پښتو ژبه او نړيوالتوب (ګلوبلايزېشن)

 نن سبا زه وينم چي د هر چا په خوله کې د نړيوال کلي يا ګلوبل ويلج يوه نعره ده او په دې نړيوال کلي کې هر چاته دا ويره څرګنده ده چي په دې نړيوال کلي کې به د هغه خپل نوم، پېژندنه، کلتور، ژبه، تاريخ، وسايل او خپل قومي وجود به څنګه ژوندى پاته شي او په نړۍ کې ټول قومونه لګيا دي پر دې باندې فکر کوي چي هغه به خپل دغه قومي عنعنات په دې نړيوال کلي کې څنګه ځايوي او خپل قومي ژوند ته به څنګه وده ورکوي چي هغه نه يواځې ژوندي وساتي، بلکې نور يې هم پر مخ بوځي.

دا يو اټل حقيقت دى چي په دې مادي نړۍ کې د هر څه ښه او بد اړخونه وي خو تر ټولو له مخه د پام وړ خبره دا ده چي موږ د نړيوالتوب (Globalization) په دې اصطلاح باندې لومړى خپل ځان پوه کړو او بيا د دې په ښه توګه جاج واخلو، ځکه چي موږ ته د دې ښه او بد اړخونه را څرګند شي او وروسته له هغه ورته خپله يوه تګلاره يا ستراتيژي جوړه کړو.

نړيوالتوب (Globalization) زما په اند دوه ډوله دى:

١. لومړى خو د سامراجي يا سرمايه دارانه (پانګوال) نظام ګلوبلايزېشن دى، چي هغوى د خپلې پانګې لپاره د يويشتمې پېړۍ په پيل کې په نړۍ کې دا اوازه ګډه کړه او د رسنيو (مېډيا) له لارې يې د نړۍ کونج- کونج ته دا خبره و رسوله او پر دې باندې يې خپلو د کرايې ليکوالانو او ژورناليستانو ته ډېرې پيسې ورکړې چي هغوى د نړيوالتوب يا ګلوبلايزېشن په هکله تبليغات وکړي او ټول انسانان په دې خبره قانع او خبر کړي چي دا اوس د ګلوبلايزېشن دور دى او په دې دوره کې پانګوالو (سرمايه دارو) ته د هيڅ ډول قانون يا اصولو د سرحدونو پابندي کول نه ده په کار، ځکه وايي چېرې چي يوۀ سرمايه دار ته ښه ګټه په لاس ورتلاى شي، هلته پانګونه يا سرمايه داري کول د هغه فطري حق دى او دا هم يو حقيقت دى چي سامراج (استعماريت) هيڅ يو دين، هېواد يا اخلاق نه لري، نو په لنډه توګه بايد ووايو چي د سرمايه دار ګلوبلايزېشن د زاړۀ نوآبادياتي نظام يو نوى او پرمختللى شکل دى چي هغوى له دې لارې غواړي د نړۍ ټول وسايل- که بشري دي او که طبعي- هغه قبضه کړي او بيا يې د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

دا نن چي موږ وينو او په خپلو سترګو يې ګورو چي سامراج يا استعماريت په دې نړيوال کلي کې په هر هغه سيمه يا هېواد کې خپله خيرنه او بدرنګه څېره ښکاره کوي، چي هلته د تېلو، ګازو، سکرو او قيمتي کاڼو زېرمې موجودې وي او دوى د خپلو دغو ناپاکو غرايضو او پلانونو د سر ته رسولو لپاره يو ځل بيا مذهبي منافرت ته هوا ورکړې ده او د تهذيبونو تر منځ د شخړې او جګړې (Clash of Civilization) په نامه مذهبي افراطيان او بنسټپال را پورته کوي او په دې توګه د سيمو د وسايلو لوټلو ته يوه نه يوه پلمه لټوي او سر له اوسه لا هلته خپل پوځونه رسوي چي په دې توګه دوى هر څه غصب او قبضه کړي.

٢. دويم نړيوالتوب (Globalization) هغه دى کوم چي د انساني ژوند د ارتقا او پرمختګ له امله منځ ته راغلى دى، ځکه چي انساني ژوند لګيا دى او له غارونو، ځنګلونو او قبايلي دودونو څخه د را تېرېدو په حال کې دى او له زرعي او صنعتي دورې څخه را تېرېږي، بلکې په ځينې ځايونو کې خو را تېر شوى دى او د نوې ټيکنالوژۍ په چوکاټ کې يې ګام ايښى دى او د همدې پرمختللي او د ټيکنالوژۍ د ژوند له امله ټولې نړۍ د يوۀ کلي بڼه خپله کړې ده.

نن سبا دا خبره د چا زړه ته نه لوېږي چي ګواکې د نړۍ په يوۀ کونج کې به يو څه کېږي يا به يو نوى ايجاد (اختراع) کېږي او د نړۍ په هغه بل کونج کې به خلک نه ترې خبرېږي، ځکه نړۍ اوس د برېښنايي رسنيو له امله ډېره سره را نيژدې شوې ده، بلکې د نړۍ د يوې سيمې خلک د بلې سيمې له ايجاداتو نه يواځې ډېر ژر خبرېږي، بلکې ترې اغېزمن کېږي هم.

په دې هکله چاپېريال پوهان (Environmentalists) د کمبلۍ (Butterfly) په نامه يوه تيوري هم وړاندې کړې ده. که څه هم هغه تيوري يواځې او يواځې په چاپېريال پورې اړه لري، خو هغه زموږ پر انساني چاپېريال باندې هم هغسې سهي ثابتېږي. ساينسپوهان وايي د دې تيوري له مخې کله چي د نړۍ په يوه برخه کې يوه کمبلۍ خپل وزر يو وار ښوروي، نو دا د نړۍ په بله برخه کې د يوۀ لوى توپان د راتلو سبب هم جوړېداى شي. د نړيوالتوب (Globalization) دا دويم قسم يو سهي او فطري عمل دى، خو دا چي انسان تل په فطرت کې مداخلت کړى دى او لګيا دى کوي يې، نو په نتيجه کې يې دا په خپله د انسان په تاوان پرېوځي.

د نړيوالتوب لومړى شکل چي سرمايه دارانه ګلوبلايزېشن ورته ويل کېږي، د ارتقا او پرمختګ او د فطرت په لاره کې داسې خنډونه را ولاړوي، چي له امله يې د نړۍ پر سپېڅليو او بېګناه انسانانو باندې د خپل ژوند کړۍ را تنګوي او ناارامه کوي يې او په داسې يوه خوړجنه جګړه يې اخته کوي چي په هغه کې يې هر څه لولپه او لوخړه شي او په نتيجه کې دوى ترې خپل ځان نه شي ژغورلاى.

نن چي انسان له کومو ستونځو سره مخامخ دى، دا هم د همدې پانګوال يا سامراجي ګلوبلايزېشن نتيجه ده چي هر څوک يې دې ته اړ کړي دي چي هغوى نه يواځې خپل قومي وجود او خپله ژبه د نړيوالتوب (Globalization) په دې غوبل او يرغل کې خوندي او باقي وساتي، بلکې له دې ډاره غواړي نور هم د پايښت او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.

نو موږ څنګه کولاى شو چي موږ دا خپله ژبه، خپل قوم، هېواد او په خپل څو ټوټې وېشلي هېواد کې موجود ټول بشري او طبعي وسايل نه يواځې خوندي وساتو، بلکې په خپله کار هم ترې واخلو. زما په نظر د دې لپاره يوۀ مستحکم او په خپلو پښو ولاړ خپلواک رياست او يوۀ ټينګ رياست ته اړتيا ده، خو له بده مرغه موږ ټول پښتانه يوې خواته په بيرته جوړ شوي او نوين افغانستان کې ژوند کوو، چي تر اوسه يې لا خپلې رياستي ادارې هغسې فعاله او په پښو ولاړې نه دي او لا تر اوسه پورې په ډېرو بنسټيزو کارونو سر دي او د افغانستان اوسنى حکومت په بشپړه توګه دې ته تيار نه دى چي هغه د نړيوالتوب (Globalization) په دې غوبل او يرغل کې خپلې ژبې ته وده ورکړي او خپل تاريخ او کلتور له دې ناترسې سيلۍ څخه خوندي وساتي او بلې خواته له افغانستانه را جلا کړاى شوي پښتانه، چي په مستعمره او محکومه پښتونخوا کې په درېوو برخو وېشل شوي دي، نه يو ټاکلى او منتخب پارلمان لري او نه تر اوسه پورې پر خپلو قومي وسايلو واک لري او نه هم له بده مرغه تر اوسه پورې خپل نوم لري او پر دې برسېره له يو شمېر سياسي، ټولنيزو، مذهبي او اقتصادي جنجالونو سره هم مخامخ دي او په خپل کور کې يې پر خپله ژبه باندې بنديزونه لګېدلي دي او هغه د يوۀ شاعر ملګري خبره ده، چي :

موږه لېونو د زمانې ګرېوان نيولى دى
خلک هوښياران شو له وختونو سره تلل کوي

 په لنډه توګه به دا ووايم چي پښتانه که د لر دي او که د بر دي، له يو ډول پېښو سره مخامخ دي. په داسې حال کې چي د پښتو ژبې لپاره بيا هم چا څه نه څه له خپل وس سره سم کار کړى دى، هغه همدغه اديبان، ليکوالان، ژورناليستان او پر خپل قام او ژبه مين شاعران دي، چي خپلې شخصي ګټې يې تر شا کړې دي او هر ډول ستړې ستونځې يې پر ځان وړې دي خو په خپلو وينو يې دا د جنت ژبه(!!) لا تر اوسه پورې ژوندۍ ساتلې ده.

نن هم زموږ د ژبې او تاريخ دوښمنان لګيا دي او په خپلو ډول- ډول دسيسو او هوښياريو زموږ د ګلشن دغه مالياران ځوروي او تنګوي. په کابل کې د "هوسۍ" مجلې مسوول مدير ګران صالح محمدصالح او يا بيا په پېښور کې د "ليکوال" مجلې مسوول ګران نورالبشر نويد په څو- څو واره ځورول شوي او مرګوني بريدونه پر شوي دي.

زموږ د ژبې خوندي ساتل او وده ورکول نه يواځې د ليکوال او سياستوال کار دى، بلکې په دې کې هر هغه څوک شامل دى چي هغه پښتو ژبه خپله مورنۍ ژبه بولي. د دې لپاره په کار ده چي پښتانه سياستوال- که ملتپال (قامدوست) دي او که مذهبي سياستمداران- د خپلې ژبې خوندي ساتل او وده ورکول د خپل سياست برخه وګرځوي او نه يواځې دا چي په خپل سياست کې دي ځاى ورکړي، بلکې په عملي توګه دي- په دې نظر چي ګواکې د خپلې مور ژبه يې ده- د پښتو د ودې لپاره جدي او سنجيده ګامونه پورته کړي، خو له بده مرغه دلته هم موږ په شعوري يا لاشعوري توګه يوه تېروتنه کوو، هغه همدغه د قلم څښتنان او زموږ سياستوال دي، چي تر اوسه پورې لا پر دې خبره نه سره جوړېږي چي ادب د قام سترګې دي او که سياست؟ ادب د يوۀ قام لپاره د روح حيثيت لري او که سياست؟

متاصفانه خپله ټوله انرژي او خپل قيمتي وخت پر داسې بې مانا او بې نتيجې خبرو له لاسه ورکوي. زما په نظر اوسني حالات د دې خبرو او ناندريو نه دي، ځکه که موږ په دغسې بېځايه خبرو کښېوزو، نو خداى مه کړه نه به مو د نړيوالتوب (Globalization) له دې توند او تېز توپانه خپل کلتور او تاريخ خوندي ساتلي وي او نه به مو خپله ژبه خوندي او ژوندۍ ساتلې وي.

نو اوس لا هم وخت زموږ په لاس کې دى او ډېر ځنډېدلي نه يو، راځئ چي ټول پښتانه- که ملا دى، که سياستوال او که ليکوال دى- سره کښېنو، سره جرګه شو او په دې هکله د خپل قام له هرې ډلې او هرې طبقې سره تړلي خلک و ږغوو او خپل فکر سره شريک کړو چي موږ دا خپله تاريخي او وياړلې ژبه پښتو څنګه او له کومې لارې د زدکړې، تجارت، عدالت، اړيکو (رابطې) او رسنيو ژبه جوړولاى او ګرځولاى شو، ځکه چي د نړيوالتوب يا ګلوبلايزېشن په دې توپاني دوره کې يواځې هغه ژبې ژوندۍ پاتېدلاى شي، کومې ژبې چي د تعليم، تجارت، رابطې او رسنيو ژبې دي. که موږ په ريښتينې مانا د خپلې ژبې د خدمت، ودې او د نړيوالتوب له خونړي توپانه د ژغورنې احساس په ځان کې پيدا نه کړو، نو له موږه به هم په سيند ايالت کې او په سوهېلي پنجاب کې مېشت هغه بلوڅان جوړ وي، چي په نامه بلوڅان دي، خو له بده مرغه د خپلې مورنۍ ژبې بلوڅي پر ځاى، په سيند کې په سيندي او پنجاب مېشتي يې په سرايکي ژبه خبرې کوي او بلوڅي ژبه يې په بشپړه توګه هېره کړې ده:

چا يې پلو د جمال وا نه خيست
پښتو لا هسې بکره پرته ده