پلارجانه! زه وېرېږم
پلارجانه! نن راته ښوونكې ويل
سبا به ټول ماشومان
په كور كې پاته وي
كتاب به هم په كور كې لولي
ما اورېدلي
يو د تورو غټو برېتو كاكا
راځي او بم ښخوي
مړۀ به شي ټول ماشومان!!
پلارجانه! وايه ما به ولې وژني؟
ما څۀ تادا كړې ده؟
له ما نه ولې مرور دى كاكا؟
پلارجانه! زه ورته نانځكه وركړم؟
يا د رنګونو هغه شين سندوخ دي ياد دى كه نه
په تېر اختر چي تا راوړى ماته
او هغه زما له خټو جوړ كوركى
هغه به هم وركړمه
بيا خو به نۀ وژني ما
پلارجانه! هغه دي په ياد دي كه نه؟
چي يو ځل و زما يو لاس خوږ شوى
بېخي ډېر درد يې كاوه
لږ وينې شوى هم و
ما ورته ډېر و ژړل
آيا بم غټ وي كه نه؟
خوږ به يې زيات وي كه لږ؟
درد خو به هم لري زيات
پلارجانه! زه وېرېږم
پلارجانه! زه وېرېږم
ژباړه: ۲۴ جنوري ۲۰۱۰م كال- كوټه