ړنده مينه

خبريال له ټاکلي وخت سره سم څو سپينې پاڼې له ځانه سره واخيستې او د غونډې ځاى ته ور روان شو. داسې په مړو- مړو ګامونو روان و، لکه بندي- چي په بند محکوم شوى وي او د زندان خواته روان وي. غونډه د دۀ د ورځپاڼې له دفتره د نيم ساعت په فاصله د ښار په لوى سرينا هوټل کې وه. هوټل ته په رسېدو سره په بيړه د هوټل په ورۀ ور ننووت، د هوټل يوۀ ساتونکي ږغ پر وکړ:

- چېرې روان يې تالاشي راکه!

دۀ په داسې حال کې چي دواړه لاسونه يې د سدرۍ په جېب کې اچولي وو، مخ يې ور واړاوۀ او په خورا ټيټ ږغ يې ځواب ورکړ:

- خبريال يم وروره!

او له دې خبرې سره يې بيرته مخ واړاوۀ او د غونډې تالار ته ورغى. د غونډې منتظمينو هرکلى ورته ووايه. تالار ته ور ننووت، غونډه پيل شوې وه، يو جګ سړى- چي عينکې يې هم په سترګو وې او په لوړ ږغ يې تېزې- تېزې خبرې کولې- د دريځ مخې ته ولاړ و او ټولو برخوالو د هغۀ خبرو ته غوږ نيولى و.د دريځ شاته پر يوه غټ پرده دغه توري ليکل شوي وو (د ځوانانو ستونځې او د حل لارې)، غونډه د ځوانانو لپاره د کار کولو د يوې موسسې له خوا جوړه شوې وه.

خبريال هم کرار ورغى او د ځينو نورو ژورناليسټانو څنګ ته پر يوه څوکۍ کښېنوست. د سدرۍ له جېبه يې سپينې پاڼې او د مخ له جېبه يې قلم را وکيښ په ليکلو يې پيل وکړ. وينا کوونکي يو- يو د دريځ مخې ته راتۀ، خبرې به يې کولې او بيا به بيرته کښېنوست. خبريال د ياداښت په توګه د ويناوالو خاص- خاص خبرې ياداښتولې. په ويناوالو کې ښځې هم وې، د غونډې په پاى کې يوه پېغله د دريځ مخې ته راغله، خبريال- چي يوه پښه يې پر بله اړولې وه- د پېغلې په ليدو يې ناببره تر خولې ووتل: "څومره ښايسته ده د زوى مړي لور". قلم يې په غاښو کې ټينګ نيولى، په پرله پسې توګه يې په اريانۍ سره د هغې څېرې ته کتل، کرار- کرار له ځانه سره لکه مچ بوڼېدۀ. "څومره خوږ ږغ يې دى، سترګې يې څومره کاپيرې سترګې دي، په جګوالي کې خو سم دم د چنار ونه ده، که نغمه نه ده، تر نغمې کمه هم نه ده".

پېغلې لنډې خبرې وکړې او په پاى کې يې له ټولو برخوالو څخه په موسکه څېره د راتګ مننه وکړه او ټول يې تر تالار دباندې ډوډۍ ته وبلل.

خبريال جمالدين د کوټې د پښتون اباد اوسېدونکى و، چي تر دوولسم ټولګي پورې يې زدکړې کړې وې او له تېرو اتو مياشتو راهيسې يې د (نوي ژوند) په نامه ورځپاڼې سره د خبريال په توګه کار کاوۀ.

جمالدين د ډوډۍ خوړلو په وخت د نورو ژورناليسټانو له منځه کرار- کرار را ووت او په داسې حال کې چي د نورو کسانو غوندې غاب په لاس کې په ډوډۍ خوړلو بوخت و، په غلچکيو سترګو يې يوې بلې خواته کتل، لکه ورکه چي يې شوې وي. د نارينه وو څنګته د غونډې برخوالې ښځې هم په ډوډۍ خوړلو بوختې وې. جمالدين يوۀ ځوان ته ور نيژدې شو چي د جېب پر سر يې يو کارټ را ځوړند کړى و، ترې ويې پوښتل:

- ته هم په دې موسسه کې کار کوې؟

- هو همداسې يې وبوله، تاسې؟

- زه ژورناليسټ يم، له يوې ورځپاڼې سره کار کوم.

- ښه، ډېره ښه خبره ده.

خبريال جمالدين ځنډ ونه کړ، همدا يې وخت و، چي د خپل زړه بار سپک کړي. په غاب کې يې چي دوې درې ټوټې غوښه او سلاد ور اخيستي وو، ويې خوړل، غاب يې پر څنګ ته پراته مېز کښېښوو، بيرته د ځوان خواته ورغى، زړه نازړه و، چي پوښتنه ترې وکړي که نه، توکل يې وکړ، له ځوانه يې وپوښتل:

- ستاسې د موسسې مشر څوک دى؟

- خير څه کار مو وو، ماته وواياست؟

- ما غوښتل مرکه ورسره وکړم.

- ښه ډېره به ښه سي، راسئ چي ورسره معرفي مو کړم.

خبريال جمالدين د موسسې په کارکوونکي ځوان پسې ورو- ورو ګامونه ور واخيستل، ځوان د ښځو خواته ورغى، مخکې له دې چي چاته ږغ ور وکړي، هماغې پېغلې- چي د دريځ پر سر يې د جمالدين پام ځان ته اړولى و- پر ځوان ږغ وکړ:

- آدم خانه مېلمنو ته مو د قلم سوغاتونه ورکړل؟

- هو ټولو ته مو ورکړل.

ځوان هغې ته نيژدې ورغى، جمالدين ته په اشارې سره يې هغې ته وويل:

- دى ژورناليسټ دى، غواړي له تا سره مرکه وکړي.

او جمالدين ته يې هم په خورا غوړه ژبه د هغې په ور پېژندلو خوله پورې کړه:

- دا شګفته نومېږي، زموږ د موسسې مشره ده.

جمالدين په داسې حال کې چي سپينې پاڼې يې په لاس کې وې، ځواب يې ورکړ:

- ښه ډېر ښه. او د خپل ځان د ور پېژندلو او غوښتنې په اړه يې خوله چوله کړه:

- زما نوم جمالدين، له (نوي ژوند) ورځپاڼې سره کار کوم، غوښتل مي د ځوانانو د ستوځو په اړه درسره يوه مرکه وکړم.

د موسسې مشرې يې غوښتنې ته هرکلى ووايه، خو دم ګړۍ ته يې د مېلمنو د رخصتولو او خداى پاماني په خاطر ورسره نورې خبرې ونه کړې، په لاس کې د نيولي تور بکس ځينځير يې کش کړ، يو کارټ يې ترې را و ايست او دۀ ته يې ونيو:

- هغه دغه زما کارټ دى، هر کله مو چي زړۀ وي دفتر ته راسئ!!

پر کارټ باندې يواځې د دفتر ټليفون شمېره او پته ليکلې وه. نيژدې وه چي په لاس کې نيولې سپينې پاڼې يې له خوشالۍ څيرلې واى، کارټ يې د مخ جېب او سپينې پاڼې يې ژر د سدرۍ جېب ته واچولې او له نورو خلکو سره يو ځاى له سرينا هوټله را و ووت.

III

دويمه ورځ سهار چي له کوره را ووت، پر ځان يې تر مخکې زياتې ګوتې ووهلې. ږيره يې وخرېيله، وېښتان يې غوړ کړل او د وېښتانو په منځ کې يې په ږمنځ نرۍ سينځه (ليکه) جوړه کړه. نوې سدرۍ- چي مياشت مخکې يې د خپل ترۀ د زوى ګلباران وادۀ ته جوړه کړې وه- واغوستله. د څپليو پر ځاى يې ګوټونه په پښو کړل او تر نور کله نيم ساعت مخکې له کوره را و ووت.

د موسسې د مشرې شګفتې کارټ يې له جېبه را و ايست، يوې بلې خواته يې و کتل او پر کارټ باندې ليکلى د هغې نوم يې- چي په غټو انګليسي توريو ليکل شوى و- دوه درې ځله په پرله پسې توګه ښکل کړ. د هغې د دفتر پته يې کرار له ځانه سره تکرار کړه:

- "د ځوانانو موسسه، کور نمبر اتم، څلورمه کوڅه، ارباب کرم خان سړک، کوټه".

لومړى د ورځپاڼې دفتر ته او بيا پريس کلب ته لاړ، د خبري غونډو د خبرتيا تختې ته ودرېد، په يوولس بجې د کوم سياسي ګوند مشر خبري کنفرانس کاوۀ او ماسپښين څلور بجې بيا د پښتنو محصلينو د اتحاديې له خوا احتجاجي مظاهره وه. سوکه يې له ځانه سره وويل:

- ځه  وخت لا ډېر دى.

د ژورناليسټانو د ناستې ځاى ته ور ننووت، دوه درې تنه عکاسان او ژورناليسټان ناست وو سلام يې ور واچاوه، ټولو ته يې په يوه خولۀ وويل:"ستړي مه سئ"، هغوى يې سلام او ستړي مه سي ته ځواب ووايه. پر وړو او ټيټو مېزونو پرتې بېلابېلې ورځپاڼې يې ژر- ژر سره واړولې. د سر خبرونه يې له نظره تېر کړل، خپله ورځپاڼه "نوى ژوند" يې هيڅ وخت نه ور پورته کوله، خو نن يې د پرونۍ غونډې د راپور او په تېره بيا د شګفتې د عکس د کتلو په خاطر ور پورته کړه. پر لومړي او وروستي مخ يې د کومې غونډې عکسونه ونه موندل، د منځ پاڼه يې چي را واړوله، د پرونۍ غونډې په اړه پر خپل جوړ کړي راپور يې سترګې ولګېدې، د راپور څنګ ته د غونډې د ويناوالو عکسونه يو په بل پسې چاپ شوي ول، د موسسې د مشرې شګفتې عکس په سر کې لګول شوى و، د هغې له عکسه يې خوند واخيست، خو ژر يې ورځپاڼه بيرته کښېښووله، ځکه عکس تور او سپين و، د هغې د ښکليو غټو سترګو روڼا ورته پکې نه ښکارېدله.

له جېبه يې موبايل ټليفون را و ايست، وخت يې پکې وکوت او له پريس کلبه په بيړه را و ووت. د منان چوک خواته رهي شو، چي په ملي بس کې ارباب کرم خان سړک ته د شګفتې دوى دفتر ته ورشي، خو بيرته يې نوک ونيو، له ځانه سره يې وويل "راځه رخشې ته به وخېژم، خداى به يې ډېروي". يوې را روانې رخشې ته يې لاس ورکړ، هغه- چي يو ځوان او يوه ښځه پکې ناست وو- تر دۀ سيخه تېره شوه، تر شا بله رخشه پسې را روانه وه، بې له دې چي دى لاس ورکړي، خپله ورته ودرېده، دۀ په بيړه ورته وويل:

- استاده ارباب کرم خان سړک ته.

- څلوېښت روپۍ.

په رخشه کې کښېنوست، د شګفتې د دفتر مخې ته يې کښته کړ. دفتر ته ورغى، د دفتر په انتظارځاى کې ناستې پېغلې ته- چي د يوۀ غټ او جګ مېز شاته ناسته وه- ودرېد، د سلام تر ور اچولو وروسته يې ورته وويل:

- له شګفتې سره وينم.

هغې د شګفتې د دفتر شمېرې ته زنګ وواهه، په پرله پسې توګه زنګ ورتۀ خو چا نه پورته کاوه، ناڅاپه ور په زړه شول، هو وبخښئ هغه خو نن بېخي دفتر ته راغلې نه ده.

خبريال جمالدين چي په څومره هيله او هوس د شګفتې ليدو ته راغلى و، دې خبرې خوند ور نه کړ. له ځانه سره يې چورت وواهه چي همدلته ور پاته شي انتظار يې وکړي او که بيرته لاړ شي. د يوولسو بجو د خبري کنفرانس وخت هم را لنډ شوى و، د مېز شاته ناسته نجلۍ له چا سره په ټليفون بوخته وه، دۀ ته کاوړ ورغى له ځانه سره يې وويل: "دا د سرکوزي لور بيا ګوره چي پيوسته ټليفونونه کوي"، هغې چي خبرې پاى ته و رسولې، دى ور وړاندې شو او ورته ويې ويل:

- د شګفتې موبايل شمېره که راکړئ؟

هغه په خپل کار بوخته وه، دۀ ته يې پر يوۀ واړۀ کاغذ په بيړه- بيړه- چي خط يې هم سم نه شواى لوستل کېداى- يوه موبايل شمېره ور وليکله او دى هم د باد غوندې له دفتره را و ووت.

ماښام يې هماغې ورکړل شوې موبايل شمېرې ته زنګ وواهه، لومړى چا ځواب ور نه کړ، بيا يې شمېره ډايل کړه، دا ځل يوې ښځې په تېز، خو پاسته ږغ ځواب ورکړ:

- څوک؟

- جمالدين يم، ژورناليسټ، تاسې شګفته ياست؟

- هو، مهرباني.

- نن دفتر ته د مرکې لپاره درغلى وم، خو تاسې په دفتر کې نه وئ.

- له ما سره مرکه، د څه لپاره؟

- د ورځپاڼې لپاره، پرون مو چي په سرينا هوټل کې سره وليدل.

- ښه ډېر ښه، مګر زه خو نن په دفتر کې وم.

جمالدين ته پر هغې نجلۍ باندې خښم ورغى چي دۀ ته يې ويلي و "شګفته نن نه ده راغلې". نجلۍ ته د مرکې خبرې لکه چي خوند ورکړ، سمدستي يې ورته وويل:

- هر کله مو چي زړه وي زه مرکې ته تياره يم.

د جمالدين زړه د ټليفون ورکولو پر وخت له وارخطايۍ څخه په پرله پسې توګه غورځېدۀ، خو اوس يې د خوشالۍ احساس کاوۀ. نور يې نو خبرو ته څه نه لرل، نه پوهېدۀ څنګه خداى پامانى ورسره وکړي، خو نجلۍ پسې زياته کړه:

- ستاسې ډېره مننه چي زه مو د مرکې وړ وبللم.

جمالدين بې له چورت وهلو ور غبرګه کړه:

- ولې نه ستاسې خدمتونه له چا پټ نه دي.

له همدې سره يې خداى پامانى سره واخيست. بله ورځ جمالدين لا نجلۍ ته د مرکې لپاره ورغلى نه و، چي هغې څو ټليفوني پيغامونه ورته را واستول. دغو پيغامونو جمالدين خوشاله هم کړ او اريانه هم، ځکه نجلۍ ورته په يوۀ پيغام کې ليکلي و:

- له ما سره د مينې په اړه مرکه کوئ، که د واده په اړه؟

همدې خبرې د دوى دوو تر منځ د خبرو لپاره لار هواره کړه. مرکه تر منځ پاته شوه، بيا به يې نو تل په موبايل باندې د ځوانانو د ستونځو په اړه خبرې سره کولې، خصوصاً نجلۍ به هره دويمه خبره د مينې او د وادۀ په اړه کوله. يوه ورځ ماخوستن ناوخته يې جمالدين ته يو پيغام ور واستاوۀ او په لومړي ځل يې ورڅخه يوه اريانوونکې پوښتنه وکړه:

- وادۀ دي کړى؟

جمالدين ته دې پوښتنې خوند ورکړ، ژر- ژر يې ځواب ورته وليکه:

- نه لا خو مي نه دى کړى.

بيا نو د پيغامونو د استولو لړۍ پيل شوه. هغې بيا ورته وليکل:

- نو څنګه مو خوښه ده؟

- څنګه، پوه نه سوم؟

- زما درسره مينه پيدا سوې او غواړم.....

جمالدين لا دغه پيغام نه و لوستى چي هغې ورته زنګ را وواهه، جمالدين د موبايل د اوکې تڼۍ کښېکښله:

- هيلو څنګه يې لېونۍ؟

- ښه يم، څنګه زما خبره دي خوښه سوه؟

جمالدين فکر وکړ، چي ګوندې نجلۍ ورسره ټوکې کوي، خو چي هغې څو ځله  نور هم دا خبره ورته تکرار کړه، نو په داسې حال کې چي کابو  له خوشالۍ يې په زوره خندلي واى، سوکه يې ځواب ورکړ:

- زما به دومره بخت چېرې وي؟

د دوى تر منځ د وادۀ خبرو يوه مياشت دوام وکړ، نجلۍ هم خپله کورنۍ خبره کړه چي له يوۀ ژورناليسټ سره واده کوي. هغې يوه ورځ دى دفتر ته وغوښت. جمالدين سهار بيا ځان ښه تيار کړ او له کوره را و ووت. نجلۍ ته يې په يوۀ پيغام کې د ورتګ وويل. دفتر ته چي ور ورسېد، د جګ مېز شاته نجلۍ ته يې وويل:

- له شګفتې سره ليدل غواړم.

د مېز شاته نجلۍ د ټليفون غوږۍ ور پورته کړه، چي شګفته ورته را و غواړي، خو تر دې منځ يوه تکه توره پنډه (چاغه) پېغله- چي تر دېرشو کلونو اوښتې ښکارېده- تورې پړسېدلې شونډې، پړونى په غاړه کې راغله او په خندا- خندا د جمالدين پر څنګ کښېنستله، جمالدين و ډار شو، لږ له هغې څخه شاته و څکېد، هغې ورته په ګيله منه لهجه وويل:

- ولې جانانه، ولې شاته وڅکېدې؟

جمالدين برګ ورته وکتل او په غوسه يې ورته وويل:

- ته څوک يې چي ماته جانان وايې؟

هغې په خندا ورته وويل:

- ولې جانان مي نه يې، ته اوس داسې يې، له وادۀ وروسته به څه ګوزاره کوو؟

- وادۀ، له تا سره وادۀ، ورکه سه رنګ دي ورک سه.

او له همدې سره په بيړه له دفتره را و ووت، نه پوهېدۀ په څه جنجال کښېووت، نجلۍ د ده تر تګ وروسته په ژړا سر شوه، پرله پسې يې جمالدين ته زنګونه وهل خو هغۀ ځواب نه ورکاوۀ. دفتر يې پر سر سره واخيست، نجلۍ د دفتر مشره خبره کړه او ورته ويې ويل چي خپله کورنۍ يې په دې قانع کړې چي زه له يوۀ ژورناليسټ سره وادۀ کوم خو هغه اوس انکاري دى زه څه وکړم. د دفتر مشرې شګفتې ډاډ ورکړ چي ارومرو به يې په دې کار کې مرسته وکړي.

راتلونکې دوشنبه دوى بيا يوه غونډه لرله، شګفتې د "نوي ژوند" ورځپاڼې دفتر ته زنګ وواهه او د ورځپاڼې چلوونکي ته يې په ټينګار سره وويل چي جمالدين به ارومرو زموږ په غونډه کې ګډون کوي. د يکشنبې په ماښام د ورځپاڼې چلوونکي جمالدين خپل دفتر ته ور وغوښت او په خندا يې ورته وويل:

 - جمالدينه (د ځوانانو د موسسې) له خوا سبانۍ غونډې ته ارومرو لاړ شه.

د جمالدين زړه ټکان وخوړ، اريان شو چي د ورځپاڼې چلوونکى يې ولې غونډې ته پر ورتګ باندې ټينګار کوي، حتماً چا ورته ويلي دي. تر زړۀ يې تېره کړې وه چي نور به د شګفتې د دفتر غونډو ته ور نه شي، خو د ورځپاڼې مسوول مجبور کړ.

د دوشنبې په ورځ په مات زړه غونډې ته ورغى، د پخوانۍ غونډې غوندې د ژورناليسټانو څنګ ته کښېنوست، شګفته يې تر ډېرې مودې وروسته وليدله، چي د نورو مېلمنو تر څنګ پر دريځ ناسته وه. هماغسې ښکلې سترګې، لکه په تېره غونډه کې يې چي د دۀ زړه وړى و.

هغې يوې بلې خواته کتل، د خلکو په منځ کې يې پر دۀ هم سترګې ولګېدې، په سترګو- سترګو کې يې ورته وموسل. د غونډې له پاى ته رسېدو سره هماغه ځوان- چي په تېره غونډه کې يې له شګفتې سره معرفي کړى و- په خندا- خندا روغبړ ورسره وکړ او سمدستي يې ترې وپوښتل:

- په هغې تورې بلا دي څه غم ټيټ کړ؟

جمالدين ورته ټوله کيسه وکړه. دوى لا سره ولاړ وو چي شګفتې جمالدين د سترګو په رمازه پوه کړ او ور ويې غوښت، تر جوړ په خير وروسته يې ورته وويل:

- ريښتيا راته ووايه په هغې تورمخې شګفتې دي څه کړي دي؟

- هه شګفته، هغه هم شګفته نومېږي؟

- هو لکه چي پردۍ دروازه دي ټکولې؟

شګفتې کټ- کټ وخندل او له جمالدينه يې وغوښتل چي له سره تر پايه ټوله کيسه ورته وکړي. جمالدين هم له تېرې غونډې تر همدې غونډې پورې ټوله کيسه ورته ټکي په ټکي تېره کړه. شګفته له خندا شنه شوه، خو سمدستي يې اندېښمن غوندې ترې وپوښتل:

- دا کيسه خو به دي هغه آدم خان ته نه وي کړې؟

شګفتې هماغه ځوان ته- چي دا يې له جمالدين سره معرفي کړې وه- ګوته ونيوله. جمالدين ورته وويل:

- هغه پوښتنه وکړه ځکه مي ورته وويل.

- هه ټوله کيسه دي ورته وکړه، نو څه يې ويل؟

- هيڅ، يواځې يې را پورې وخندل.

شګفتې هم دا ځل په خندا سره- چي سترګې يې هم د مينې او ارمان له اوښکو ډکې وې- ځواب ورکړ:

- زما د واده دوه کاله سوي، آدم خان زما مېړۀ دى(1).

 

پاى

 ٢٨ نومبر ٢٠٠٨م کال- کوټه

 


(1) له ژورناليسټ ملګري دين محمدوطنپال څخه مننه، چي د دې کيسې موضوع يې راسره شريکه کړه.