مباركي
د پښتو ژبې ځوان شاعر او ليكوال حافظ رحمت نيازي له كوټې پوهنتون څخه په پښتو ادبياتو كې ماسټر ډګري تر لاسه كړه. نوموړي ۶۳۶ نومرې يووړې او د ټول بلوچستان ايالت په كچه اول نومره راغى.
موږ ښاغلي حافظ رحمت نيازي ته په پښتو ادبياتو كې د ماسټر ډګرۍ په تر لاسه كولو مباركي وايو او د ستر څښتن له درباره ورته په ژوند كې د نورو برياليتوبونو او سرلوړيو غوښتنه كوو.
په درنښت
حافظ رحمت نيازى او باركوال مياخېل
07.07.2009
- بارکوال مياخېل
ليكوال صاحب! پرون مي په يوه مجله كې ستاسې ليكنه تر سترګو شوه، په ډېرې لېوالتيا مي يې په لوستلو پيل وكړ، خو كه ريښتيا درته ووايم، په ډېرو توريو يې نه پوهېدم، چي ټوله جمله به مي دوه درې ځله ولوستله، بيا به پوه شوم، چي دا تورى څه مانا وركوي. تاسې ډېر پارسي او عربي توري كارولي وو، ولې مو په خپله ليكنه كې د "قديم" پر ځاى "لرغونى" نه و ليكلى؟ ولې مو د "همه جهت" پر ځاى "هراړخيز" تورى نه ليكه؟
ليكوال بې له دې چي د لوستونكي پوښتنو ته چورت ووهي، د هغه اندېښنه په پام كې ونيسي...
11.07.2009
- بارکوال مياخېل
ګرانه وروره باركوال صاحب
سلامونه
ستا د دغه بلاګ څخه ډېر خوشاله شوم او هيله من يم چي ستاسو غوندې ملګري شاعران او اديبان چي د انټرنيټ نړۍ ته چمتو شوي دي ادب مينانو ته به ګټورې ليكنې په نظر راشي.
ستاسو سره زما ملاقات په پېښور ټلويژن كې په يوه مشاعره كې شوى و، چي سعيدګوهر، محمود اياز او د كوټې نور شاعران هم درسره (پښتو عالمي كانفرنس) ته راغلي وو.نور به بيا سره غږېږو. په لوى الله سپارلى
فيروز اپريدى...