ازاد نومښود

دا د سعادت ملوك ازاد تازه چاپ شوى كتاب دى، چي پكې يې سوچه پښتو نومونه را ټول كړي دي. ما ښاغلي ملوك ازاد ته د كتاب په اړه د مباركۍ برېښناليك ور لېږلى وو، د هغه ځواب هم لاندې لوستلاى شئ.

..............................

سعادت ملوك ازاد صاحب

سلامونه او لورېينې

روغتيا او خوشالي مو غواړم. په لراوبر كې مي ستاسې د نوي كتاب د چاپېدو خبر ولوست، ډېر خوشاله سوم چي شكر په پښتنو كې دومره خلك شته چي پښتو پر ګرانه ده او خدمت ورته كوي. دا چي تاسې د پښتو د سوچه نومونو پر راټولولو زيار ايستلى او كتاب مو ترې برابر كړى دى ډېر لوى زيار مو كړى دى، زما له خوا يې مباركي ومنئ. تر تاسې وړاندې ښاغلي لطيف جان بابي هم په دې برخه كې ډېر كار كړى دى چي هغه هم د زياتې ستاينې وړ دى.

زه خپله په دې نظر يم چي موږ بايد په راتلونكي كې د خپلو ماشومانو او د خپل راتلونكي نسل نومونه پښتو كړو، دا په دې مانا نه چي ګواكې موږ نو له پارسي، عربي او نورو ژبو څخه كركه كوو، بلكې په دې مانا چي موږ (عبدالرحمان، مطيع الله، محمدحليم) په سمه توګه تلفظولاى نه شو، نو ښه به دا وي چي پر خپلو ماشومانو پښتو نومونه كښېږدو چي هم په تلفظ كې اسانه وي او هم به يې هر څوك په مانا ښه پوهېږي. بيا هم ستاسې زيار ستايم او په نورو كارونو كې درته برياليتوب غواړم. دا راته وواياست چي ستاسې كتاب چېرې تر لاسه كولاى شم او تاسې چېرې اوسېږئ؟

په درنښت

ستاسې پښتون ورور....... باركوال مياخېل.... كوټه

....................................................................................................................................................................................

ښاغلی بارکوال

 ښې چارې

 مننې او پېرزوينې!

ستاسو له مينې ډک برېښناليک په ليدوسره، په دې هم بريالی شوم چې هغه کړکۍ پرانيزم چې هلته د لمر زرينو وړانګوسترګو ته رڼايي او زړونو ته ګرمي بښله. هلته زما د خيالونو او وياړونو اتلانو انځورونو، د لمر ګلبڼ ته زړه راكښونکې ښکلا ورکړې وه. هلته ستاسو د ځوانۍ خوځنده شېبو، زاړه هډونه هم هڅول .تاسوته د پوره روغتيا او برياوو هيلې وړاندې کوم.

ډېره به ښه وای چې په دې اړه مې ستاسو په وستل کې د وياړمن پوهاند سيال کاکړ لومړنۍ هڅې او زيارنې هم ليدلې او ستايلې وای، خو په جلاوتنۍ دي اور ولګي. زه نړيوالو اورشيندو لوبو د جرمني په ځنګلو کې غورځولى او بنګلو کې ايسارکړی يم. که يو څه يې راکړي خو ډېر څه يې رانه اخيستي دي. ډاډه يم چې زما نومښود به خپلې ځانګړتياوې ولري. هيله کوم چې راتلونکی پوړ به بشپړې چارې تر سره کړي. هڅه کوم چې په راتلونکي وخت کې (ازاد نومښود) در واستوم.

نېکمرغي مو په برخه

ازاد 

.................................................................................................................................

ښاغلى ملوك ازاد صاحب

د ليك له ځوابه يوه نړۍ مننه. دا چي زما په ويبلاګ (لمر) كې مو په عكسونو او ليكنو تنده ماته شوې ده ډېر خوشاله شوم، ماته مو په خپل كار كې ډاډ را په برخه كړ. خداى دي وكړي چي موږ د خپلو همدغو اتلانو (چي زما په بلاګ كې يې تاسې عكسونه كتلي) پر پلۀ پل كښېږدو او د خپلې دې ځپلي او رنځور ملت د درملنې وړ وګرځو.