سپينه کعبه

ما په لمن پورې ښه سم د مينې تور نيولى

ځکه مې زړه د وير په اور باندې نسکور نيولى

واوره ! د دهر له ستم نه درته سر ټکوم

زما مين زړه يې د هجر په تنور نيولى

د عقيدې فصل يې په يو شړک راته وريبلو

يو پدري لاس زمونږ ړستوڼى زمونږ لور نيولى

زما د سپينې کعبې سپين تاريخ ته اور اچوي

د ابليس زوى لاس کې د سرو فسادو اور نيولى

خدايه ! د ستاد غذبونو ابابيل چرته دي ؟

دا ځل تور تلي ابرهاء د حيدر کور نيولى

ددغو خلکو د دوستۍ په يون پوهيږې کنه ؟

د لاس په ځاى يې په ړستوڼي کې منګور نيولى

د پريشانۍ له اسرايلو درته دومره وايم

زما د ذهن فلسطين يې په شنه زور نيولى

ستا انديښمن يې هم د ستا په شان همدمه زما

د خداى مخلوق سره د مينې په پيغور نيولى

 

يادګيرنه

دا غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) نومې ټولګې اخيستل شوى دى