عزيزالله خان چي په عزيزماما مشهور و، د ۱۹۵۰م كال د نومبر پر ۱۱مه نېټه پښين سيمې ته نيژدې د توبه كاكړي په حاجي خان كلا (سرګړې+ سرګړګې) كې د خان حاجي سيدمحمد خان- چي په حاجي سدو خان مشهور و- په كور كې زوكړى و او په خټه د پښتنو د لوى ټبر كاكړو په څانګه كې ترغرى، خانخېل، احمدخېل كاكړ و، لومړنۍ زدكړې يې په خپل ټاټوبي توبه كاكړي او منځنۍ زدكړې يې تر لسم ټولګي پورې د پښين په عالي ليسه (هاى سكول) كې تر سره كړې وې او يوولسم او دوولسم ټولګى يې د كوټې په ګورنمنټ كالج كې لوستي وو، همدارنګه ديارلسم او څورلسم ټولګى يې هم د كوټې په ډګري كالج كې لوستي وو او وروسته يې له بلوچستان پوهنتون څخه په انګليسي ادبياتو كې د ماسټرۍ ډګري تر لاسه كړې وه. ارواښاد لا زده كوونكى و چي په سياسي هلو ځلو بوخت شو او د كالج له لومړي ټولګي (يوولسم) څخه د پښتنو د ملتپال ګوند د زده كوونكيو د سازمان (پښتون سټوډنټس فېډرېشن) غړى شو او هغه مهال چي د پوهنتون زده كوونكى و، د عوامي نېشنل ګوند د پښتنو محصلينو د اتحاديې يا پي ايس ايف مشري يې پر غاړه درلوده.

عزيزالله ماما لومړى ځل په تربت كې د انګليسي ژبې د استاد په توګه مقرر شوى و، خو تر څو كلونو وروسته يې د نېشنل عوامي ګوند (NAP) د يوۀ فعال غړي په توګه د خپلو ملي او سياسي مبارزو په ترڅ كې له ځينو نورو پښتنو ملتپالو سره د ملي سياست په ملګرتيا په سياسي مسافرت او ملي مبارزه په ۱۹۷۳م كال افغانستان ته لاړ او نيژدې څلور كاله د پښتونستان د مسئلې د موضوع په اړه د يو سياسي كاركن په حيث په كندهار، كلات، كابل او جلال اباد كې پاته شو چي بيا په ۱۹۷۸م كال د سردار محمدداوودخان د جمهوريت په وخت كې له افغانستانه بيرته كوټې ته را ستون شو او د حقوقو يا وكالت (ايل.ايل.بي) پوهنځى يې ولوست(1) او بيا يې د ژوند تر وروستي كاله د حقوقپوه يا وكيل په توګه دنده تر سره كړه. سره له دې چي د وكيل ژوند له ډېرو ستړو او كړاوونو ډك وي خو ارواښاد عزيزماما د وكالت په ستړي ژوند كې هم د يوۀ بااحساسه پښتون په توګه خپله ژبه او خپل ملت نه وو هېر كړي او تر خپله وسه يې خدمت ورته كاوه. په وكالت كې يې هم د بېوزلو خلكو او د داسې خلكو- چي د چا له خوا به ظلم ورسره شوى و- ډېره مرسته يې كوله او د يوۀ خواخوږي انسان او مهربانه ورور په توګه به يې د هغوى د شخړې وكالت كاوه او د پيسو د لاسته راوړلو له حرص او لالچ پرته به يې كوښښ كاوه چي په بيړنۍ توګه د هر چا د ستونځې او شخړې دوسيه يا كېس د عدالت د قاضي مخې ته كښېږدي او پرې نه ږدي چي موكل يې په مياشتو- مياشتو تر عدالت يا محكمې پورې راشي لاړ شي.

ارواښاد عزيزالله خان د ژوند زياته برخه سياست ته بېله كړې وه او د يوۀ ملتپال سياسي مبارز په توګه يې خپل ولس ته زيات خدمتونه تر سره كړي وو او دا مهال د عوامي نېشنل ګوند په مشرانو كې ګڼل كېده. عزيزالله خان به تل د لر او بر پښتنو د يووالي په فكر كې و او هيڅ وخت يې د پښتنو په اړه دا خبره نه شواى زغملاى چي ګواكې پښتانه او افغانان سره بېل دي.

د عوامي نېشنل ګوند يو مشر اورنګزېب خان كاسى د ارواښاد عزيزالله خان د سياسي ژوند په اړه وايي:

((عزيزالله ماما د پښتني سيمې يو ريښتينى مبارز و، په دې خبره كې هيڅ شك نه شته چې عزيزالله ماما د پښتنو په قومي تحريك كې د باچاخان د قافلې يو داسې سپاهي دى او يو داسې سپاهي و چې هغۀ په ډېره ريښتينې توګه د پښتون قام او ولس خدمت وكړ او د يو داسې سياستمدار په توګه په حق ورسېد چي ډېر لږ سياستدانان په دې طريقه خپل سياسي ژوند تر پايه رسولاى شي. عزيزالله ماما يو داسې سياسي مبارز ثابت شو چي هغۀ دا ثابته كړه چي د نن زمانې په دې خودغرضه سياست كې هم د باچاخان داسې پيروكاران شته چي هغوى د باچاخان هغه بل كړى مشعل او د هغۀ روڼا په هماغسې نظريه بله ساتلاى شي. په ځانګړې توګه د بلوچستان په پښتني سيمو كې او په عمومي توګه په ټول پښتني وطن كې عزيزالله ماما په خپل ولس كې يو داسې فكر خپور كړ، چي هغه د باچاخان د فلسفې په روڼا كې يو مترقي سياسي سوچ و او د دۀ په دې كې ډېر لوى كردار دى))

عزيزالله خان د پښتو ژبې شاعر او ليكوال هم و، چي څلور ناخپاره شوي آثار يې هم تر شا پاته دي. پوهاند سيال كاكړ د ارواښاد عزيزالله خان او د هغۀ د ادبي ژوند په اړه وايي:

((عزيزالله خان ډېر اړخونه لري، دا زموږ د دې سوهېلي پښتونخوا يو خورا لوى او معتبر شخصيت و، عزيزالله خان يو داسې انسان و، چي كه څه هم د خان په كور كې پيدا سوى و، خو د غريبانو مل و، دۀ د پښتو په ادبي ډګر كې ډېر خدمات تر سره كړي دي. عزيزالله خان له پښتو سره خورا زياته مينه درلوده، په رګ- رګ كې يې پښتنواله ننوتلې وه او همدغه پښتنواله او پښتني احساسات دۀ په خپلو شعرونو كې بيان كړي وو، كه له يوې خوا دۀ لږ و ډېر عشقي شعرونه ويلي دي خو د دۀ زياتره شعرونه په ملي دردونو او ملي احساساتو پسوللي دي))

د عزيزالله خان په وينا دۀ يواځې يو څه وخت شعرونه وليكل خو بيا يې د خپلو سياسي او مسلكي بوختياوو له امله شعر ليكلو ته وخت نه شواى تر لاسه كولاى، خو د شعرونو او نورو ادبي اثارو مطالعه يې هيڅكله نه وه پرې ايښې. د دۀ له لومړنيو شعرونو څخه د يوۀ شعر چې سرليك يې دى ((شهيدانو ته!)) يو څو بيتونه را اخلو:

 

د غيرت نغمې مدام وايم شهيده!
ستا و لوړ شان ته سلام وايم شهيده!
ستا د سرې وينې له جوش او له غيرته
و ځلميانو ته مرام وايم شهيده!
ستا سپېڅلې وينې لار راته ښكاره كړه
ځكه شعر مدام د قام وايم شهيده!(۲)

 

له پورتني شعر څخه موږ اټكلولاى شو چي عزيزالله خان پر شعر باندې ډېر حاكم و او ښۀ روان شعر يې وايه خو كه د ژوند سرخوږيو او بوختياوو نه واى را ګير كړى نو اوس به يې ډېر شعرونه موږ ته را پاته واى. پورتني بيتونه موږ ته د عزيزالله خان فكر هم را پېژني چي ارواښاد له خپلې خاورې سره څومره مينه لرله ځكه خو يې د خپلې خاورې شهيد ته په خپلو شعرونو كې دومره لوړ مقام وركړى دى.

عزيزالله ماما په خپلو شعرونو كې ټولنيز او اجتماعي مسايل هم وخت پر وخت څېړلي دي، چي دا يې هم د ښۀ سړيتوب او له خلكو سره د ښۀ ژوندانه يوه ستره ځانګړتيا بللاى شو. ارواښاد چي په خپله يو خوشاله او خندانه سړى و، نو بدنيتي او بدبيني هم ورته ډېر ټيټ كارونه ښكاره كېدل، په خپل يوۀ بيت كې وايي:

 

تنګ نظره او كم ظرفه سړى مه سې
په دنيا كې به دي نه كوي پرسان څوك

 

لكه په خپل پورتني بيت كې يې چي ويلي دي، عزيزالله خان خپله هم ډېر د ښې طبعې څښتن و او هيڅ وخت به يې چا پر تندي ګونځه نه وي ليدلې، ښايي همدا لامل و چي نوموړي د خپل حساس ذهن او زړۀ له امله پر زياتو بوختياوو برسېره د خپل ولس او ژبې خدمت ته ملا تړلې وه او په ډېر بامسووليته توګه يې دا خبره حس كړې وه چي پښتانه له سياسي پلوه ډېر ځپلي او استعمار وهلي دي او د دې لپاره كلكه ملي، سياسي او علمي مبارزه په كار ده، په دې مبارزه كې د ژوند تر پايه بوخت پاته شو، خو نه پكې ستړى شو او نه يې مبارزه پرېښوه، چي زما په فكر داسې ډېر لږ خلك په قومونو كې، په ځانګړې توګه زموږ په بدمرغه او ځپلي قوم كې پيدا كېداى شي چي د ژوند څلوېښت پسرلي دي د ملت او ژبې خدمت او چوپړ ته ځانګړي كړي او خپل ټول ارمانونه دي دي د خپل هېواد له ازادۍ سره وتړي.

عزيزالله خان چي پخوا يې غمزده(۳) تخلص كاوه د نثر په برخه كې هم ډېر كار كړى و او د وخت په تر لاسه كولو سره به يې ډېرې ښې پخې ادبي ليكنې كولې. د ژوند په وروستيو كې نوموړي د پښتو ادبياتو پر تاريخ باندې يوه اوږده مقاله پيل كړې وه چي تر معاصرې دورې پورې يې را رسولې وه، خو هغه مقاله لا په كتابي بڼه نه ده چاپ شوې.

موږ به دلته په لنډ ډول د عزيزالله خان د نثر ځانګړتياوې په ګوته كړو چي نوموړي په څومره عاميانه ژبه ښې پخې علمي او څېړنيزې ليكنې كولې. عزيزالله ماما به نۀ يواځې په خبرو كې، بلكې تل به يې په خپلو ليكنو كې هم هڅه كوله چي د پښتو سوچه توري وكاروي، په تېره بيا داسې توري يې زښت زيات خوښېدل چي په ښاري ژوند كې به په خبرو كې نه كارېدل او چي د هرې سيمې له كوم كس څخه به يې يو نوى تورى واورېد، هغه به يې هم په خبرو كې كاراوۀ او هم به يې په ليكنه كې ورڅخه استفاده كوله. د عزيزالله ماما د نثر يوه نمونه به د هغۀ د (خوشالخان خټك، د نوې پښتو ملتپالنې بنسټ ايښودونكى) ليكنې په يوه برخه كې سره ولولو:

"د خوشال خان خټك د شاعرۍ موضوع يوه او مخصوصه نه ده، بلكې هغه د ژوندانه پر هر اړخ ږغېدلى او څرنګه چي يې د انساني طبيعت او فطرت ډېره ژوره مطالعه درلوده، نو ځكه يې مشاهده او تجربه بېخي زياته ژوره او سېوا وه، پر دې اساس هغه د انساني ژوند په هكله د شعر په ژبه وينا او ږغا كوله"(۴).

د عزيزالله خان د نثر په پورتنۍ بېلګه كې يوې خواته موږ د خپلې مخكينۍ خبرې د ثبوت لپاره د (ږغا) تورى را اخلو چي په ږوب او شاوخوا سيمو كې ويل كېږي او د خبرو مانا وركوي، ماما په خپله ليكنه كې كارولى خو ورسره يې د دې متبادل تورى (وينا) هم ورته ليكلى چي په دې توګه خلك پوهېدلاى شي چي ږغا په دې سيمه كې د خبرو مانا وركوي، د دې تر څنګ د نثر په پورتنۍ بېلګه كې موږ د خوشال خان خټك د انساني طبيعت د ژورې مطالعې په اړه د عزيزالله ماما نظر ته له دوو لارو كتنه كوو، يو دا چي دۀ د خوشال د ژورې مطالعې په پايله كې د هغۀ انسانپېژندنه احساس كړې ده، خو ورسره موږ ويلاى شو چي كه عزيزالله ماما خپله د انساني طبعيت او فطرت مطالعه نه لرلاى او انساني ژوند ته يې له يوې ځانګړې زاويې نه كتلاى ، د خوشال د انسانپېژندنې درك يې هم نه شو كولاى.

كه موږ د خوشال خان خټك په اړه د عزيزالله ماما ليكنه له تحقيقي پلوه وګورو نو ويلاى شو چي نوموړى د څېړنې له اصولو سره هم تر ډېره بلد و، ځكه د خوشال خان د ملتپالنې په اړه عزيزالله ماما د خوشال ژوند، شاعري، مبارزه او چاپېريال په دومره دقيقه توګه څېړلي دي چي د يو عادي ليكوال له زغم او توانه وتلې خبره ده.

ارواښاد عزيزالله خان (په سهېلي پښتونخوا كې د پښتو ژبې او ادب وروسته پاتې ورځ) تر سرليك لاندې هم يوه اوږده او مفصله مقاله ليكلې وه چي د پښتو ژبې د ادبي تاريخ يو مهم څپركى يې بللاى شو. كه څۀ هم د دې ليكنې په سرليك كې يواځې سهېلي پښتونخوا ياده شوې ده خو په دې ليكنه كې ليكوال د پښتو له لومړي شاعر امير كروړه يې را نيولې تر اوسني عصر پورې په زړه پورې څېړنه كړې ده. په دې ليكنه كې هم موږ د ارواښاد عزيزالله خان د نثر ځانګړنې ليدلاى شو چي پكې د ده د ليك سبك او رنګ له ورايه څرګندېږي او د سوچه توريو كارونه يې نه يواځې د ليكنې د ښايست په موخه كارولي، بلكې په همدې توګه يې د پښتو د ګڼ شمېر وركو توريو د را برسېره كولو او په خلكو كې د عام كولو هڅه كړې ده. د سهېلي پښتونخوا د ادبي بهير په اړه ليكنې كې يې څو لرغوني او سوچه توري را اخلو:

- "د پښتو ادب د تاريخ زاړى ليكوال او څېره د ښاغلي همېش خليل ده"(5).

كه د عزيزالله ماما پر ځاى كوم بل ليكوال واى، ښايي د زاړي پر ځاى يې مشر تورى كارولى واى، سره له دې چي د زاړي لغوي مانا پخوانى او لرغونى دى. خو ليكوال د خپلو دې له استعماله لوېدلي توري د خونديتابه په نيت دلته د مشر او پاخه په مانا زاړى تورى كارولى دى.

د ليكنې په يوۀ بل ځاى كې يې لولو:

- "په منځګورې او دويمه دوره كې موږ لومړى وار د روښان دور مطالعه كوو".

د منځنۍ لپاره يې منځګورې كلمه كارولې چي ښايي دا يې لهجوي او سيمه ييز تلفظ وي او د نورو ليكوالو په پيروۍ يې لومړى ځل نه، بلكې لومړى وار تورى راوړى دى، چي دا هم د خپلې سيمې د توريو له خوندي كېدا سره د عزيزالله خان مينه څرګندوي.

په لنډه توګه موږ ويلاى شو چي د عزيزالله خان نثر هغه ټولې ځانګړتياوې لري چي د يوۀ پاخه ليكوال نثر يې لري، ځكه د ده نثر ډېر ساده، د ژبې او ګرامر له پلوه جوړ او د لغاتو له پلوه ډېر غني نثر دى، خو كشكې خداى دۀ ته اوږد ژوند وركړى واى چي پښتو ژبه يې د نثر له نورو علمي او ادبي ليكنو هم برخمنه شوې واى.

د پوهاند سيال كاكړ په وينا ارواښاد عزيزالله خان د نثر په برخه كې درې نور كتابونه هم ليكلي دي چې لا تر اوسه چاپ شوي نه دي.

د پښتو يو بل نوميالى ليكوال محمدولي ځلمى په خپل يوۀ وروستي اثر كې- چي (ملي مبارزې) نومېږي او د پښتنو د ملي مبارزو لنډه تاريخچه پكې بيان شوې ده- د عزيزالله خان په اړه په يوه برخه كې كاږي:

((ماما هغه وخت چې په كال (۱۹۶۷م) كي د كالج محصل ؤ د پښتو نثر يې هم ليكلى چې ادبي او څېړنيزې ليكنې او مضمونونه، لنډې كيسې او ډرامې يې مشهوري دي. د دغه وخت نظمونه يې و شهيد ته، صادق شهيد ته، خان عبدالصمدخان ته، غوڅكۍ ته، په نامه زيارت مشهور دي، چې د كوټې په پښتو اخبار هېواد، د پښتو د ودې د ټولنې پښين په پاړكيانو كي چاپ سوي دي. د ماما د ننګ، اديب په نامه ډرامې او لنډې كيسې ډېرې خوندورې او جذباتي دي(۶))).

عزيزالله خان نه يواځې په سياسي ډګر كې په سياسي ټولنو او ګوندونو كې فعاله ونډه اخيستله، بلكې په ادبي ډګر كې يې هم په بېلابېلو ادبي ټولنو كې فعاليت كاوه او د خپل وخت د ادبي ملګرو په ملتيا يې په پښين سيمه كې د خپل ماما پوهاند صاحبزاده حميدالله او پوهاند سيال كاكړ په زيار جوړه شوې ټولنه (د پښين د پښتو د ودې ټولنه) تر سيوري لاندې د دې ټولنې د غړي او وروسته د خزانچي په توګه د پښتو ژبې خدمت كاوه او همدا رنګه د پښتو د نوميالي ليكوال او ژورناليسټ سلطان محمدصابر په مشرۍ د جوړې شوې ادبي ټولنې (پښتو لټرېري سوسايټي) مهم غړى و.

ارواښاد عزيزالله ماما په خپل كور او همدارنګه د وكالت په دفتر كې د (هېواد كتابتون) په نامه ډېر بډاى او غني كتابتون هم جوړ كړى و، چي د پينځو زرو په شاوخوا كې كتابونه لري. نوموړي له كتابونو سره زښته زياته مينه لرله، په تېره بيا داسې كتاب چي د پښتو او پښتنو په اړه به و، كه به په هره ژبه كې و، اخيست يې او د خپل كتابتون سينګار يې ګرځاوه.

سره له دې چي ارواښاد عزيزالله خان د كار او مسلك له پلوه وكيل و او اقتصادي حالت دومره ښۀ نه و، خو خداىج غني زړۀ وركړى و چي د پښتو ژبې په اړه د كتابونو په چاپولو او له ليكوالو سره د سېمينارونو او څېړنغونډو (كنفرانسونو) په جوړولو كې يې هيڅ وخت مالي مرسته نه سپموله، بلكې كوم چا چي به ورڅخه د پښتو ژبې لپاره د مالي مرستې غوښتنه وكړه، ډېر به خوشاله شو او ويل به يې چي ((دا زما لپاره د وياړ خبره ده چي يو څوك له ما څخه د پښتنو ژبې د خدمت هيله كوي)).

ارواښاد عزيزالله خان د ۲۰۰۹م كال د دسمبر پر درېيمه نېټه د پنجشنبې په شپه په كوټه كې د اوږدې ناروغۍ له امله په روغتون كې ساه وركړه او د دسمبر پر څلورمه نېټه د جمعې په ورځ په خپل پلارني ټاټوبي توبه كاكړي كې خاورو ته وسپارل شو، روح دي يې ښاد وي.

 

اخځليكونه

 


 

(1) ((د استبداد او مطلقيت په مقابل كې د ځينو افغانانو ملي مبارزې))،  محمدولي ځلمى، ۳۹۸مخ.

(۲) ((د كسې د لمنې پښتانه ليكوال)) دويم ټوك، پوهاند سيال كاكړ، ۳۳۷- ۳۴۰ مخونه، كوټه چاپ.

(۳) ((د كسې د لمنې پښتانه ليكوال)) دويم ټوك، //    //     //

(۴) (خوشالخان خټك، د نوې پښتو ملتپالنې بنسټ ايښودونكى)، لومړۍ برخه، دوې مياشتنۍ "پالنه" كوټه، د لومړي كال دويمه ګڼه، ۷ مخ.

(5) (په سهېلي پښتونخوا كې د پښتو ژبې او ادب وروسته پاتې ورځ)، لومړۍ برخه، دوې مياشتۍ "پالنه" كوټه، د دوهم كال دوهمه ګڼه، ۳۵ مخ.

(۶) ((((د استبداد او مطلقيت په مقابل كې د ځينو افغانانو ملي مبارزې))،  محمدولي ځلمى، ۳۹۹مخ.

..............................................

                                                                                                                      باركوال مياخېل