم سردار را وښوو او بيا لكه چي تر خپله ځايه رارسېدلى و، خداى پامانى يې واخيست او له بسه كښته شو.
ما په هغه بل ځوان پسې- چي د مور د عملياتو لپاره يې پيسې ټولولې- وكتل، هغه هم لكه چي تر سردار مخكې لا كښته شوى و، ما چورت واهه چي سوالګر خو نن سبا دومره ډېر شوي دي، چي اوس څوك د مجبور او نامجبور توپير هم نه شي كولاى، نو ګوره چي دا غريبګى به كله د مور د عملياتو پيسې پوره كړي، ځكه چي اوس خو علاجونه هم د پخوا په نسبت په ټكو اسمانو دي. د ملي بس كرايه اخيستونكي د هغو څلورلارو او مشهورو ځايونو نومونه يادول چي خلك به يې كښته كول. زه هم خپل ځاى ته په را نيژدې كېدو سره له څوكۍ را پورته شوم، د خلكو په منځ كې د دروازې خواته راغلم، كرايه اخيستونكي ږغ وكړ:
- راسئ راسئ پوهنتون والا، څوك سته چي كښته كېږي؟
ما ږغ وكړ:
- هو صبر زه كښته كېږم.
زه چي د بس د ورۀ خواته ورتلم، دوه درې نور ځوانان هم كښته شول چي كتابونه يې په لاس كې وو او د پوهنتون زده كوونكي مالومېدل. ما هم په پوهنتون كې د پښتو ادبياتو په څانګه كې كار درلود، په نيم ساعت كې مي خپل كار خلاس كړ او بيرته له پوهنتونه بازار ته را ستون شوم. بازار ته چي په كوم بس كې راتلم، ما ويل كېداى شي د اورګاډي له پاټك سره هغه ځوان بيا را وخېژي، خو دا چي بس دا ځل ونه درېد، هغه ځوان مي تر سترګو نه شو او بازار ته له را رسېدو سره زه له بسه را كښته شوم او د بازار په ګڼه ګوڼه ور ګډ شوم.
هغه ځوان مي له ذهنه نه ووت، چورت مي وواهه چي كشكې د بسونو د تمځاى يوې څنډې ته لږ ورته تم شم ګوندې هغه راشي او زه يې په روغتون كې څه مرسته وكړم، خو بيا مي پام شو چي كه هغه د مور عمليات په دولتي روغتون كې كولاى نو ولې به يې پيسې ټولولې، حتماً په كوم شخصي روغتون كې يې عمليات كوي، نو په شخصي روغتون كې به يې زۀ څۀ مرسته وكړاى شم، بيرته په مات زړه د بازار خواته را روان شوم. د جناح سړك ښي اړخ ته پر پياده لاره را روان وم، خلك يوې بلې خواته روان و خپل ژوند يې كاوه او خبر نه و چي نن يو د خداى ګناهكار او د مور په ناروغۍ غمجن زوى د مور د عملياتو لپاره يوۀ بل ته د سوال لاس ور اوږدوي خو څوك يې له زړۀ هيڅ خبر نه دي.
د جناح سړك پر پياده لاره له منان څلورلارې څخه مخ پر شمال را تېر شوم، د پياده لارې پر سر ناستو كسانو ته مي وكتل چي هر يوۀ يې يو څه خرڅول او د خپلو ماشومانو لپاره يې ګوله ډوډۍ ګټله. هلته هم ځينې په پښه ګوډ، ړانده او يا هم سپين ږيري كسان ناست وو چي خير يې غوښت، زه تر دوى تېر شوم او د خپلې ټولنې خلكو ته فكر يووړم چي څنګه داسې ژوندي انسانان هيڅ په انسانانو نه بولي او داسې په بيړه ښوى تر تېرېږي لكه څوك چي له كوم مړ شوي بوين ځناور څخه تېرېږي.
پر پياده لاره لا روان وم او د زړې اډې له لوري را وتلي سړك ته لا نه وم رسېدلى، چي پر هغه ځوان مي سترګې ولګېدې، هغه د سړك دې بلې غاړه ته پر پياده لاره باندې ډېر چټك- چټك ګامونه اخيستل، زه وارخطا شوم چي هسې نه مور غريبې يې پور پرې كړى وي، يو څه ور ګړندى شوم خو هغه دومره تېز ګامونه اخيستل چي زه په منډه هم نه شواى پسې رسېداى، د شا له لوري ورپسې روان وم، ږغ مي پسې وكړ، خو هغۀ لكه چي زما ږغ نۀ اورېدۀ او يا كېداى شي خپل غم په مخه اخيستى و. هغه له سړكه پورې ووت خو زه چي ور پورې وتم دوو- درېوو موټرو مي مخه ونيوله او زموږ تر منځ يې واټن را منځته كړ، د موټرو تر تېرېدو وروسته چي مي مخ ته وكتل، ځوان مي له سترګو فنا شوى و، نه پوهېدم چي هغه كوم بل سړك ته وګرځېد او كه نيژدې كوم دوكان ته ننووت، د سړك هغې بلې غاړې ته مي وكتل، كه ګورم ځوان په بيړه پر سړك باندې د تېر شوي پلۀ له څنډې د ناپاكو اوبو نالۍ ته ور كښته شو او هلته يې د مور د عملياتو په پيسو اور پورې كړ.