خبريال او راډيويي کارونه

 

راډيويي ژبه:

 ژبه په هره برخه کې د انسانانو ترمنځ د افهام او تفهيم وسيله ده، چې دوه يا څو کسان پرې يو- بل پوهوي او په نړۍ کې د پوهاوي- راپوهاوي غوره وسيله ګڼل کېږي، لکه څنګه چې په ليکنه کې د ژبې ارزښت لوړ او د پام وړ دی، همدغسې په راډيو کې هم ژبه يوه ستره او ارزښتمنه وسيله ده، چې دلته هم د پوهاوي- راپوهاوي مهمه دنده ترسره کوي. لکه څنګه چې په ليکوالۍ کې له قلم سره احتياط په کار دی، همدغه شان په راډيويي ليکنو کې هم له ژبې سره احتياط په کار دی، ځکه يوه وړه تېروتنه کولای شي، يوې ټولنې، د خلکو يوې ډلې يا يوه هېواد ته  لوی او نه جبرانېدونکي زيانونه واړوي.

د راډيويي پروګرامونو لپاره چې كله متن برابرېږي، خبريال بايد جملې لنډې، عام فهمې او په زړه پورې وليکي. په راډيويي پروګرامونو کې چې څومره ژبه ساده وي، هومره زيات اورېدونکي ځان ته راماتولای شي، ځکه اورېدونکي يې اکثره هغه کسان دي، چې ښايي د پوهې او ذهني سويې له مخې يو برابر نه وي. زياتره هغه خلک راډيو اوري، چې نورې پرمختللې وسيلې: کمپيوټر، انټرنټ، کېبل، ډش او.... نه لري، نو ځکه دوی ته راډيو، يوه ارزښتناکه او دوديزه وسيله ده، چې غوره او پر ځای استفاده ترې وکړي.

بهرنيان د ويندوی پر صميميت زيات ټينګار کوي او وايي:

ويندوی او خبريال چې کله متن برابروي او غواړي سټوډيو ته ننوځي، بايد خپل ټول تشويشونه او خواشينۍ د سټوډيو تر وره دباندې پرېږدي. کله چې متن لولي، بايد يو څه موسکی وي. چې دغه موسکا يې په لوستنه کې هم احساس شي، هم په راډيو، هم په ټلوېزيون کې، دغه معيار ساتل کېږي، نو ځکه تاسې چې کله بهرني ټيلوېزني سټېشنونه وينئ، نو د خبريال خوشحاله څېره ستاسو پر روحياتو اغېز کوي، ان کله چې په يوه هېواد کې دردوونکې جګړې روانې وي، د هماغه هېواد خبريالان خپله روحيه نه بايلي، بلکې په دې وخت کې هم خپل ژورناليسټيک اصول او تګلارې له ياده نه باسي.

هغه ويندوی چې د اصولو او معيار تابع وي، کولای شي تر ډېره د خلکو ترمنځ خپل محبوبيت وساتي، په دې توګه به اورېدونکي دغه ويندوی ځان ته نژدې او د ځان دوست وګڼي او د دوی ترمنځ به يوه دوستانه فضا واکمنه وي، چې د دغې سوله ييزې فضا رامنځته کول، د يوه خبريال او يوه ويندوی ستره بريا ده. اورېدونکي به هم برابر شوی پروګرام په مينه اوري، هم به دېته هڅول کېږي، چې دغه راډيو هر وخت تعقيب کړي، چې دغه کار د يوې راډيو لپاره بری ګڼل کېږي.

که چېرې ژبه زياته اکاډميکه او له سختو الفاظو ډکه وي، نو د اورېدونکي فکر په هماغو سختو تورو کې بندېږي، نور پروګرام ورڅخه پاتېږي او دی غواړي د هماغه سخت توري مانا پيدا کړي، چې له يوه پروګرام څخه يې اورېدلی دی، نو له اورېدونکي څخه چې د پروګرام لړ يا تسلسل ورک شي، بيا هغه خوند او ګټه نه شي ځنې اخيستلای.

کله چې يو پروډيوسر کوم پروګرام ته پلان جوړوي، لومړی بايد خپل اورېدونکي په پام کې ونيسي، چې اورېدونکي يې ماشومان دي، که لويان؟ اديبان دي، که عام خلک؟ چارواکي دي، که د بل مسلک خاوندان؟ کروندګر دي، که مالداران؟

د هر مسلک اړوند خلک چې وي، بايد هغوی ته ورنژدې ژبه وکارول شي، چې هم يې د پروګرام خوند زياتېږي، هم يې پيغامي اغېزې ژورې کېږي.

که چېرې يې اورېدونکي اديبان وي او پروډيوسر کوم ادبي پروګرام جوړوي، نو بيا د زياتو هنري او ادبي جملو کارونه کوم عيب نه دی، ځکه چې اورېدونکي يې پرې پوهېږي.

د ماشومانو لپاره بيا راډيويي متن ليکه ستونزمنه ده، هره جمله بايد تر يوه ژور سوچ وروسته وليکل شي، ځکه خبريال ماشومانو ته د تعليمي پيغام او ښوونې تر څنګ ژبه هم ورزده کوي.

خو اوسنی ژورناليزم پر دې دومره توند پرمختګ سربېره راډيو ته پر ساده ژبې ټينګار کوي، ښه يې ويلي چې: ښکلا په سادګي کې ده. کېدی شي د يوه خبريال په خبر، يا ګزارش کې داسې توري راغلي وي، چې انسان د نهيلۍ په منګولو کې ښکېل کړي او سړي ته ګروم ورپه برخه کړي، خو که خبريال هڅه وکړي، نو کولای شي په خپل يوه توري يا يوې جملې سره زيات اروايي ناروغان درمل او اروايي اندېښنې يې ترې ليرې کړي. خبريال د راډيويي پروګرام له لارې خپله پوهه او ظرفيت نورو ته نه ورښيي، بلکې د نورو غږونه او ستونزې منعکسوي، چې دغه اصل په هره برخه کې ضروري دی.

تخنيکي ستونځې:

 د يوه غوره او معياري پروګرام جوړنه: د مرکې، لوستنې، متن، حالت او سمونې  څرنګوالی، کتنه او څارنه غواړي. که چېرې ويندوی د خپرونو (نشراتو) په وخت کې له سټوډيو څخه متن لولي، د متن په منځ کې ترې تېروتنه وشي او دی يوه جمله تکرار ووايي، خو د بياويلو په وخت کې بيا کوم توری ترې پاتې شي، نو د اورېدونکو چې دغسې تېروتنې ته پام شي، زيات سوچ يې هملته پاتې شي، د پروګرام پاتې برخه يې په ذهن کې ځای نه نيسي، اورېدونکي په ذهن کې له ځانه پوښتي، چې:

 دا تېروتنه يې ولې وکړه؟

خط يې خراب و؟

ويندوی وارخطا و؟

تر اغېزې لاندې راغلی و؟ او ....

خو ويندوی بايد متن صفا وليکي او د کرښو ترمنځ يوڅه واټن پرېږدي، چې که د ليکو ترمنځ د يوې بلې جملې ليکلو ته اړتيا پېښه شي، بايد دومره تش ځای وي، چې نوې جملې په کې په اسانۍ سره ځای شي.

که چېرې خبريال له چا څخه  مرکه اخلي، مرکه کېدونکی بايد يوه ارام او غلي ځای ته بوځي. ماهرين او کارپوهان ټينګار کوي، چې د مرکې لپاره تر تياري وړاندې بايد مرکه کېدونکی او مرکه کوونکی يوځل تشناب ته لاړ شي، چې وروسته ورته اړتيا پېښه نه شي. کله چې د مرکې ثبت روان وي، بايد زيات پام وشي، چې مرکه کېدونکی ونه ښوري، ځکه بيا يې په اواز کې بدلون راځي. ګرځنده فون (موبايل) او نور ټلېفونونه، يا غږيز وسايل بايد بند کړل شي، تر کوټې دباندې نورو خلکو ته بايد لارښوونه وشي، چې د مرکې په وخت کې دروازه خلاصه يا بنده نه کړي.

د لندن د يوې راډيو يو ډېر تجربه کار پروډيوسر وايي:

کله چې تاسې له چا څخه مرکه ثبتوئ او د مرکې په وخت کې د ټلېفون اواز هم اوچت شو، خامخا ستاسو په ثبتوونکې دستګاه کې هم دغه اواز راځي، نو اورېدونکی چې د راډيو له څپو څخه دغه پروګرام اوري، د ټلېفون زنګ يې چې واورېد، ناڅاپه وارخطا کېږي، ځکه ګومان کوي، د دوی د خپل کور- يا ګاونډي ټلېفون وشرنګېد. په دې توګه د اورېدونکي ذهني حالت ګډوډ او د پروګرام اورېدنه ترې پاتېږي. يا يې خپل ټلېفون ته سوچ ورځي، يا به د مرکې د اورېدو په وخت کې ذهن ته د پروګرام، يو ذهني انځور ورځي، چې دغه مرکه به په څنګه خونه کې شوې وي؟ هغه ټلېفون به څنګه رنګ درلود؟ د کوټې پر دېوالونو به چا انځورونه راځوړند وو؟

همدغه راز که د مرکه کېدونکي د خبرو په وخت کې د دروازې د پرانيستل کېدو اواز اوچت شو، نو اورېدونکي ناڅاپه هېښ شي او په حيرانۍ سره شا و خوا ګوري، ځکه ګومان کوي، چې د دوی د خپل کور ور پرانيستل شو او څوک راننوت!.

د پروګرام د جوړولو په وخت کې بايد د معيار انډول وساتل شي، يانې يو پروګرام بايد له سره تر پايه انډوليزه (متوازنه) ښکلا ولري. داسې دې نه وي، چې د پروګرام پيل (Menu) ښايسته وي، خو په خپله د پروګرام په منځ کې هېڅ د يادولو وړ خبره نه وي. نه دې پروګرام دومره بدرنګه او مبتذل پيل لري، چې د منځپانګې (محتوا) ښايست يې ترې زيات وي، ځکه اورېدونکي بيا هر وخت له دغه ډول ناانډولو او نامنظمو پروګرامونو سره روږدي کېږي، وروسته بيا معياري پروګرامونه هم دوی ته خپل ارزښت بايلي، خو که چېرې د اورېدونکو ذوق او ذهني کچه په پام کې ونيول شي، راډيويي پروګرامونه به هم د خلکو ترمنځ محبوبيت پيدا کړي.

اوسني زياتره خبريالان (MD-Player مېني ډسک پلېير) کاروي، چې حساسې ثبتوونکې دستګاوې وي، کله داسې هم پېښېږي، چې د مرکې په وخت کې له خبريال څخه د ځنډ يا (Pause) تڼۍ ووهل شي، زيات داسې شوي، چې خبريال غوښتي، خپلې پوښتنې ثبتې نه کړي، يوازې د مرکه کېدونکي خبرې ټيپ کړي، خو کله چې له سيمې څخه راغلی او خپل راټول کړي مواد يې اورېدلي، نو يې پام شوی، چې د ځنډ تڼۍ هغه وخت ورڅخه وهل شوې، چې هغه غوښتي، د مرکه کېدونکي خبرې ثبتې کړي، خو کله چې غوښتي، خپلې خبرې رانه ولي، نو د ځنډ د تڼۍ په ګومان يې د ثبت تڼۍ وهلې ده.

 نو د ثبتونې په وخت کې بايد د ّّمېني ډسک پلېيرّّ وړې هندارې ته وکتل شي، چې ثبت روان دی، که نه؟

د ثبت اواز سم دی، که نه؟ او ....

د خبريال چلندونه

له ناروغانو سره يې چلند:

يو خبريال چې کله د خپل عملي کار ډګر ته ګام ږدي، بيا هغه ډاکټر او رنځپوه ته ورته وي، چې زړه سوی يې کومه ګټه نه لري، نو ځکه دی بايد د درملنې او حل لارې چارې ولټوي. ښايي يو خبريال له زياتو دردوونکو پېښو او حالتونو سره مخ شي، کله چې دی غواړي، د پېښو اصلي انګېزه او لامل پيدا کړي، له خطرونو سره به هم مخ کېږي، خو دی به هغه څه خپروي، چې خلک يې وايي. خپل تصرف او زياتونه يې بايد زياته نه وي. ځکه د پېښو په وړاندې يو خبريال، يوې هندارې ته ورته دی، چې يوازې پېښې او بهيرونه منعکسوي، که له ځانه په کې زياتونې او کمونې کوي، نو ځان ته به يې يو لوی ګواښ پېښ کړی وي، ځکه دلته بيا د راډيو پاليسي او حکومتي تګلار هم د پام وړ خبره ده.

انګرېزان وايي:

کله چې تاسې له يوه رواني ناروغ سره مرکه کوئ، له دوی سره مرکه د يوه چارواکي له مرکې سره زيات توپير لري، ځان بايد ورته د يوه خواخوږي دوست په توګه ورمعرفي کړئ، که داسې ونه کړئ، نو هغه به تاسو ته رښتيا ونه وايي، په زړه کې به ډېرې خبرې لري، خو نه يې وايي. نو د دې لپاره چې د دغه ډول کسانو خبرې، د هغوی په سينو کې خوندي او پټې پاتې نه شي، خبريال بايد خپل مرکه کېدونکی له رواني پلوه مطالعه کړي، زړه ته يې لار ومومي، د هغه د زړه خبرې دې راوباسي. چې دغه کار د يوه لاسبري او تجربه کاره خبريال له خوا ترسره کېدی شي.

زياتره ناروغان چې کله خپل دردونه او کړاوونه په يادوي، نو ژاړي، د خپل ژوند ترخې خاطرې وريادېږي، نو ځکه جدي کېږي او ژړا ته پناه وړي. په دې وخت کې يو جدي اقدام ته اړتيا شته، خبريال بايد ناڅاپه ناروغ بلې خبرې ته راوکاږي او داسې پوښتنه دې ترې وکړي، چې هغه مثبتې خوا ته راوکاږي، ترخې خبرې هم بايد ترې واوري، خو دلته بيا خبريال د خپل هېواد او يا نړۍ په وړاندې ولاړ دی، دی بايد د نورو اروايي ناروغانو حالت هم له پامه ونه غورځوي، ځکه کېدی شي، د يوه اروايي ناروغ دردوونکې خبرې، د هغه اروايي ناروغ ستونزه زياته کړي، چې راډيو اوري، خو خبريال کولای شي، له اروايي ناروغ څخه د ترخو خاطرو ترڅنګ ښې خبرې هم واورئ او نورو اروايي ناروغانو ته هم ګټه ورسوي، د ساري په توګه دغه پوښتنې دې ځنې وکړي، چې: په ژوند کې دې څه شی خوښ دی؟

په دې توګه کولای شي له دغسې کسانو څخه ښې خبرې وباسي. په دې توګه يې هم له غمونو ځان او نور خبرولای شي، هم يې پر ذوق، خوښې او سليقې پوهېدی شي. ناروغ ته به يې هم احتمالي ذهني او اروايي ګوزار، نه وي ورکړی. يا دې هم ترې وپوښتي: چا درسره زياته مينه کړې، په کور او يا ملګرو کې څوک درباندې زيات ګران دی؟

يا: کوم خواړه دې زيات خوښ دي؟ کوم رنګ دې خوښ دی؟

له چارواکو سره يې چلند:

يو خبريال، نه يوازې د خپل شخصيت څرګندويي او نمايندګي کوي، بلکې د خپلې اړوندې راډيو، د ځانګړې سليقې، ذوق، معيار او پوهنيزې يا هنري سطحې استازيتوب هم کوي. د خبريال ظاهري بڼه، د خبرو (پوښتنو- ګروېږنو) او څرګندونو ډول، د هغه له پوهې، ځراکت او چالاکۍ سره نېغې اړيکې لري.

خو داسې هم نه ښايي چې خبريال دې له ساده کليوالو او نالوستو کسانو سره داسې چلند وکړي او له هغوی نه دې داسې پوښتنې وکړي، لکه له يوه مسلکي يا بل لوستي کس څخه چې ښايي.

خبريال چې څومره له حالاتو او د خلکو له دود- دوستور سره سم ځان برابروي، هومره بري ته نژدې وي. که چېرې غواړي له ساده کليوالو کسانو سره مرکې وکړي او د هغوی له خولې ښې خبرې ثبتې کړي، بايد د هغوی په شان جامې واغوندي، د هغوی په ژبه، لهجه او انداز خبرې وکړي او پوښتنې دې هم د کليوالو ذهني کچې ته په پام سره طرحې کړي. که داسې ونه کړي، نو بری به يې لنډمهاله يا لږ وي.

يو خبريال به خامخا زيات مهال، له چارواکو سره مرکې ته اړتيا پيدا کوي. نو د چارواکو د پوهې، مسئوليت او کارکچه تر ساده خلکو توپير لري، دلته بيا ډېر غور په کار دی، چې نااړوندې پوښتنې بايد ونه شي، تر مرکې وړاندې هر خبريال له خپل مرکه کېدونکي کس سره لږې خبرې اترې کوي، د ساري په توګه خبريال خپل مرکه کېدونکی په موضوع، موخه، پروګرام او ګټو يې خبروي. که د اوبو او برېښنا له يوه رئيس يا وزير سره مرکه کوي، بايد په اوبو او برېښنا پورې اړوند مسايلو باندې بحث وشي او پوښتنې دې هم داسې وړاندې کړي، چې نه ډېرې پېچلې، نه ډېرې ساده وي. بلکې د خپل پروګرام هدف، موضوع، وخت او ګټو ته دې په پام سره پوښتنې طرحې کړي.

کله چې پوښتنې منظمې او پرله پسې وي، نه مرکه کېدونکی ستړی کېږي، نه خبريال.

په کابل کې د يوې فرانسوي راډيو خبريالانو د بانک رئيس ته بلنه ورکړې وه، دوی د يوه ګردي مېز په ترڅ کې له رئيس څخه پوښتنې ګروېږنې کولې، کله چې مرکه پايته ورسېده، نو يوه خبريال، د يوه اردو ژبي سندرغاړي (عدنان سمېع) سندره چالانه کړه او بيا يې له رئيس څخه وپوښتل:

که تاسو دغه سندرغاړی وپېژاند، زموږ د ادارې له خوا به يوه ښه جايزه درکړل شي!

دا وړ پوښتنه  او له رئيس څخه د يوه سندرغاړي، د پېژندګلوۍ هڅه، يو غيرمعياري او ناوړه، همدغه راز په ژورناليزم کې له توقع خلاف کار دی. ځکه په جدي او ورځنيو مسايلو کې دغه ډول يو اقدام ناوړه هڅه ګڼل کېږي، چې دغه کار يوه لويه نيمګړتيا هم ده، که چېرې ذوقي او هنري مسئله وای، يا له کوم سندرغاړي، د سندرو له کمپوزر، شاعر يا د موسيقۍ له بل اړوند کس سره مرکه کېدای، بيا به دغه پوښتنه کوم عيب نه ګڼل کېده.

کله چې له چارواکو سره مرکه کېږي او د هغه نظر غوښتل کېږي، بايد د هغه دريځ، د راډيو تګلار- کړنلار، همدا شان د خلکو غوښتنې هم په پام کې ونيول شي، يو خبريال چې کله د سټوډيو د مايک شا ته کښېني، نه يوازې د خپل ځان، بلکې د خپل هېواد، خلکو او اخر د ټولې نړۍ په وړاندې وجداني مسئوليت لري.

خبريال بايد يو دريځ ولري؟

د خبريال له دريځ څخه مو موخه هغه موقف دی، چې يو خبريال يې د پېښو په وړاندې لري. په زياتو مسايلو کې واکمن دولت هڅه کوي، خپله پاليسي او روحيه غښتلې وښيي، هر دولت، ان د خپل زوال په وخت کې هم، پر خپلې کمزورۍ او ماتې اقرار نه کوي، بلکې هر ډول چې کېږي، د خپلو پلويانو او هملارو روحيه اوچته ساتي. په دې برخه کې له ډله ييزو رسنيو: ورځپاڼو، راډيو، ټلوېزيون او انټرنټ څخه کار اخلي. خو حقيقت چې هر څنګه وي، خلکو ته به څرګند شي.

که په يوه ځای کې د دولتي چارواکو له خوا بمباري کېږي او زيات عام وګړي په دې پېښه کې وژل کېږي، که خبريال سيمې ته ورځي او دا هرڅه په سترګو ويني او دی مايک خولې ته نيسي او دا هر څه ټکي په ټکي بيانوي، دا په حقيقت کې يو بشپړ رپوټ (ګزارش) نه دی، بلکې په دغسې حالاتو کې ډېر احتياط په کار دی، کېدی شي په يوه خبره د دولتي لوړپوړو چارواکو غوسه راوپارېږي، ځکه چې خبريال که يوازې له ځانه ګډ وي او پېښې نقلوي، بايد خپل ګزارشونه، په اسنادو کره او بشپړ کړي او د ده لپاره سند، د نورو سيمه ييزو خلکو او بيا د چارواکو خبرې دي، چې دوی ته بايد په خپل ګزارش کې د هر اړخ په اړه نظر ورکړي. وروسته دې خبريال دا مرکې سره وتړي او يو ګزارش دې ترې جوړ کړي. خو که چېرې په سيمه کې څوک نه پيدا کېده، بيا دې هم له نژدې سيمه ييزو خلکو څخه جريان وپوښتي او ځان دې خبر کړي.

 له بده مرغه چې نن سبا له ډېرو نړيوالو راډيوګانو څخه نامعياري او له اسنادو تش ګزارشونه خپرېږي، چې امکان لري، په دې کار سره خبريالان نور هم لټ شي او له جديت او پرله پسې هڅو اوږه تشه کړي.

کله چې د دغسې پېښو په اړه د چارواکو نظر غوښتل کېږي، هغوی به خامخا غلطي د بل چا ګڼي او د ځينو کارونو مسئوليت به په غاړه نه اخلي، که خبريال په هرڅه خبر وي او د دولتي چارواکو له خولې څخه دروغ اوري او دی بيا هم پر خپلې پوښتنې او څېړنې زيات ټينګار وکړي، ښايي د دولت قهر او غوسه راوپاروي. په دغسې حالاتو کې بله چاره نه شته، بايد د چارواکو نظر هماغسې خپور شي، خو د عام ولس نظريه دې هم راواخيستل شي او د ګزارش انډول دې سره برابر کړل شي. يانې ولس ته دې زياته ونډه ورکړل شي.

له بده مرغه په دولتي راډيوګانو کې د مطبوعاتو ازادۍ ته پاملرنه نه کېږي، د عام ولس ونډه په کې له پامه غورځول شوې ده، که يوه پېښه کېږي، پړه يې خامخا پر تېر حکومت، يا دښمن اچول کېږي او دومره چې په خپله چارواکي ځانونه په پېښو کې بېګناه ګڼي، عام ولس دومره بې قصوره نه ګڼي.

دلته د خبريال او پروډيوسر لاس هم پراخ نه وي، نه شي کولای، سمه او بشپړه څېړنه وکړي، ځکه چې مخې ته يې د دولتي پاليسۍ او سياسي حساسيتونو پولې پرتې دي. که چېرې يو بشپړ او حقيقت ته نژدې ګزارش برابر هم کړي، د سانسور تر پړاوه نه تېرېږي. خامخا به د دولت پاليسي او د چارواکو بېګناه ثابتول په کې په پام کې نيول کېږي.

 خو اوس زياتې غيردولتي راډيوګانې شته، چې د بهرنيو انجوګانو له خوا اکمالېږي. دغه راډيوګانې د عام ولس د نظر رااړولو لپاره داسې رپوټونه او مرکې هم خپروي، چې د پانګه ورکوونکي يا هغه هېواد پرضد وي، چې دغه راډيو يې پر پښو درولې ده، له همدې کبله بهرنۍ راډيوګانې زيات اورېدونکي لري. دا وخت خلک حقيقت ته زيات ارزښت ورکوي او هغه راډيو چې د حقيقت په خپرولو کې صرفه نه کوي، خلکو ته زياتې نژدې او محبوبې وي.