كوټه: د لمر خپرندويې ټولنې نوي خپاره شوي كتابونه
موسمونه خو بدلېږي:
دا د كوزې پښتونخوا د ږوب سيمې د ځوان شاعر وزير خان (بهار ناصر) د شعرونو لومړۍ ټولګه ده چي په كوټه كې لمر خپرندويې ټولنې خپره كړې ده. دغه كتاب په ۱۶۰ مخونو كې د پينځه سوه ټوكه په شمېر د كوټې په يونايټيډ پريس كې له ښكلې رنګه پوښتۍ سره په سپين كاغذ چاپ شوى دى.
په دې ټولګه كې د شاعر ۸۵ غزلې او نهه نظمونه راغلي دي او پر كتاب باندې نوميالي شاعر پروفيسر رحمت الله درد او باركوال مياخېل سريزې ليكلې دي.
بهار په ځوانانو كې د نوي رنګ او نوي سبك شاعر دى او شاعري يې په لږ وخت كې ډېر مينه وال پيدا كړل.
تږې هيلې:
دا هم د شاعر او ليكوال باركوال مياخېل د شعرونو دويمه ټولګه ده چي تازه په كوټه كې د لمر خپرندويې ټولنې له خوا خپره شوې ده. دغه كتاب هم په ۱۶۰ مخونو كې د پينځه سوه ټوكه په شمېر د كوټې په يونايټيډ پريس كې له ښكلې رنګه پوښتۍ سره په سپين كاغذ چاپ شوې دى.
په دې ټولګه كې د شاعر ۲۳ نظمونه او ۴۳ غزلې راغلې دي او پر كتاب باندې د كوهاټ سيمې تكړه شاعر كليوال خټك سريزه كښلې ده.
د باركوال مياخېل تر اوسه پورې لانديني كتابونه چاپ شوي دي:
۱. د كاڼي اوښكې (ژباړه: لنډې كيسې)
۲. د لوېديځ دوه مخيتوب (ژباړه)
۳. دود (رواج) (ژباړه: ناول)
۴. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
۵. رنځور كليوال (د لنډو كيسو لومړۍ ټولګه)
۶. د څراغونو اوښكې (د څلوريځو ګډه ټولګه)
۷. مغرور مېږى (ژباړه: د ماشومانو كيسې)
۸. په شاتو كې زهر (د لنډو كيسو دويمه ټولګه)
۹. تږې هيلې (دويمه شعري ټولګه)