د يوۀ زهير شاعر

"د سندرو اوښكي"

 

موږ اوس د تاريخ په داسې يوه نازك وخت كې ژوند كوو چي ادبيات مو نور بايد تش پر ذوقي او خيالي تمايلاتو تكيه ونه كړي او داسې څه راته ولري چي هم فكر راكړي، هم خوند او هم مو په ژوند كې بدلون راولي، د داسې ادبياتو لپاره نو په كار ده چي د قلم څښتن مو كه د هر عمر وي، فكر يې بايد بالغ او پوخ وي او د خپلې تجربې، مشاهدې او مطالعې پر بنسټ راته د ژوند خواږه او ترخه په داسې ژبه را وښيي چي دا خبره مو ناببره پر خوله راولي:

دا دستور دى چي له درده زګېروى خېژي
ګڼه څه وو د رحمن له شاعرۍ

د پښين له لسګونو شاعرانو عصمت الله هم د ژوند په مېچنه اڼل شوى يو داسې زهير شوى شاعر دى چي د خپل ژوند ترخې تجربې، دردونه او د خپلې خاورې د اور او وينو كيسې يې د هنر په ژبه په داسې سندرو بدلې كړې چي خپله د سندرو زړه را ډك شو، ويې ژړل او اوښكې يې را وڅڅولې، د زهير د دغو خوږمنو سندرو اوښكې دومره تړمې دي چي د زهير غوندې هر بادرده او بااحساسه انسان زهيرولاى شي.

زهير په واقعي ډول په خپل ژوند، ليكوالي او شاعري كې ځان د يوۀ حساس انسان په توګه پېژندلاى شو، هغه شاعر دى ځكه چي خبرې يې له عادي خلكو جلا، د شعور په مرسته د هنر په تار پېيلې دي، پردۍ خبرې نه كوي، د خپل ژوند تجربې، مشاهدې، مطالعه، ناخوالې او دردونه يې د شعرونو سرچينې دي. د زهير د شعرونو ټولګه (د سندرو اوښكې) به د شعري هنر، ژبې او فكر په ذره بين كې وګورو او د زهير د ټولنې د ژړاندو سندرو د ژړا او اوښكو لاملونه به په ګوته كړو.

مينه:

ډېر كله د يو چا د زړه خبره د مخامخ ويلو پر ځاى په غيرمستقيم ډول ډېر اغېز لري او سړى ژر ورته متوجه كېږي. زهير هم اكثره په شعر كې دا كار كوي، د مينې، د وطن او د علم په پلوۍ ځينې خبرې د يوۀ رياليسټ شاعر غوندې په داسې بڼه كوي چي سړى خپله د شاعر د زړۀ هيلې او غوښتنې ځنې فهمولاى شي. يو بيت يې را اخلو:

د مجنون په نوم مو ټوكي ډېري وكړې سوداګرو
ټوله ښار فرهاد- فرهاد سو غره ته ځي هر يو كولنګ وړي

په څومره شاعرانه هنر پر هغه چا طنز كوي، چي له انسان، وطن او خاورې سره تش د مينې لاپې وهي خو په اصل كې له مادياتو او پيسو سره مينه لري. په دې بيت كې شاعر خپله نه وايي چي مين دى خو په غيرمستقيم ډول چي شاعر د مينې پلوي كوي، ريښتينى مين يې بللاى شو، كه څوك چاته ووايي (زه له وطن سره مينه لرم) كېداى شي د چا زړۀ ته ونه لوېږي، خو كه څوك د وطن په دفاع كې خبرې كوي خپله پوهېږو چي پر وطن مين دى.

په يو بل بيت كې هم دې ته ورته خبره كوي:

بت پرست بت پرستي كي پرستش د ميني وكړي
زموږ سپېرې ورځي په برخه د ارمان په رژېدو كي

په دې بيت كې په څومره هنر پر پانګوالي نظام نقد شوى دى، شاعر پيسو ته له بت سره تشبيه وركړې ده چي ګواكې يو شتمن كس مينه هم په شتو كې وتلي او د بېوزلو ارمانونه و رژوي. په هند كې يوۀ اردو شاعر ساحر لديانوي هم د تاج محل په جوړېدو سره په خپل يوۀ نظم كې ويلي وو:

اك شهنشاه نې دولت كا سهارا لې كر
هم غريبون كى محبت كا اړايا هې مذاق

داسې شعرونه به مو په سلګونو آن زرګونو لوستي وي، چي شاعران پكې د خپل محبوب د بېلتانۀ او هجر فريادونه كوي، دغه ټول فريادونه يوۀ بل ته ورته په لږ توپير سره بيان شوي وي، مګر زهير د خپل محبوب هجر په داسې بڼه بيانوي چي هم پكې نوښت وينو او هم د شاعر د مينې صداقت:

ته مي هېر كه پروا نسته زه به هجر عقيده كړم
ستا د نوم نفل به وايم مينه ستا به وظيفه كړم

شاعر په څومره مهارت د خپل محبوب مينې او بېلتانه ته له ديني تقدس سره تشبيه وركړې او عبادت يې ګڼلي دي. په پښتو شاعري كې به د هجر او بېلتانه په اړه سلګونه آن زرګونه بيتونه ويل شوي وي خو (هجر عقيده كول) او (مينه وظيفه كول) نوې خبرې دي، ځكه نوې دي او خوند لري چي د استدلال لپاره يې منطقي تشبيه راوړې ده.

سپوږمين سړى:

ادبيات هغه څه راته په ګوته كوي چي د عادي خلكو ورته پام نه وي او د ادبياتو ژبه له عادي ژبې سره توپير لري، زهير هم ډېرې داسې خبرې له شاعرانه منطق سره سمې په سمبولونو، كنايو او استعارو كې راته كوي. د ده په شاعري كې څو ځايه (سپوږمين سړى) د استعارې په توګه د روښانه راتلونكي او سباوون په مانا كارول شوى دى.

باور مي نه سي دا به زه څيرلى زړه پاته يم
سپوږمين سړى ګوره راځي سرې كروندې بدلوي

د سړې وني تر سيوري لاندي ناست سړې چينې ته
يو سپوږمين سړى په ښار كي خندا پرېږدي ماتم يوسي

په پورتنيو بيتونو كې په لومړي بيت كې (سپوږمين سړى) د سولې او بدلون په مانا راغلى دى، (سرې كروندې) د اوسنيو اور- اور حالاتو لپاره د سمبول په توګه كارول شوى دى. شاعر وايي باور مي نه سي چي داسې يو وخت به راځي چي د وطن دا بده ورځ مو په سوله او روښانه راتلونكي بدله كړي. په دويم بيت كې هم له سپوږمين سړي څخه مراد سوله ده، شاعر يوه هيله څرګنده كړې ده وايي كشكې داسې خوشالي راشي چي هر سړى په خندا او هوسايۍ ژوند وكړي.

مقاومتي (رزمي) احساسات:

زهير چي د ژوند ډېرې غورځې پرځې يې ليدلې دي او د ډېرو ترخو شېبو او تجربو شاهد دى، نو د ژوند له ارزښته هم خبر دى. هغه په عادي ژوند كې هم د سپينو خبرو او ياغي شخصيت څښتن پاته شوى دى او په ادبياتو كې هم له خپلوۍ او ملګرتيا پرته د كره او ښكاره خبرې پلوى دى. همدې ياغي طبعيت او فكر يې شعر ته هم لاره كړې ده، د هغه په شعر كې ډېرې داسې خبرې وينو چي نور شاعران يې د بېلابېلو مصلحتونو له امله نه كوي.

د اميد مړي به واخلو د ژونديو په مقتل كي
"تل ابيب" غوندي ماحول كي څه بې خدايه بندګي ده

د هنرمندو شاعرانو كمال دا وي چي شعر يې يوه ظاهري او بله داخلي مانا ولري، په پورتني بيت كې هم د اسرايلو د پايتخت (تل ابيب) يادونه شوې ده، شاعر وايي د تل ابیب غوندي ځای کې د (اسرایلو) بندګي ده او هم د خپلې ټولنې پر ظالمانو باندې په غيرمستقيم ډول نقد پكې شوى دى چي د خلكو د هيلو د وژلو سبب جوړېږي او پر خلكو نعوذبالله خدايي كوي.

زهير د داسې بېباكه قلم څښتن دى چي له هر ډول ترهې او ډاره پرته د شتمنو او فيوډالانو په ضد هم په ډاګه خبرې كوي، طنز پرې كوي، غندي يې او د انساني شرف سپكاوى يې په ګوته كوي. وايي:

د دې كوڅې، د دې مكان خلګ شريف خلګ دي
د شرافت توهين ګڼي د ملنګيانو راتلل

زهير د خپلې ټولنې پر خلكو په تېره بيا پر شتمنو نقد كوي، وايي يو زهير انسان چي خلكو ورته (ملنګ) نوم او (كچكول) ور پېرزو كړي دي، اوس د ډوډۍ پيدا كولو لپاره هم د شتمنو خواته نه شي ورتلاى. زهير غواړي چي د اجمل خټك غوندې (هغو خوارو ته جنت وګټي، څوك چي له موره دوزخيان پيدا دي)، د ده طبقاتي شعور دَى د مقاومت او رزم په سنګر كې درولى او هر واكمن ته د هنر په ژبه په نره ځواب وركوي. پروفيسر نسيم صديق د زهير پر شعري ټولګه باندې په سريزه كې يو ځاى وايي:

"د عصمت زهير انځورګري په شعر كي هم د انساني او عصري ژوند د بېلابېلو رنګونو او تشبيهاتو ته ځان په ډېره مينه او مخلصي سره رسوي خو د ده د دې تخليقي ميني په تل كي د درد او دوك عنصر له ورايه ښكاره دى ". واقعاً د زهير شاعري ځكه هم په ادبي تاله ډېره درنه خېژي، چي د مشاهدې او تجربې تر مېچنې را وتلې د درد او دوك ژوندي حكايتونه دي:

ستا د ښار كوڅو كي شور دى هنګامه ده يو مستي ده
زما د ښار كوڅو ته راسه څه بې خونده زندګي ده

په پورتني بيت كې شاعر په ناڅرګنده توګه مقابل لوري ته د خپل ښار ژوند بېخونده ور ښيي، دا راته وايي چي د دې بېخونده ژوند مرتكب هم همدا مقابل لورى دى. د بيت رواني او سلاست او (ستا د ښار كوڅو كې شور دى) (زما د ښار كوڅو ته راسه) د بيت هنري اړخ غښتلى كړى دى.

د بې دردو ښار:

په داسې يوه ټولنه كې چي د پوهې او سواد كچه ټيټه، خلك تر قلم پر توپك مين او تر مينې جنګ غوره بولي، هلته به هر هغه څوك ضرور ځورېږي او زهيرېږي چي د ويښو احساساتو او شعور څښتن وي. زهير هم د داسې ټولنې يو ويښ خو (زهير) شوى شاعر دى او احساسات يې د ژوند د ناخوالو، د ټولنيزو نابرابريو او غيرعلمي چاپېريال په سبب خوږ او ټپي- ټپي دي، ځكه نو خپلو خلكو ته بې درده وايي:

مسافر واى د بل ښار واى د دې ښار د خلګو نه واى
ورك پردى لېري ديار واى د دې ښار د خلګو نه واى

شاعر پر خپله خاوره او ولس مين دى او دا مينه يې اوج ته رسېدلې ده، خو خپلو خلكو ځورولى هم دى او په ډېر درد سره له خپلو خلكو د فرار او بېلتون هيله كوي. په داسې يوه ټولنه كې (چي په ژونديو كې يې ښه خلك نه وي او په مړيو كې يې بد خلك) نو د زهير شاعر د (پښين) غوندې به مو له بده مرغه ښايي يوه سيمه هم داسې نه وي چي سترګور او حساس خلك دي پكې د خلكو د سترګو خار نه وي، دا ځكه چي شاعر غواړي مجهول رواجونه د علم په روڼا ومينځي، خو خلك يې هغه د كاڼي كرښې بولي او په بې دليله او غيرمنطقي ډول يې تقدس ته قايل وي. لاندېنى بيت هم د دې دليل دى:

د دينار په صدقه كي شمله ورو شملې راوړې
د سړيو ارزاني سوه وار په وار د كلي وزو

د زهير په ګومان (له كلي ووځه، له نرخه يې مه وځه) غوندې متلونو زموږ د ډېرو خلكو پر عيبونو او كرغېړنو څېرو پردې غوړولې دي. دى له پيرنګه زموږ تر اوسنيو وطن دوښمنانو پورې ځينو تاريخي او سياسي واقعيتونو ته اشاره كوي، وايي هغه څوك چي د شملو او د ننګ څښتنان وو، د پيسو په بدل كې يې خپل برم، هويت او ننګ وپلورل. (له كلي وتل) يې دلته له داسې خلكو څخه د لاس اخيستو په مانا هم دى او په دې مانا هم چي نور داسې پټې څېرې- چي په شملو يې زموږ ساده ولس تېروتى- بايد رسوا شي او نور دا د غلامۍ او پټې خولې نرخ بدل شي. دې ته ورته يو بل بيت هم لري:

د غرو كاڼي مي اوبلن كړو بارانونو د سرو وينو
د پګړۍ خلګ مي څه سو ننګ مي يوسي بنګلې راوړي

پورتنى بيت يوۀ تاريخي واقعيت ته اشاره كوي، د بيت په لومړۍ مسرۍ كې د غرو كاڼي له هغو كلك زړيو خلكو سره تشبيه شوي دي، چي ځانونه د خپل قوم او وطن خواخوږي او ننګيالي ګڼي، خو په پټه قوم او وطن پلوري. وايي د سرو وينو بارانونو د غرونو كاڼي هم ويلې كړل، خو د دغو پګړيو د څښتنانو په زړونو كې يې د خپل ځپلي ولس مينه پيدا نه كړه.

طنز او نقد:

زهير په نثر كې هم زړور نقاد دى، شعر يې هم له نقد او طنزه خلاس نه دى. هغه په شعر كې په غيرمستقيم ډول په داسې ژبه نقد او طنز كوي چي هم سړى ځنې خوند اخلي او هم يې د ټولنې نيمګړتياوو ته متوجه كوي. هغه تر ډېره د ټولنې پر منفي، غيرعلمي او وروسته پاته خويونو او رويو باندې په دومره هنر نقد او طنز كوي، چي د چا نوم نه اخلي، خو سړى پوهېږي چي چاته اشاره شوې ده:

د سپينو سرو په تول تلي د محبتونو جذبې
كډه په سر له دې هېواده باروي مي زهير
د جومات غاړې ميكدې سوې وسواسونه مينځو
په ډوكلي يو د فكرونو رنځوي مي زهير

پورتني بيتونه د يوې داسې ټولنې انځور راته وړاندې كوي چي هلته مينه هم د زرو يا د مادياتو په تله تلل كېږي، او د هغو خلكو له څېرو پرده پورته كوي چي خپل مكروه اعمال يې د رياكارۍ د دين تر شا پټ كړي وي، وايي د داسې وروسته پاته ذهنيتونو سبب په خلكو كې د پوهې نشتوالى دى. د دې لپاره د فكرونو ډوكلي (وچكالي) كنايه كارول، ډېر منطقي نقد دى.

ازغن دېوال:

زهير د لرو او برو افغانانو تر منځ وتلې د بېلتون تورې كرښې (ډيورنډ) ته د استعارې په توګه (اغزن دېوال) ويلي دي او پخپله شعري ټولګه كې يې د خپل سره وېشلي ملت د بېلتانه د له منځه تلو ارمان ته ډېر شعرونه ويلي دي چي هم تاريخي واقعيتونه دي او هم ملي احساسات، په دغو شعرونو كې (د چا خبره) شعارونه هم په ډېره هنري ژبه بيان شوي دي :

ځان ته كيسه د غلامۍ مي هر ماښام يادوم
څوك تر ازغن دېوال وډر را يادوي زخمونه

په لومړۍ مسرۍ كې د غلامۍ كيسه ماښام يادول، ولې ماښام، ولې سهار نه؟ ځكه چي ماښام خپله د غلامۍ نخښه ده، دې خبرې نور هم د بيت مفهوم غښتلى كړى دى، كه يې ويلي واى چي د غلامۍ كيسه هر سهار يادوم، هغومره خوند به يې نه واى، ځكه چي سهار د خوشالۍ او د خپلواكۍ سمبول دى. ځينې شاعران چي داسې تاريخي واقعيتونه په شعر كې راوړي، نو كټ مټ هغه خبره را اخلي، خو زهير دا كار په كنايو كې كوي، له پورتني بيته پوهېږو چي شاعر له خپل وجوده را بېلې شوې خاورې (كوزې پښتونخوا) ته غلامه وايي او د اغزن دېوال پورې غاړې ته د خپل افغان ورور دا خبره يې نور پر زړه زخمونه جوړوي، چي ورته پردى وايي، خو خپله د زهير د كتاب د سريزې ليكوال ښاغلي نسيم صديق هم دا كار كړى دى:

"عصمت زهير د يو شاعر په حيث د افغانستان او پاكستان پر پوله پروت يو پښتون شاعر دى چي د پښتنو په هر خوږ، خوږ ښكاري، هغه خوږ چي د تېرو دېرشو كلونو څخه د پښتانه په ژوند او سياسي چاپېريال چي كومو قومونو شبخون وهلى دى نو د هري ذرې هري لمحې او د وينو د يوه- يوه څاڅكي تاريخ عصمت زهير په خپل شعر كي رانغاړي".

د نظرياتو او د مهالنيو واقعيتونو تر منځ توپير وي. ډيورنډ د لرو او برو افغانانو پر سينه پروت ښامار دى، يو ملت يې سره وېشلى دى او كوزه پښتونخوا يې له نظامي او اداري پلوه د اوسني پاكستان برخه ګڼل كېږي، خو هيڅ يو د ملي فكر څښتن ليكوال او سياستوال مو هم په ليكنه كې ډيورنډ ته (د پاكستان او افغانستان پوله) نه وايي. سره له دې چي د زهير په شاعري كې د پښتنو- افغانانو تر منځ د ډيورنډ يو سل اتلس كلن ناورين ډېر انځور شوى دى چي زهير په خپلو لسګونو بيتونو او نظمونو كې د ازغن دېوال استعاره ورته كارولې ده، خو ښاغلي نسيم صديق ويلي چي زهير د پښتنو د تېر دېرش كلن ناورين تاريخ په خپل شعر كې را نغښتى دى، نه پوهېږم ولې يې د سريزې په هينداره كې د زهير شاعري نه مالومېږي او په څه دليل او واك يې ډيورنډ كرښه د ميلينونو پښتنو- افغانانو له خوښې پرته په رسميت منلې ده.

يو بل سمبوليك بيت يې را اخلو:

د سندرو وچكالي سوه مروري مرغۍ ولاړې
د ازغن دېوال پرهر دى زهير زړه آبلې راوړي

شاعر يوې سترې غميزې ته اشاره كوي. بيا هم په سمبوليكه بڼه يو تاريخي واقعيت را په ګوته كوي، وايي په وطن كې مو چي خوشالي نه شته، د سندرو وچكالي ده، جګړه حاكمه ده او د سولې مرورې مرغۍ كډه شوې دي، علت يې همدا د بېلتانه رنځ دى. دا بيت سره له دې چي سياسي پس منظر لري، خو هنري اړخ يې هم ډېر غښتلى دى.

په يو بل بيت كې د خپل دې ملي ارمان په اړه ډېره ښه وړاندوينه (پېشبيني) كوي:

د منزل د ليلْى څڼو ته زموږ به ګوتې رسي
د اوبو د سر سوې كرښي د ژوندون ښې پيلامې دي

زهير هڅه كړې چي هر ډول خبره په هنري چوكاټ كې وكړي، د منزل د ليلا څڼې د لرو او برو افغانانو د يووالي يوه هيله ده، (د اوبو د سر كرښې) د ډيورنډ لپاره ډېره خوندوره كنايه ده، شاعر هيله من دى چي دا كرښې نورې ختمېدونكې دي.

د زهير شاعري د جوړښت له پلوه ساده شاعري نه ده، د كلماتو جوړښت يې خپل ځانګړى رنګ لري، تشبيهات، استعارې او كنايې هم خپل جوړوي، پردي نه پور كوي، په همدې سبب ښايي د زهير شعر د سلګونو شعرونو په منځ كې هم وپېژنو.

د ښكلو خلګو د آدابو پاسداري ده په كار
سهار و لمر ته برنۍ كړي وعدې بدلوي

بې دليله نه وايي چي ښكلي داسې دي لكه لمر يا سپوږمۍ، وايي د ښكليو خلكو قدر طبعي خبره ده، ځكه چي سهار هم هره ورځ د شپې له غېږې را وځي او د لمر پښو ته لوېږي. تشبيهاتو ته منطقي دليل لټوي.

نظمونه:

په سوهېلي پښتونخوا كې له څو په شمېر شاعرانو پرته ازاد شعر ډېر كم ليكل كېږي، زهير هم تر ازاد شعر پابند شعر- غزلې او نظمونه ډېر ليكلي دي. په (خلګ مي ميني غواړي) نظم كې د وطن له جنګيالي په ډېره هنرمندانه توګه غوښتنه كوي چي خلك مو نور له جګړو ستړي دي او مينې ته اړتيا لري. په نظم كې ډېر عالي پيغام په ډېره خوږه ژبه بيان شوى دى.

په دې نظم كې شعري جوړښت ته لږ صدمه رسېدلې ده، نظم په يوولس څپيز وزن كې دى، خو په دويم بند كې درې مسرۍ پينځلس څپو ته اوښتې دي.

زموږ ځينې ملي او حماسي شاعران يا پر وطن مين خلك هغه څوك غندي چي د خپل زړه له محبوب انسانه سره مينه ولري، دوى استدلال لري چي مينه بايد له خاورې سره وي خو زهير بيا د محبوب مينه د نورو مينو پيلامه ګڼي، په (مينه) نظم كې له خپل محبوب څخه په غيرمستقيم ډول مننه كوي چي د هغه مينې يې په زړه كې نورې مينې را و زېږولې.

په (كندهار د قوميت مركز) نظم كې بيا هم د لرو او برو پښتنو- افغانانو د اوږده بېلتانه د له منځه تلو ارمان په ډېره ښه هنري حماسي بڼه بيان شوى دى. په دې نظم كې شاعر د يوۀ پاڅون د غوښتنې تر څنګ يوه وړاندوينه (پېشبيني) هم كوي:

تر منځ ازغن دېوال ته اور وركوو
كنې دا كلى اديرې به مي سي

شاعر په ډېر هنر په غيرمستقيم ډول زموږ د هېواد سياسي تاريخ ته هم اشاره كوي، وايي كه ازغن دېوال (ډيورنډ) له منځه لاړ نه شي، نو دا كلى (كوزه پښتونخوا) به مي په هديرو بدله شي، دلته (هديرې كېدل) د پښتنو پر سيمه اوسني ناورين ته هم اشاره ده چي هره ورځ د دوښمنانو له لاسه په لسګونو او سلګونو خلك وژل كېږي او هديره په دې مانا هم ده چي دا د كوزې پښتونخوا پښتانه كه په خپل وجود افغانستان پورې پيوند نه شي نو نوموركي او په مړو به حساب شي.

تركيبونه:

شاعري د هنر په ژبه د احساساتو، خيالونو او فكرونو انځورول دي، نو د ښو كلماتو د انتخاب تر څنګ متلونه، اصطلاحات او تركيبونه مو هم شعر له هنري پلوه ښه كولاى او خوند پكې پيدا كولاى شي او هم يې مفهوم دوه چنده كولاى شي. د زهير په شاعري كې هم ځينې داسې تركيبونه ليدلاى شو چي ډېر پر ځاى كارول شوي دي. زهرجنه تنهايي، د سكروټو موسم، د زخمونو جزيرې، د اور ستونى، د دردو ونې، د تيارو كروندې، رنځورې اوښكې، د فكرونو ډوكلي (وچكالي)، د منزل ليلا او د سندرو وچكالي داسې تركيبونه دي چي له شعرونو پرته هم دليل ورته لرلاى شو.

نيمګړتياوې:

د زهير شعر كله- كله تر دې تعريف ووځي، چي وايي شعر يوۀ منظوم كلام ته وايي چي وزن، آهنګ، خوږلت او سلاست ولري او شعر بايد په پسته او نرمه ژبه وويل شي. سره له دې چي د زهير شعر له تصنع خلاس او د كلماتو انتخاب يې غيرشعوري دى، خو كله- كله ځينې داسې درانه كلمات هم په شعر كې راوړي چي د شعر پر نازك وجود درانه مالومېږي. (جارحانه انداز د حسن تقاضې بدلوي)، (د خپل احساس په كهنډراتو كي شعور قتلوو) كه شاعر لږ زحمت ايستلى واى، د هندي د (كهنډرات) پر ځاى به يې د پښتو كنډواله كلمه ډېره ښه تړلې واى.

د زهير په شعر كې كله كله ځينې داسې كلمات هم تر سترګو كېږي چي په عادي ژوند كې يې نه وايو، (داغ د زړه راته څراغ سي و بلېږي تورو شپو ته)، د شعري اړتيا له مخې د (بل سي) پر ځاى (وبلېږي) كارول شوى دى.  (مطمئن يې په روڼا دي تت څراغ و بلولو)، د (بل كړ) پر ځاى (وبلولو) كارول شوى دى چي دا د شاعر خپله اختراع مالومېږي. چي وينې ورسره ګډې وي، هغو ته يې (وينجنې اوښكې) ويلي دي، په عذاب اخته كس ته يې (عذابګر) ويلي دي، په پښتو او فارسي كې د كړونكي صيغه (ګر) لرو، لكه (زرګر، كارګر، بزګر، كوډګر) خو زهير له عربي (عذاب) او پښتو (ګر) څخه مركبه كلمه جوړه كړې ده، دې ته ورته يې زورور ته (زورګر) ويلي دي. د لمريز، سيمه ييز او داسې نورو نسبتي كلماتو غوندې يې عصري ته هم (عصريز) ويلي دي، دا هم د عربي له (عصر) او د پښتو له (ييز) څخه جوړه شوې مركبه كلمه ده، په پښتو كې داسې كلمات لږ دي چي د دوو ژبو له غبرګو توريو دي جوړ شوي وي، خو زهير كله كله داسې كلمات هم كاروي چي په عادي ژوند كې يې نه وايو او د شاعر خپله اختراع مالومېږي.

په سوهېلي پښتونخوا كې ډېرى شاعران په پينځلس څپيز وزن كې غزل ليكي، زهير هم په دې وزن كې ډېرې غزلې ليكلې دي، خو د زهير پينځلس څپيز وزن له نورو شاعرانو بېل دى، كله كله يې ځينې غزلې يا د ځينو غزلو لومړۍ مسرۍ بې وزنه شوې او يا يې سېلابونه زيات شوي دي، دا لاندېنۍ غزل يې د وزن له پلوه ماته ښويېدلې ښكاره شوه:

ژوندي وو ساختلي مړه يې ټوله بې كتبې وو

ناست د وينو تږي د كوڅې وو د كاسې وو

د ګل و پرستش ته تور وېښته پر سپينېدو سو

څيري زړه په ناهيليو را رهي يو څوك د شپې وو

غزل تر پايه....

دې ته ورته د ځينو نورو غزلو ځينې بيتونه يې هم د وزن نيمګړتيا لري، كېداى شي د ځينو په ګومان د وزن تېروتنه- تېروتنه نه وي او ووايي چي په شعر كې خبره مهمه ده، خو شعرپوهان به مو د شعر باغيان وبولي چي ګواكې د شعر پر اصل تعريف مو سترګې پټې كړې دي. كه زهير دغو ځينو كوچنيو نيمګړتياوو ته متوجه شي، نو د چا خبره د پښتو د مقصدي شاعرۍ پانګه- چي ډېره نېستمنه ده- به نوره هم غني كړي.

 پاى

 ۲۶ جولاى ۲۰۱۱م كال

كوټه