كابل بيا وغوړېد
زه نن د يوۀ پښتون شاعر د زړه ږغ د خپلو لوستونكيو پر شونډو باندې زمزمه كول غواړم، هغه وايي:
دا زموږ نصيب دى چې په وينو كې مزل كوو
يو دښمـن چې ووهــو بيا بل وهـو بيـا بل وهو
د افغانانو خاوره له امو دريابه نيولې تر اباسينه پورې د تاريخ په اوږدو كې وخت پر وخت د يونان سكندراعظم، ايران، عرب، چنګېز، مغول، بريتانوي استعمار او داسې نورو پر دې خاوره باندې د خپلو منګولو د ښخولو لپاره بېلابېلې دسيسې او لارې پر كار راوستلې خو د خپلو ناپاكو موخو په بشپړتيا كې په ډېر بد ډول ناكامه او بې هدفه شول. دا د پښتنو لپاره د سرټيټۍ پر ځاى په لوړ سر د ژوند كولو جذبه او ولوله ده چې له امله يې په بيا- بيا د دوى د را پرځولو پر زياتو هڅو برسېره هم هغوى د سيمې پر سياسي او پوځي ډګر باندې د بيرته را څرګندېدو توان تر لاسه كړى دى.
دا زما لپاره ډېر د نېكمرغۍ ځاى دى چې د افغانستان د پلازمېنې (پايتخت) كابل د ليدو هيله او ارمان مي دوه ځله په ډېره ښه توګه تر سره شو، خو له يوۀ ډېر لوړ شخصيت او د درانه ږغ لرونكي څښتن ډاكټر نجيب الله شهيد سره د ليدو خوب مي د تل لپاره يو بې تعبيره خوب پاته شو. لومړى ځل كله چې د ۲۰۰۷م كال په اګست كې د افغانستان د علومو اكاډمۍ په كابل كې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزي پر هراړخيز شخصيت باندې درې ورځنى سېمينار جوړ كړى و، زما د كابل د ليدو ارمان پوره شو او دويم ځل د ۲۰۰۹م كال د جولاى پر ۲۷مه نېټه له حاجي فاروق خان مومند او خپل ګران ملګري نذرمحمد بړېڅي سره يو ځاى د كابل د ليدو وياړ بيا را په برخه شو. په دغو شپو كې له ښه مرغه په كابل كې د (روښاني تحريك) په اړه درې ورځنى نړيوال سېمينار هم پيل شوى و.
دا ځل كله چې د تورخم جلال اباد پر ځاى د كندهار په لاره د افغانستان پلازمېنې كابل ته ورسېدو نو زما سترګې له خوشالۍ او اريانۍ څخه و برېښېدې چې په غوړېدلي او بسيا كابل كې مي يو ځل بيا په نړيواله كچه د پوهنې، سياست، تجارت او د سينګار او فېشن د مركز جوړېدو څرك تر سترګو شو. افغانانو پر دوى باندې له اوږدې تپل شوې كورنۍ جګړې، وينو تويولو، وژنې او لوټمار او د بارودو له لوګيو څخه خلاسون وموند. ما په خپل زړه كې يو ډول خوشالي او هوسايي احساس كړه چې په كابل كې مي د تنكيو ځوانانو په لاسونو كې د ټوپك او كلاشينكوف پر ځاى قلم او كتاب وليدل. د لويو سړكونو خو په ټول هېواد كې يو ډول جال خپور شوى و او په نوي پرمختللي طرز خو بې شمېره ودانۍ جوړې شوې وې او ځينې يې تر كار لاندې وې. هغه افغانستان چې د استعماري ډلو د هديرې په نامه مشهور دى، تر اوږدې مودې وروسته يې يو ځل بيا د پرمختګ، خوشالۍ او ملي يووالي پر لور ګام اخيستى دى.
د اريايي باختري تمدن له خاورې څخه را بوټېدلى د كابل سيند د افغانستان له تر ټولو لرغونو سيندونو څخه ګڼل كېږي. د كابل سيند تاريخي لرغونتوب ډېرې اوږدې مودې ته رسېږي چې يادونه يې د نړۍ په لرغوني مذهبي كتاب رګويد كې هم شوې ده، همدا د كابل سيند په اټك كې په اباسين ګډېږي. د هندوكش د غرونو په لړۍ كې د پغمان د غرونو له لمنو څخه د را بهېدونكي كابل سيند له امله وروسته د اباد شوي ښار نوم هم كابل شو، كابل نيژدې درې زره كاله پخوانى ښار دى، كابل تورى د لرغونې اريايي ژبې له (كوبها) څخه وتلى دى چې د غوړېدلي او سمسور مانا وركوي. په سياسي او نظامي توګه كابل ښار هغه مهال زيات د خلكو د پاملرنې مركز وګرځېد چې ظهيرالدين بابر په ۱۵۰۴م كال دغه ښار ونيو او د دې لپاره چې هند تر خپله ولكه لاندې راولي، كابل يې خپل مركز جوړ كړ.
تر بېلابېلو پړاوونو د را تېر شوي افغان ملي اتل احمدشاه بابا زوى تېمورشاه په لومړي ځل په ۱۷۷۶م كال د كندهار پر ځاى كابل د نوي افغانستان د پلازمېنې په توګه وټاكه. دا خبره هم بايد له پامه ونه باسو چې افغاني پاچاهانو به د ژمي په موسم كې په پېښور ښار كې هم د خپل مملكت د دارالخلافې په توګه ژوند كاوه. كابل ښار د پغمان، مزارشريف، لوګر او جلال اباد په منځ كې موقعيت لري او دا ښار د افغانستان له ټولو سترو- سترو ښارونو سره په هوايي او مځكنيو لارو تړلى دى. كابل ښار له سمندر څخه پينځه زره نهه سوه فټه لوړ دى، له همدې امله دا پلازمېنه (پايتخت) د نړۍ له تر ټولو لوړو پلازمېنو څخه ګڼل كېږي. د افغانستان پلازمېنه كابل په انساني تاريخ كې له ډېرو زياتو لوړو ځوړو سره مخ شوى دى. كه يوې خوا ته له سكندراعظم، تېمورلنګ، چنګېز، ايراني نادرافشار، مغولو او بريتانوي استعمارګرو يې ونيسې تر ضياءالحق پورې پر دې خاوره باندې د يرغل له امله شرمېدلي او رسوا شوي دي، خو بل لور ته شېرشاه سوري، ميرويس نيكه، احمدشاه بابا، جمال الدين افغان، غازي امان الله خان، استاد نورمحمد تره كى، استاد حفيظ الله امين او ډاكټر نجيب الله شهيد غوندې پر ننګ مين افغان بچي هم د دې خاورې په برخه شوي دي. د ډاكټر نجيب الله شهيد تر استعفى وروسته پر افغانستان باندې په عمومي توګه او پر كابل باندې په خصوصي توګه د ناهيلۍ تيارې خپرې شوې. نوي يمه مېلادي لسيزه پر افغانانو او افغانستان باندې ډېره درنه تېره شوه، په دې لسيزه كې د اسلام او جهاد په مقدسو نومونو د خپلو مسلمانو وروڼو پرېمانه وينه وبهول شوه، د پرديو په ټونګ (لمسون) او د پرديو د خوشالۍ لپاره د خپل هېواد او ملت د تباهۍ سبب شول، د خپل هېواد ټولې ادارې يې ويجاړې كړې، پر هر لوري به د انسانانو مړي پراته وو، په ميلينونو خلك د خپلو شتمنيو او پت د خوندي ساتلو په خاطر هجرت كولو ته اړ شول. د پوهنې او قانون بنسټونه خو يې په بارودو والوځول او ايره- ايره يې كړل، پر ښځو يې د ژوند ټولې دروازې وتړلې او هغوى يې له خپلو هر ډول انساني حقوقو بې برخې كړې او حتى له دولتي دفترونو څخه يې څوكۍ او بادپكې هم وتښتولې. افغانانو هغه د ذلت او بې عزتۍ شېبې هم وليدلې چې د نارينه وو او ښځمنو د مرګ او ژوند پرېكړې به يې په افغانستان كې دننه هم، پرديو عربو او چيچنو كولې.
د افغانستان پايتخت كابل د تاريخي ځايونو، د پرمختلليو پلورنځيو، د سمسورو باغونو، تاريخي جوماتونو، د نړيوال معيار هوټلونو، د خوندورو خوړو، سروز (موسيقۍ)، فېشن او سينګار له امله يو د ليدلو وړ او د موقعيت له پلوه د غرونو په لمنو كې پر پراخه مځكه جوړ شوى يو نړيوال ښار دى چې د كابل سيند پر غاړه اباد شوى دى، د يوې سرشمېرنې له مخې د دې ښار د نفوسو اوسنى شمېر تر څلورو ميليونو اوښتى دى، د نړۍ د هر ښار په پرتله د كابل ښار ابادي په ډېرې تېزۍ سره مخ پر زياتېدو ده. كابل پرته له دې چې د افغانستان تر ټولو لوى ښار دى، د علم، سياست، تجارت، درملنې او د پرمختللي فېش او سينګار مركز هم دى. د كابل اوسېدونكي د ډېرې خوږې او پستې لهجې لرونكي، مېلمپال، د ښې طبعې څښتنان او پرمختګ خوښوونكي خلك دي. له انتظامي پلوه دغه ښار په اتلسو برخو وېشل شوى دى، دا د دې لپاره چې كابل ښاريانو ته د روغتيا، پاكۍ او د ژوند د لومړنيو اسانتياوو په رسولو كې اسانتيا رامنځته شي. د افغانستان ملي ميوزيم، د كابل سټي سنټر، انټركانټينينټل هوټل، سرينا هوټل، قرغه، باغ بابر، باغ بالا، باغ زنانه، د جمال الدين افغان مقبره، د غازي عبدالله خان اڅكزي مزار، كابل ګلف كلب، كابل پوهنتون، ژوبڼ، كابل نړيوال هوايي ډګر او د شهيدانو هديره د كابل تاريخي او د ليدلو وړ ځايونه دي. هسې خو كابل ډېرې كوڅې او بازارونه لري چې په هغوى كې يې نوى ښار (شهرنو)، خوشالخان مېنه، دارالامان، مكروريان، وزير اكبرخان مېنه، پښتونستان چوك، څلورمه كارته، بي بي مهرو او خيرخانه مشهور ځايونه دي. څرګنده دي وي چې كابل ښار سره له دې چې د افغانستان پلازمېنه ده، ځان ته بېل والي او ښاروال هم لري، چې هغه د افغانستان د كورنيو چارو وزير او ولسمشر ټاكي. د ورېښمي كابل د ښايست او ښكلا اندازه د ظهيرالدين بابر له دې خبرې څخه لګېداى شي چې هغه له خپل پلارني ټاټوبي سمرقند او بخارا نيولې تر ممبيي او ډيلي پورې د ټولو سيمو كونج- كونج وليد، خو هر څه يې پرېښوول او پينځه سوه كاله وړاندې يې هم په بشپړه منځنۍ اسيا كې د ځان لپاره كابل غوره كړ. په خپل ژوند كې يې خپلو خپلوانو او ملګرو ته دا توصيه كړې وه چې كه زه مړ شوم نو ما په كابل كې ښخ كړئ، نو په دې توګه څرګنده شوه چې ډېرو لويو- لويو پاچاهانو هم د كابل د ليدو او په دې ښار كې د خپل وروستي كور (مقبرې) د لرلو هيله كړې ده.
د زدكړې بهير په ډېرې چټكۍ سره پر مخ روان و. كابل پوهنتون، د كابل پولي تخنيك ليسه، د طب پوهنځى، د افغانستان له امريكايي پوهنتون پرته په سلګونو دولتي او شخصي پوهنځي، ليسې، د انګليسي ژبې او كمپيوټر د زدكړې مركزونه پرانيستل شوي وو. له دغو دولتي او شخصي تعليمي او هنري مركزونو څخه زده كوونكيو- چې نجونه او هلكان پكې شامل وو- په ښه توګه استفاده كوله. خلكو له زدكړې سره زياته مينه او لېوالتيا لرله، په ډېرى تعليمي ادارو كې سهار او ماسپښين دواړه وختونه زدكړې وركول كېدې. زه له خپل همسفر ملګري نذرمحمد بړېڅي سره كابل پوهنتون ته ولاړم، هلته مو د جمال الدين افغان د مزار زيارت وكړ چې په كابل پوهنتون كې دننه ښخ دى. له هغه وروسته مو د كابل پوهنتون له ډېرو محصلينو سره وليدل او د ژورناليزم د پوهنځي له ځايناستي مشر شفيق وردګ سره د ليدو او اوږدو خبرو وياړ را په برخه شو، هغه مو ډېر خاطر او عزت وكړ، د كابل پوهنتون په اړه يې مالومات راكړل. هغه راته وويل چې دا مهال په كابل پوهنتون كې نيژدې لس زره محصلين- نجونې او هلكان - په زدكړه بوخت دي، كابل پوهنتون څلورشپېته (۶۴) پوهنځي لري چې تر شپږو سوو زيات استادان د خپل زړه په وينو د پوهنې او شعور ډېوه پكې بله ساتي.
د يوۀ هېواد په ملي پرمختګ او خوشالۍ كې رسنۍ (مېډيا) ډېره مهمه ونډه لري. دا مهال په افغانستان كې څورلس ټلويزوني چينلونه، ورځپاڼې او مجلې، په لسګونو ايف ايم او نړيوالې راډيوګانې خپرونې كوي. دا ټولې رسنۍ شپه ورځ تبصرې او تحليلونه، مالوماتي پروګرامونه، موسيقي، ډرامې او د وخت تېري پروګرامونه خپروي. كابل خپله ايف ايم راډيو لرله، چې خلكو به په ډېره مينه اورېدله. په پښتو، انګرېزي او دري ژبو هم ورځپاڼې خپرېدلې، خو د ورځپاڼو د لوستلو دود ډېر كم و او خلكو به له سياسي او امنيتي حالاتو څخه د خبرېدو لپاره راډيوګانې ډېرې په مينه او په غور اورېدلې.
له علمي او ادبي نړۍ سره تړاو لرونكي د قلم څښتنان كه څه هم د شمېر له مخې لږ وو، خو د كار او هڅو له پلوه ډېر فعال او غښتلي وو. له نوميالي افغان څېړونكي او ليكوال استاد حبيب الله رفيع، ډاكټر رازق پالوال او تكړه شاعر او ليكوال عبدالغفور لېوال سره مو ليدنه وشوه. هغوى د كسانو پر لږوالي او د وسايلو پر نشتوالي برسېره هم سر و كال د هېواد په كچه او په نړيواله كچه له سېمينارونو او مشاعرو پرته بېلابېلې علمي او ادبي غونډې جوړوي. د دوى د دغو نه ستړي كېدونكيو هڅو له امله ګڼ شمېر كتابونه او څېړنيزې مجلې خپرېږي، په نړيوالو سېمينارونو كې له ټولې نړۍ څخه خلكو ته بلنه وركوي او همدارنګه د نړۍ په هر هېواد كې چې پښتانه ليكوال اوسېږي دوى په پرله پسې توګه له هغوى سره په تماس كې وي. دا خبره په ځانګړې توګه د يادونې وړ ده چې اوسمهال په كابل ښار كې د ښځينه ليكوالو او شاعرانو يوه بېله علمي او ادبي ټولنه هم په فعاليت بوخته ده، چې (مېرمن كلتوري- ټولنيز بهير) نومېږي او دا ټولنه په پرله پسې توګه اوونيزې علمي او ادبي غونډې كوي.
د شمشاد ټلويزون د امتياز خاوند الحاج فضل كريم، جنرال منېجر اسد پښتون، د موسيقۍ د برخې مسوول شفيع الله بابرزي، د لرو او برو افغانانو له بلبل عبدالله مقري او نوميالي سندرغاړي پاينده محمد (منګل) سره په جلا توګه د ليدلو موقع را په برخه شوه، پياوړي شاعر شفيع الله بابرزي زموږ لپاره د غرمې د ډوډۍ مېلمستيا كړې وه، په هماغه ماښام د شمشاد ټلويزون د علمي او ادبي پروګرام كوربه ځوان شاعر طاهر شرر ساپي له ما او زما له ملګري نذرمحمد بړېڅي سره ځانګړې مركې وكړې، وروسته بيا عبدالله مقري په خپل موټر كې د كابل تپې سيل ته له ځانه سره ملګري كړو، له هغه سره مو ښې ډېرې خبرې وشوې، هسې خو موږ د ملي او نړيوال سياست، ملي شخصيتونو او د افغانستان د ټاكنو په اړه خبرې كولې، خو زه به دلته د ښاغلي عبدالله مقري يوه خبره له تاسې سره هم شريكه كړم. هغه ويل:
((كله چې يو طالب يا مجاهد ماته وايي چې ما جهاد كړى دى نو زه په ځواب كې ورته وايم چې ما هم جهاد كړى دى، چې
هغه وايي ما د شوروي اتحاد په خلاف جهاد كړى دى نو زه ورته وايم چې ما د امريكې په خلاف جهاد كړى دى)).
وروسته ښاغلي مقري موږ په خپل موټر كې د شهيدانو هديرې ته بوتلو چې هلته د ثور انقلاب شهيدان ښخ وو. دۀ ويل دا زموږ هغه سربازان دي چې په دوى كې يو يې هم په اسلام اباد، تهران، لندن او امريكا كې ماڼۍ يا بنګله نه لري او نه هم په دوى كې هيڅ يوۀ خپله ملي خزانه لوټلې ده. اوس تاسې وواياست چې هغه په عياشۍ او ارام سره ژوند تېروونكي ريښتيني ملتپال او پر هېواد مين خلك وو او كه دا زموږ په زرګونو سرتېر شهيدان شوي خلقيان وروڼه؟ مقري ويل ظالمانو د دغو پر ملت او هېواد مينو قرباني شويو پتنګانو له قبرونو څخه هم شيان غلا كړل، له همدې سره يې سترګې له اوښكو ډكې شوې.
د افغانستان روښانه راتلونكى له افغان ځوانانو سره تړلى دى ځكه د علم او شعور په ګېڼه ښايسته كسان د خپل ملت او هېواد د خوشالۍ او پرمختګ لپاره ګړندۍ هڅې كولاى شي. دا وخت دې ته اړتيا ده چې د نړۍ ملتونه په افغانستان كې د بون تړون عملي كړي، د دې هېواد ادارې او ملي اردو ته عصري روزنه وركړي چې دوى په خپله تكړه او په پښو و درېږي، پر هر ډول بهرنۍ لاسوهنه بنديز ولګوي، په ځانګړې توګه د افغانستان څنګلوري (ګاونډي) هېوادونه بايد له هر ډول لاسوهنې را وګرځوي. زه كابل ته د خپل څو ورځني سفر په اړه دا ليكنه د خوشال بابا پر دې تاريخي بيت پاى ته رسوم:
د كابل مېــوې خــوراك وې د تـــوتيــــــانــو
پرې خواره شو تور كارګان له هندوستانه