پښتونخوا، پختونخوا، که پشتونخوا؟
که څه هم له ډېرې مودې راهيسې مو د ادبياتو په ډګر کې هم د ژبې د ليکدود د يو کېدو پر سر د ليکوالو تر منځ ناندرۍ او اختلافات موجود دي او لا مو هم د ژبې ليکدود په لرو او برو پښتنو کې يو ټاکلى او معياري ليکدود رامنځته نه شو، چي د هرې سيمې پښتانه- که هره لهجه وايي- سره پرې په يوه خولۀ او يوۀ زړه شي او په ليک کې يوه پښتو، يو ليکدود وکاروي، خو دا چي نن سبا پښتو ژبې ته نه يواځې د پښتنو په خاوره (پښتونخوا او افغانستان) کې زښت زيات کار کېږي، بلکې د نړۍ په لسګونو نورو هېوادونو کې مېشتو پښتنو هم خپله لرغونې، تاريخي او وياړلې ژبه نه ده هېره کړې او له سېمينارونو نيولې بيا تر وېبپاڼو پورې له هيڅ ډول خدمت او چوپړه يې مخ نه اړوي او د نېکمرغۍ ځاى لا دا چي اوس د لرو او برو پښتنو ليکوالو، پوهانو او سياستوالو تر منځ تګ راتګ پيل شوى او د ښاغلي اجمل خټک دې خبرې ته عملي بڼه ورکړل شوې ده چي وايي:
د خيبر دره خـــــــو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کې افغان يو دي
نو زه په دې باور يم چي که خداى کول په ډېر نيژدې وخت کې به دا ډول ژبنۍ او د ليکدود په برخه کې موجودې ستونځې او جنجالونه هم سر وخوري او ټول پښتانه به پر يوۀ داسې کره، معياري او ټولمنلي ليکدود سره يو شي چي ګوندې بيا به دې خبرې ته ځاى پاته نه شي، چي "دا پېښورى ليکدود دى، هغه کندهارى ليکدود دى، دا د کوټې او هغه بل د کابل ليکدود دى"، نو د دغسې يوې نېکمرغې ورځې په هيله- چي ټول پښتانه د خپلې ژبې د يوۀ غوره ليکدود ټاکلو ته سره کښېني- د ليکوالو تر منځ د ژبې د ليکدود پر سر د جنجالونو تر يادونې وروسته د خپلې ليکنې اصلي مقصد او هدف ته را ګرځم، چي البته دا هم د ليکدود ستونځه ده، خو له ادب نه، بلکې له سياست او تر ډېرې کچې له ملي سياست او د خلکو له فکري يووالي سره تړاو لري.
په پاکستان کې د ٢٠٠٨م کال د فبرورۍ د مياشتې د اتلسمې نېټې تر پارلماني ټاکنو وروسته- چي د شمالي پښتونخوا د پښتنو په ايالت کې (چي له بده مرغه لا تر اوسه هم په اداري چارو کې په سرحد بلل کېږي) د پښتنو يوۀ ملتپال ګوند "عوامي نېشنل ګوند" تر بل هر ګوند له خلکو څخه زياتې رايې واخيستلې او د ايالتي پارلمان تر ټولو زياتې څوکۍ يې وګټلې، نو ورسره سم نه يواځې د همدې ايالت، بلکې د سوهېلي پښتونخوا (چي له بده مرغه په بلوچستان کې شمېرل کېږي) او د افغانستان د پښتنو په زړونو کې هم دا هيلې پيدا شوې چي دا ځل به نو ارومرو د دې ايالت نوم په دې ايالت کې د اوسېدونکي پښتانه قام او پښتني خاورې سره سم "پښتونخوا" ښول کېږي. زما په نظر د دې ايالت اوسني اعلى وزير ښاغلي حيدرهوتي او د ايالتي پارلمان نورو غړيو ته- چي په ايماندارۍ سره يې د خپلو دندو د تر سره کولو لوړه (سوګند) کړى- په دې ايالت کې د موجودو ګڼ شمېر امنيتي ستونځو تر څنګ، د دې ايالت د پارلمان پر اوږو يو ډېر دروند او د خلکو د پام وړ پېټى دا هم دى، چي د "سرحد" بې مانا او نامناسبه نوم وغورځوي او پر دې ايالت باندې د ولس له غوښتنو سره سم د يوۀ جمهوري او مسلم حق له مخې "پښتونخوا" نوم کښېږدي، که څه هم ځينې پښتانه به د نومونو په ټاکلو کې "پښتونستان او افغانيه" هم يادوي، خو دا چي "پښتونخوا" د پښتنو د خاورې او سيمې مانا ورکوي او دا ټوله کليمه پښتو ده او زموږ د ادبياتو په تاريخ کې لرغونې ريښه لري، نو ښايي "پښتونخوا" تر هغو نورو دوو نومونو غوره وي، ځکه کله چي د پښتنو ستر ټولواک لوى احمدشاه بابا د ډيلي پر تخت کښېنوست، نو د خپلې خاورې بوى د دۀ شاعرانه احساسات د دې شعر ويلو ته اړ کړل چي وايي:
د ډيلي تخت هېرومه چي را ياد کړم
زْما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
که څه هم د "پښتونخوا" کليمه په پښتو کې په درې ډوله تلفظېږي، يانې د پېښور په شمول په ځينو نورو ختيځو لهجو کې دا کليمه "پختونخوا" تلفظېږي، د کوټې په شمول په نورو لوېديځو لهجو کې "پښتونخوا" تلفظېږي، خو د افغانستان د پکتيا او غزني په شمول په ځينو نورو منځنيو لهجو کې د دغو دواړو تلفظونو تر منځ په يوۀ ځانګړي ږغ سره تلفظېږي، چي د "ښ" په تلفظولو سره يو ډول تر خولې هوا را وځي، خو له پښتنو پرته د نورو قومونو خلک دا کليمه "پشتونخوا" تلفظوي، په دې توګه دا يوه کليمه په څلور ډوله تلفظېږي، نو د ګرامري او ژبنيو اصولو له مخې که چېرې د پښتونخوا ايالت نوم په رسمي توګه "پښتونخوا" کېږي، نو لومړى خو بايد دا کليمه په ټولو اداري او دفتري چارو کې د پښتو په خپل اصل شکل "پښتونخوا" وليکل شي، ځکه چي دا نوم دى او نوم بايد په هيڅ حالت کې په لهجوي تلفظونو سره ونه ليکل شي. دا کار په افغانستان کې له ډېر پخوا راهيسې کېږي، هلته که کوم څوک په دفتري چارو کې په دري ژبه کې هم "پښتو يا پښتون" يادوي، نو همدغسې يې ليکي، نه "پشتو او پشتون"، ځکه دا نومونه دي، که په پښتونخوا ايالت کې هم- سره له دې چي دا کار به يو څه سرخوږي او ستړيا ولري- د ايالت نوم د پارلمان له خوا په رسمي توګه په پښتونخوا اوړي، نو ورسره بايد پر دې خبره هم ټينګار وشي، چي که د ټول هېواد په کچه نه وي، لږ تر لږه د پښتونخوا ايالت په اداري او دفتري چارو او همدارنګه په ورځپاڼو او مجلو کې بايد "پښتونخوا" وليکل شي، خو که دا کار ونه شي او په دې ايالت کې د اردو او سرايکي ژبو خلک په دې برخه کې ستونځه ولري، نو بيا دي د ژبپوهنې له اصولو سره سم د "پښتونخوا" کليمې د "ښ" پر ځاى تر دې مخکې حرف "ش" راواخيستل شي، ځکه چي ليکلې بڼه يې له يوۀ بل سره لږ توپير لري او په دې توګه بايد دا کليمه که په اداري او دفتري چارو کې ليکل کېږي، نو بايد "پشتونخوا" وليکل شي، نه د همدې ايالت د خلکو په ځانګړې لهجه "پختونخوا"، ولې؟ دا ځکه چي موږ پښتانه تر خپل منځ ډېر ښه سره پوهېږو، چي که موږ په پښتو کې "پښتونخوا" ليکو، نو د هرې سيمې پښتانه يې په خپله لهجه کې په ښه توګه تلفظولاى شي، خو که دا کليمه د ايالت د نامه په توګه غوره کېږي، نو بايد مرکزي پارلمان ته په ليکلې توګه د "پشتونخوا" په بڼه وړاندې شي او په پاکستان کې د نورو قومونو او ژبو خلک بايد زموږ له دې اختلافه ګټه پورته نه کړي او دا ونه وايي چي: "دوى په پښتونخوا او پختونخوا نه سره جوړېږي، نور به څه سره يو شي".
د بېلګې په توګه که چېرې د دې ايالت نوم په رسمي توګه "پختونخوا" وټاکل شي، نو د لوېديځو سيمو پښتانه چي دا کليمه "پښتونخوا" تلفظوي او په اردو ورځپاڼو او مجلو کې يې "پشتونخوا" ليکي، نو دا کار به نه يواځې زموږ تر منځ د يوۀ ملي او فکري وحدت د نشتوالي ثبوت وړاندې کړي، بلکې د نورو ژبو هغه خلک- چي د پښتو له دې لهجوي توپيره خبر نه وي، څه فکر به کوي چي آيا د دې ايالت نوم پشتونخوا او که پختونخوا دى؟، نو د دې لپاره چي دغسې ستونځې را منځته نه کړي، لومړى خو بايد ټينګار وشي چي دا کليمه په دفتري چارو کې هم په خپل اصل شکل "پښتونخوا" وليکل شي او که دا کار له امکانه لرې وي، بيا نو موږ دې ته په پام سره چي په اردو کې ښ نه شته، بايد د "ښ" قرباني ورکړو او د دۀ څنګلورى حرف "ش" را واخلو، د پښتونخوا ايالت نوم په ټولو دفتري چارو او د ټول پاکستان په ورځپاڼو او مجلو کې "پشتونخوا" وليکو، ځکه د پښتانه وطن او پښتو ژبې د زرګونو توريو دا ډول قربانۍ موږ ورکړې دي، چي په اردو کې يې خپله اصلي بڼه اوښتې ده، لکه پېښور په پشاور، نوښار په نوشهره، اڅکزى، په اچکزى، پښين په پشين او داسې ډېر نور توري چي له بده مرغه اوس يې ځينې پښتانه هم په خپل اصلي شکل نه شي تلفظولاى.
د پښتونخوا کليمې په اړه يوه بله ضروري او د پام وړ يادونه هم بايد وکړم، هغه دا چي په اوسمهال کې هم چي په ځينو اردو ورځپاڼو او مجلو کې څوک "پشتونخوا" ليکي، نو په پاى کې يوه "ه" هم ورسره زياته کړي، يانې "پشتونخواه" يې وليکي، خو دا يې ناسمه بڼه ده او څنګه چي "خواه" د پارسي ژبې د "خواستن" (غوښتل) مصدر اسمِ فاعل دى، نو دا د پښتونغوښتونکي مانا ورکوي، لکه خيرخواه، بدخواه، خودخواه، خو څنګه چي ما مخکې يادونه وکړه، چي پښتونخوا يا پشتونخوا د پښتنو د خاورې يا سيمې مانا ورکوي او پښتانه اوس هم دا تورى په خبرو کې کاروي چي "کومې خوا ته ځې؟ يا له کومې خوا راغلې؟"، نو دا کليمه بايد "پښتونخوا" يا د پارسي او اردو په بڼه "پشتونخوا" وليکل شي، نه "پښتونخواه" يا "پشتونخواه".
ګران لوستونکي او په ځانګړې توګه د پښتونخوا ايالت د نوي حکومت چارواکي بايد د پښتنو د يوۀ ملي ارمان د تر سره کېدو په هيله د دې ايالت د نامۀ په غوره کولو کې زما دغه نظر د يوۀ وړانديز په توګه ومني، نه د نيوکې او خداى مه کړه د پښتنو د ملي يووالي تر منځ د خنډ جوړېدو په مانا او زه هم د هغو ميلينونو پښتنو غوندې د داسې يوې ورځې ارمانجن او غوښتونکى يم، چي يو وخت ټول پښتانه په يوۀ ايالت نه، بلکې په يوۀ هېواد او يوۀ جغرافيايي وېش کې سره را ټول شي او له هر ډول کرکو، دوښمنيو، جګړو او بېلتونونو لرې د يوې ژبې، يوۀ ملت او وروڼو په څېر سره ژوند وکړي.
لكه زړګى چي په مينه ښاد شي
كور هم په خلكو داسې اباد شي
چي لر او بر ټول پكې را ټول يو
جوړ دي زموږ دا ټوټې هېواد شي
باركوال مياخېل