کيسه هغه وخت خوندوره وي چي موضوع يې ښايسته وي او له تخنيکي اصولو سره سمه ليکل شوې وي. زموږ په و‌طن کې د وروستيو درې لسيزو تحولاتو د داستان لپاره دومره موضوعات پنځولي دي، چي کېدای شي په هره ګړۍ يې يوه کيسه ولرو. همدغه علت دی چي يو شمېر کره کتونکي په دې باور دي چي له لويو پېښو وروسته ستر هنر رامنځته کېدای شي. دغه حوادث خلک روايتوي خو هنري کيسې هغه وخت ترې جوړېدای شي چي له تخنيک سره سمې وليکل شي. يواځې له پېښو کيسې نه جوړېږي، هر انسان په خپله د کيسو دنياګۍ ده. نجيب محفوظ ليکي (( کله چي له الوتکې يا له څو منزله ودانۍ خلکو ته ګورو ټول يو ډول ښکاري اما کله چي هغوی ته ور نيژدې شو، ډېر توپير لري، که  دغه فرق ته ځير شو سر به مو وګرځي)) د نوبل د جايزې وړونکی عرب ليکوال بيا څرګندوي چي هر لور ته موضوعات پراته دي او له تکرار موضوع هم بيا استفاده کېدای شي (( ځکه چي تکراري موضوع نوې کېږي، لکه خپله ژوند او هر ( نوی ) همهغه موضوع نه ده چي پخوا کار ترې اخيستل شوی و)).

د موضوعاتو په اړه  کره کتونکي وايي، په نړۍ کې هغه کيسې چي ښه موضوع لري او هنري نه وي ليکل شوې څوک يې نه چاپوي او هغه کيسې چي موضوع يې د کار نه وي خو ليکوال يې توانېدلی وي چي د لوستو پر وخت يې لږ تر لږه درې کاره تر سره کړي وي د چاپ وړ کېږي:

۱-  تلوسه يې پيدا کړې وي چي له کرکټر سره به څه کېږي.

۲- لوستونکي ته يې دا فکر ورکړی وي چي څرنګه به کرکټر له دې ستونځې وځي.

۳- دې فکر ته يې هڅولي يوو چي  غوټه به څرنګه ( منطقي ) هوارېږي.

 دغه درې کاره په موضوع کې حرکت پيدا کوي، سپړي يې، پېچي يې، تلوسه پکې ژوندۍ کوي او لوستونکی اړ باسي چي تر وروستۍ شېبې کيسه په خوند ولولي.

ځينې ليکوال له نورو اورېدلي نکلونه کيسه کوي خو ګڼ کره کتونکي په دې باور دي چي تر هغوغوره کيسه څوک نه شي ليکلای چي په خپله يې حس کړې نه وي. دغه احساس ښايي داسې نه وي چي مساله خپله ليکوال ته پېښه شوې وي، خو ليکوال ته د پېښې يو ډول عيني او ذهني انتقال، کيسه د هغه خپله کړې وي.

کېدای شي چي د يوه روغ ماشوم له ليدو سره هغه بېوزله سوالګر چي د کابل په کوڅو کې لاس درته نيسي او خيرات غواړي ستاسې سترګو ته و درېږي، سوالګر بيا بل ټپي کوچنی راپه ياد کړي او په دې ډول له يوې ليدنې دوه زړي پيدا کړو. د روغ کوچني له ليدو ممکن بل روغ کوچنی هم راپه زړه شي خو ډېرکله الهام کټ مټ د ليدونکي شي په څېر نه وي. ‌طبعت  هم مفاهيم زموږ سترګو ته دروي. زما د طبعيت يوه تجربه دا ده چي يوه ورځ په ( پراګ) کې څپک- څپک واوره ورېده ما دکړکۍ له شا ورته کتل که څه هم زه په خپله کوټه کې ګرم (تود) وم خو د واورې ورښت وطن ته بوتلم، د کابل ( ده افغانان) ته يې وروستم، زوړ يومنزله رستورانت يې زما مخې ته ودراوه او دباندې پر سړک باندې يو سوالګر. نور خلک مي ځکه سترګو ته نه درېدل چي په ماشومواله مي په ياد دي کله  چي به واوره ورېده او کوڅې ته به مو سر ور هيسته کړ هيڅوک به په کوڅه کې نه ښکارېدل. دغه احساس د يوه سوالګر کيسه په را وليکله.

 د کيسو د موضوع په اړه، همداراز که له بله اورو، هغه هم د خپل ژوند له نورو تجربو سره شريکولای شو او بيا کيسه ليکلای شو. دغه اشتراک کيسه د ليکوال مال ګرځوي او هغه د نړۍ د انځورګرانو د هنر کمال پکې پيدا کوي چي کله يې هم عکس نه شي لرلای. د بل د خولې کټ مټ اورېدلې کيسه زموږ په وطني کيسو کې ډېرځله له فني اصولو سره ټکر رامنځته کوي. په پېښور کې مي د افغان ادبي بهير دکيسو په غونډو کې څو ځله يادېږي چي په کيسه کې به له غير هنري تصادفه کار اخيستل شوی و، ليکوال به استدلال کاوه چي د خدای دپاره ولې يې نه راسره منئ يومخ همداسې پلاني ته پېښ شوي  دي.

 که څوک د يو چا کيسه وليکي چي وسلوالو پسې واخيسته، د مکروريانو دريم منزل ته  وختله، وسلوال پسې ور وختل، دې له دريم پوړه را ټوپ کړل، منډه يې کړه اوځان يې خلاص کړ.

د دې کيسې ليکوال ته به بل  ووايي دا نو امکان لري؟! ليکوال به ځواب ورکړي، له څو کسانو مي دا نکل اورېدلی دی، کټ مټ د نويمې لسيزې په جګړو کې همداسې شوي دي .دلته د کيسو تخنيک استثناءات نه مني او دا تصادف ګڼي چي په کيسو کې ناببره نتيجه غټ عيب ګڼل کېږي. ځينې کره کتونکي وړانديزکوي چي هغه وخت ښايي له تصادفه استفاده وشي چي په خپله ناببره پېښه د کيسې داتل يا اتلې پر ضد وي، نو که په پورتني مثال کې وسلوال نجلۍ تصادفاً وويني، دا د کيسې له اصولو سره مغايره خبره نه ده. په دريو مواردو کې تصادف د کيسې له اصولو سرغړونه کوي:

۱- کله چي د منلو نه وي.

۲- کله چي په کيسه کې تصادف مهم نقش لري.

۳- کله چي تصادف د کيسې په پای کې راشي.

د دې لپاره چي د تصادف په برخه کې يا په نورو مواردو کې کيسه ليکوال تېر نه وځي، کره کتونکي نويو کيسه لیکوالو ته لارښوونه کوي او وايي،چي موضوع مو پيدا کړه ذهن ته يې وسپارئ، پخه يې کړئ، کرکټرونه او پېښه روښانه کړئ، بيا قلم راواخلی او کيسه وليکئ.

 امريکايي ليکوال (ادوارد هاورد) وړانديز کوي چې کيسه ليکوال دې خپلې تجربې په کيسو بدلې کړي. ښاغلی ادوارد په دې کې دا ګټه ويني چي ليکوال دې ته اړوځي چي خپل ژوند ته ډېر دقت وکړي، ښې ورځې يې ور په زړه کړي او ترخه حالات يې هم له نظره تېرکړي. هاورد زياتوي، زما د يوه ناول له ليکلو وروسته پام شو چي خپله کورنۍ مي اوس سمه وپېژندله. د ادوارد هاورد په وينا برياوې او ماتې د کيسوښه مطالب جوړوي خصوصاً که ستاسې مربوط وي او يا د هغو کسانو چي د هغوی په وړاندې د مينې او مهربانۍ ژور احساس لرئ.

هاورد وايي، کله چي مو موضوع په ذهن کې پخه کړه ، سترګې پټې کړئ، ورو ساه واخلئ، د خپلې موضوع وخت در په زړه کړئ! څه وينئ؟ څه اورئ؟ څه بوی کوئ؟

بيا مکان ته پام وکړئ، که بله کوټه وي، هلته ورننوځی،  هلته هم له خپلو حواسو کار واخلئ، شيان را واخلئ، لمس يې کړئ ، سترګې وغړوئ، بيا له ځانه وپوښتئ، ولې مو دغه وخت او دغه ځای انتخاب کړى دی؟ اوس نو د سترګو د پرانيستلواو ليکلو وخت دی، چي څومره ژر کېدای شي ليکل کوئ. لومړی يو شی مفصل وليکئ، واړه جزييات لا مه کموئ، بيا د دې ليکنې اهميت ته پام وکړئ. دغه تمرين له لسو تر پينځلس دقيقيو وخت نيسي. ناول ليکونکی هاورد وايي، ما دا تجربه کړې چي يو ځل مي يوه زړه راډيو وموندله، د لرګيو سندوخ يې درلود، ها خوا يو څراغ بل و. په خيال کې مي ګوتې ور وړې، لمپه مي لمس کړه، پوزه مي ور نيژدې کړه، بوی مي حس کړ، د راډيو سندوخ مي خلاص کړ، د کوچنيوالي د وخت يوه پروګرام ته غوږ شوم. بيا مي په خپل ژوند کې د راډيو د ارزښت په اړه فکر وکړ، هغه سړی مي را په ياد کړ چي راډيو يې راکړې وه، دغه راډيو مي په کيسه  کې يوه کرکټر ته وبخښله.

د ناول ليکونکي هاورد له لارښوونې سره سم اوس پر کرکټرونو فکر وکړئ؟ کرکټرونه توصيف کړئ، که يو کرکټر بل ته راډيو ورکړي او له دوی پرته دريم هم ذهن ته لاره وکړه د هغه په اړه هم وليکئ، بيا د سوالونو وار دی:

۱- لومړي کرکټر ته ولې دا راډيو ارزښت لري؟

۲- د دې راډيو له لرلو څه پېښېدای شي؟

۳- دا راډيو يې چېرته موندلې ده؟

۴- ولې دوهم لومړي کس ته دا راډيو ورکړې ده؟

۵- اوس چي يې راډيو ورکړې څه به پېښ شي؟

۶- دريم کرکټر ولې راډيو غواړي؟

۷- که دريم کرکټر هڅه وکړي چي راډيو تر لاسه کړي څه به پېښ شي؟

دلته څو ټکره رامنځته کېږي. ښاغلی هاورډ لارښوونه کوي چي له څو ټکرونو يو انتخاب کړئ او بيا لاندېنيو سوالونو ته ځواب ورکړئ:

۱- له دغه ټکر سره به څه پېښې رامنځته شي؟

۲- له دې ټکره څه داستاني عمل پيدا کېدای شي؟

۳- څرنګه دا ستونځه حل کېدای شي؟

کله چي دغې مرحلې ته د ناول ليکونکي هاورډ په وينا راورسېدو، ګورو چي اصلي شی د يوه دی خو له څو کسانو سره ارتبا‌‌ط پيدا کوي.

عرب ليکوال ( حسين القباني) بيا د مضمون د موندلو لپاره د کلماتو د تداعي لارښوونه کوي ليکي، مثلاً د کوټې کلمه را اخلو د دې لپاره چي يو يا څو کيسه ييز موضوعات ترلاسه کړو نو لومړی بايد دکلماتو د تداعي لار تعقيب کړو، دا د ارواپوهنې مشهوره طريقه ده. د کوټې د مانا تداعي په دې ډول عملي کوو:
کوټه،بالکون..کړکۍ..کور..کوڅه..ښځه..ښايسته..بوډۍ..کوڼده..
مور..پلار..ميره..او داسې نور.

کيسه ليکوال حسين القباني وړاندې ليکي، د کوټې کلمه ما په خپله پخپل ژوند کې عملي کړې ده او څو کيسې مي ترې جوړې کړې چي بيا مي خپرې کړې دي. ليکوال وړاندې ليکي، که امکان ولري چي دا کلمات لږ منظم وليکل شي نو د کيسې موضوع به څه روښانه شي.

کوټه..بالکون..کړکۍ..ښځه..بوډۍ..کونډه..کوڅه..خوشالي..دخپګان ياد..ميره..

په دې ډول به دا موضوع لاس ته راشي:

(( بوډۍ کونډې د خپلې کوټې له کړکۍ سر بهرکړی و او په سړک کې يې ډنګ او ډونګ ته کتل، دې ته پخواني وختونه ور په زړه شول..د واده شپه چي د ميرې له لاسه پرې پوه نه شوه)).

د ګڼو کيسه ليکوالو په وينا د يوه ليکوال خپلې تجربې تر بل هر څه د کيسود موضوعاتو ښې زېرمې دي خو دلته بيا هم هغه تېره خبره چي دغه موضوع  فني اصول صيقلوي. يوه ورځ يوه دوست کيسه راکړه چي ويې لولم. کيسې خوند رانه کړ، يوه بل ګران ملګري ته مي وويل، د دې کيسې خوند څه شي وړی دی؟! راته  ويې ويل، ترې ډېره شخصي شوې ده. دا خبره زما په فکر پخه خبره ده، هغه ليکوال نه و توانېدلی چي خپله کيسه له بل سر شريکه کړي. د شراکت او صميميت لپاره د کيسې روايت مهم دی.که چېرته ليکوال دکيسې پوه کرکټر وي، ښايي لوستونکی يې ونه مني او د ليکوال او لوستونکي تر منځ فاصله رامنځته شي.

يوشمېرکره کتونکي په دې باور دي چي بې موضوع ليکوال مترادفات سره کتاروي او د يوې صحنې داسې جزييات ممکن تشريح کړي چي هغه د کيسې له نورو عناصرو سره اړخ نه لګوي. که څه هم اطناب په افغاني کيسو کې د ځينو په وينا حق الزحمې هم رواج کړی دی. خپرندويه مراجعو به دکيسې يا يوه مطلب پيسې ليکوال ته په صفحو ورکولې. په وطني کيسو کې د موضوع د فقر يوه نخښه ښايي دا وي چي کله ناکله سره ورته مسايل په يوه ډول څېړو. په کابل کې د شپېتمې لمريزې لسيزې ګڼې کيسې د خوار و شتمن ټکرانځوروي او په پېښور کې د شپېتمو او اويايمو لسيزو ګڼې کيسې له شوروي عسکرو سره جګړه، خو دغه دوه عمومي موضوعات هم که د کيسو له اصولو سر سم وليکل شي او د يوه ليکوال د خپل ذهن محصول وي ښه شی ترې جوړېدای شي. نجيب محفوظ وايي ( هره زړه موضوع بيا هم نوې کېدای شي، دغه نوښت هنر رامنځته کوي او د هنر په برخه کې دامهمه نه ده چي څومره نوی دی بلکې دا مهمه ده چي ګټه يې څومره ده او خوند يې څومره) د نجيب محفوظ په وينا خوند او ګټې د بشرهنري ميراث غلبېل کړی دی، يوشمېر ليکنې يې تلپاتې کړي دي او يوشمېر يې هېرې کړې دي.

نجيب محفوظ موضوع ته ډېرارزښت ورکوي، دی وايي، کله چي انسان څه اصل ته پابند نه وي او څه ته ارزښت نه ورکوي نو بيا چي قلم راواخلي او ليکل پيل کړي، يواځې په فورم کې ځان غرقوي او په هغه کې خوند ويني. د تخنيک په اړه نجيب محفوظ وايي چي خپله کله هم د ليکلو پر وخت په تخنيک پسې نه دی ګرځېدلی او له تخنيکي ستونځې سره نه دی مخامخ شوی ځکه چي د موضوع په اړه فکر کوي. دی وايي، دغه فکر ماته تخنيک خپله په ګوتو راکوي.

اخځونه

۱- ادوارد هاورد امريکايی ليکوال دی ناولونه ليکي او له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره همکاري کوي.

۲- الشرق الاوسط ورځپاڼه، المملکة العربية السعودية،۱۴۱۳- رجب۱۰ .

۳- لنډې کيسې به څنګه ليکو؟ ا-پ- ژباړه ۲۰۰۰-.         پاى