بارکوال مياخېل

Profile Photo

- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم.
- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب له (ډګري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولګى مي له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کوم.
- د ١٩٩٧مېلادي کال وروستۍ شپې وې چي په شعر ويلو مي پيل وکړ، ګڼ شمېر شعرونه مي وليکل، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو مي ليکنې وکړې، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. څه ناڅه ژباړې مي هم وکړې او په همدې موده کې مي خپلې لنډې کيسې هم وليکلې.
- په ٢٠٠١مېلادي کال کې مي په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توګه کار وکړ، وروسته مي څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې سره د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توګه کار وکړ. په دې موده کې مي د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور ګڼې يې زما په مسوول مديريت کې خپرې شوې.
- په ٢٠٠٤مېلادي کال کې مي په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنګي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال مي له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توګه کار وکړ.
- په ٢٠٠٥مېلادي کال کې مي په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، ګڼ شمېر کتابونه مي کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال مي (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره اعلان کړه، چي تر دې مهاله مي د دې ادارې له خوا (٥) کتابونه خپاره کړي دي او د لمر www.worbal.com/lmar په نامه خپل شخصي ويبلاګ هم لرم.
- د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کوم، په دې څه کم دوه کلنه موده کې مي ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره (ادبي راډيويي مجلې) او نورو پينځو اوونيزو خپرونو ته هم کار کړى دى او کوم يې.
په دې يوولس کلنه موده کې مي چي کوم کتابونه ليکلي او ژباړلي دي، له هغوى څخه پينځه کتابونه چاپ شوي دي:
١. د کاڼي اوښکې (د بېلابېلو ليکوالو د لنډو کيسو ژباړه)
٢. د لوېديځ دوه مخيتوب (د هند د نامتو فيلسوف اوشو ګرورجنيش اثر)
٣. دود "رواج" (دا له اردو ژبې څخه ژباړل شوى ناول دى)
٤. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
٥. رنځور کليوال (زما د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه)
۶. د څراغونو اوښكې (د څلوريځو ګډه ټوګه)
۷. په شاتو كې زهر (زما د لنډو كيسو دويمه ټولګه)
۸. مغرور مېږى (د كوچنيانو لپاره ژباړل شوې كيسې)
۹. تږې هيلې (دويمه شعري ټولګه)

ژورناليستي ليكنې


يوسف جان اتمانزى; يو زړور او هڅاند خبريال

  يوسف جان اتمانزى          

14.01.2010 بارکوال مياخېل

ريښتينې خبريالي او ريښتينى خبريال/ باركوال مياخېل- كوټه

ريښتينې خبريالي او ريښتينى خبريال (Real journalism & Real journalist)  

09.12.2009 بارکوال مياخېل

كابل بيا وغوړېد / پايندخان خروټى - كوټه

كابل بيا وغوړېد   زه نن د يوۀ پښتون شاعر د زړه ږغ د خپلو لوستونكيو پر شونډو باندې زمزمه كول غواړم، هغه وايي: دا زموږ نصيب دى چې په وينو كې مزل كوو يو دښمـن چې ووهــو بيا بل وهـو بيـا بل وهو د افغانانو خاوره له امو دريابه نيولې تر اباسينه پورې د تاريخ په اوږدو كې وخت پر وخت د يونان سكندراعظم، ايران، عرب، چنګېز، مغول، بريتانوي استعمار او داسې نورو

01.09.2009 بارکوال مياخېل

خبريال او راډيويي كارونه / نورمحمد كړاو - كابل

خبريال او راډيويي کارونه   راډيويي ژبه:  ژبه په هره برخه کې د انسانانو ترمنځ د افهام او تفهيم وسيله ده، چې دوه يا څو کسان پرې يو- بل پوهوي او په نړۍ کې د پوهاوي- راپوهاوي غوره وسيله ګڼل کېږي، لکه څنګه چې په ليکنه کې د ژبې ارزښت لوړ او د پام وړ دی، همدغسې په راډيو کې هم ژبه يوه ستره او ارزښتمنه وسيله ده، چې دلته هم د پوهاوي- راپوهاوي مهمه دنده ترسره کوي. لکه څنګه چې په ليکوالۍ کې له قلم سره احتياط په کار د

06.07.2009 بارکوال مياخېل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more