ګرانه وروره باركوال صاحب

سلامونه

ستا د دغه بلاګ څخه ډېر خوشاله شوم او هيله من يم چي ستاسو غوندې ملګري شاعران او اديبان چي د انټرنيټ نړۍ ته چمتو شوي دي ادب مينانو ته به ګټورې ليكنې په نظر  راشي.

ستاسو سره زما ملاقات په پېښور ټلويژن كې په يوه مشاعره كې شوى و، چي سعيدګوهر، محمود اياز او د كوټې نور شاعران هم درسره (پښتو عالمي كانفرنس) ته راغلي وو.
نور به بيا سره غږېږو. په لوى الله سپارلى

فيروز اپريدى

www.destaar.com/hujra
............................................................................................................................................................................................

ګران فيروز اپريدى صاحب

سلامونه او لورېينې

د برېښناليك له را استولو او زما د ويبلاګ په اړه د نېك نظر له څرګندولو مو زښته زياته مننه كوم. د سلګونو پښتو ويبپاڼو او د نورو ادبي دوستانو د ويبلاګونو غوندې زما ويبلاګ هم تر ډېره ستاسې غوندې پردېسو وروڼو لپاره ليكنې خپروي، چي وكولاى شو ستاسې ادبي، سياسي او كلتوري تنده ماته كړو. هيله ده په راتلونكي كې راته زما په ويبلاګ كې د خپرېدونكيو ليكنو او شعرونو په اړه تېروتنې هم را په ګوته كړئ.

په ياد مي چي موږ او تاسې په پېښور كې سره ليدلي وو او ډېرې خوږې شېبې مو سره تېرې كړې وې، خو ډېر په افسوس سره بايد ووايم چي كه څه دوى وايي چي پېښو رخو پېښور دى كه نه؟ خو هغه پېښور اوس پخوانى پېښور نه دى پاته، خداى دي زموږ او ستاسې سيمو ته د سولې او امن ټپي زاڼې بيرته را ستنې كړي.

د بيا ليدو په ارمان

ستاسې پښتون ورور

باركوال مياخېل