بارکوال مياخېل

Profile Photo

- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم.
- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب له (ډګري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولګى مي له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کوم.
- د ١٩٩٧مېلادي کال وروستۍ شپې وې چي په شعر ويلو مي پيل وکړ، ګڼ شمېر شعرونه مي وليکل، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو مي ليکنې وکړې، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. څه ناڅه ژباړې مي هم وکړې او په همدې موده کې مي خپلې لنډې کيسې هم وليکلې.
- په ٢٠٠١مېلادي کال کې مي په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توګه کار وکړ، وروسته مي څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې سره د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توګه کار وکړ. په دې موده کې مي د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور ګڼې يې زما په مسوول مديريت کې خپرې شوې.
- په ٢٠٠٤مېلادي کال کې مي په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنګي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال مي له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توګه کار وکړ.
- په ٢٠٠٥مېلادي کال کې مي په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، ګڼ شمېر کتابونه مي کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال مي (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره اعلان کړه، چي تر دې مهاله مي د دې ادارې له خوا (٥) کتابونه خپاره کړي دي او د لمر www.worbal.com/lmar په نامه خپل شخصي ويبلاګ هم لرم.
- د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کوم، په دې څه کم دوه کلنه موده کې مي ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره (ادبي راډيويي مجلې) او نورو پينځو اوونيزو خپرونو ته هم کار کړى دى او کوم يې.
په دې يوولس کلنه موده کې مي چي کوم کتابونه ليکلي او ژباړلي دي، له هغوى څخه پينځه کتابونه چاپ شوي دي:
١. د کاڼي اوښکې (د بېلابېلو ليکوالو د لنډو کيسو ژباړه)
٢. د لوېديځ دوه مخيتوب (د هند د نامتو فيلسوف اوشو ګرورجنيش اثر)
٣. دود "رواج" (دا له اردو ژبې څخه ژباړل شوى ناول دى)
٤. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
٥. رنځور کليوال (زما د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه)
۶. د څراغونو اوښكې (د څلوريځو ګډه ټوګه)
۷. په شاتو كې زهر (زما د لنډو كيسو دويمه ټولګه)
۸. مغرور مېږى (د كوچنيانو لپاره ژباړل شوې كيسې)
۹. تږې هيلې (دويمه شعري ټولګه)

ليكونه ځوابونه


ازاد نومښود/ سعادت ملوك ازاد

 ازاد نومښود دا د سعادت ملوك ازاد تازه چاپ شوى كتاب دى، چي پكې يې سوچه پښتو نومونه را ټول كړي دي. ما ښاغلي ملوك ازاد ته د كتاب په اړه د مباركۍ برېښناليك ور لېږلى وو، د هغه ځواب هم لاندې لوستلاى شئ. .............................. سعادت ملوك ازاد صاحب سلامونه او لورېينې روغتيا او خوشالي مو غواړم. په لراوبر كې مي ستاسې د نوي كتاب د چاپېدو خبر ولوست، ډېر خوشاله سوم چي شكر په پښتنو كې دومره خلك شته چي پښتو پر ګرانه ده

12.07.2009 بارکوال مياخېل

(لمر ته مباركي) / حنيف حيران

مياخېله وروره سلامونهخوښ يم چې د انټرنيټ پر پاڼو ستاسې د (لمر) پاڼه هم ور زياته شوله، خو ګوره ياره داسې نه وي، چې د لمر تېزې وړانګې مو د پېښور او پنجاب د ګرمي د پلوشو په جامو کې درنه خراب نه کړي يا مو هغه د چا خبره جل ونه وهي. خير په هر صورت دخوښۍ ځای دی ؛ خو ګوره ياره زه خو وايم چې ته يو ډېر فعال خبريال يې او نيټ ته هم لاسرسی لرې، زما خو که منې بلوګ ته دې داسې پاليسي غوره کړه، چې يو څه د نورو بلوګونو په نسبت نوښت ولري، ځينې داسې موضوع ګانې پکې ځای کړه، چې موږ او تاسې يې ډېر کمی

12.07.2009 بارکوال مياخېل

د بلاګ په اړه

ګرانه وروره باركوال صاحب سلامونه ستا د دغه بلاګ څخه ډېر خوشاله شوم او هيله من يم چي ستاسو غوندې ملګري شاعران او اديبان چي د انټرنيټ نړۍ ته چمتو شوي دي ادب مينانو ته به ګټورې ليكنې په نظر  راشي. ستاسو سره زما ملاقات په پېښور ټلويژن كې په يوه مشاعره كې شوى و، چي سعيدګوهر، محمود اياز او د كوټې نور شاعران هم درسره (پښتو عالمي كانفرنس) ته راغلي وو.نور به بيا سره غږېږو. په لوى الله سپارلى فيروز اپريدى

11.07.2009 بارکوال مياخېل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more