خبر نۀ يم راغلي له كوم لوري څو وګړي
و ماته د بلاوو غوندې ګوري څو وګړي

نور زۀ هم مرګ ته غاړه ږدم بس دومره انتظار دى

د زړۀ په دونياګۍ كې مي لا ښوري څو وګړي

نفرت را رسواى نۀ شي سايه زما تر انګړه
لرم داسې ځلانده لكه ستوري څو وګړي

په مخه ورغلى په وار- وار يمه زۀ مرګ ته
د مور د دوعا غوندې مي بس ژغوري څو وګړي

شپه هم د هجر لنډه كړم لمر هم بس وهي څريكه
طالع مي كړي نصرته! د بخت توري څو وګړي