بارکوال مياخېل
- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم.
- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب له (ډګري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولګى مي له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کوم.
- د ١٩٩٧مېلادي کال وروستۍ شپې وې چي په شعر ويلو مي پيل وکړ، ګڼ شمېر شعرونه مي وليکل، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو مي ليکنې وکړې، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. څه ناڅه ژباړې مي هم وکړې او په همدې موده کې مي خپلې لنډې کيسې هم وليکلې.
- په ٢٠٠١مېلادي کال کې مي په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توګه کار وکړ، وروسته مي څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې سره د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توګه کار وکړ. په دې موده کې مي د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور ګڼې يې زما په مسوول مديريت کې خپرې شوې.
- په ٢٠٠٤مېلادي کال کې مي په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنګي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال مي له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توګه کار وکړ.
- په ٢٠٠٥مېلادي کال کې مي په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، ګڼ شمېر کتابونه مي کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال مي (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره اعلان کړه، چي تر دې مهاله مي د دې ادارې له خوا (٥) کتابونه خپاره کړي دي او د لمر www.worbal.com/lmar په نامه خپل شخصي ويبلاګ هم لرم.
- د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کوم، په دې څه کم دوه کلنه موده کې مي ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره (ادبي راډيويي مجلې) او نورو پينځو اوونيزو خپرونو ته هم کار کړى دى او کوم يې.
په دې يوولس کلنه موده کې مي چي کوم کتابونه ليکلي او ژباړلي دي، له هغوى څخه پينځه کتابونه چاپ شوي دي:
١. د کاڼي اوښکې (د بېلابېلو ليکوالو د لنډو کيسو ژباړه)
٢. د لوېديځ دوه مخيتوب (د هند د نامتو فيلسوف اوشو ګرورجنيش اثر)
٣. دود "رواج" (دا له اردو ژبې څخه ژباړل شوى ناول دى)
٤. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
٥. رنځور کليوال (زما د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه)
۶. د څراغونو اوښكې (د څلوريځو ګډه ټوګه)
۷. په شاتو كې زهر (زما د لنډو كيسو دويمه ټولګه)
۸. مغرور مېږى (د كوچنيانو لپاره ژباړل شوې كيسې)
۹. تږې هيلې (دويمه شعري ټولګه)
خبرتياوې او پيغامونه
په ازادۍ راډيو كې د كار موقع
ازادي راډیو یا دازادې اروپا راډیود نړۍ په نژدې دېرشو ژبوخپرونې کوي .ازادي راډیو/دازادې اروپا راډیو یوه غیرانتفاعي موسسه ده چې د امریکا د متحدو ایالتونود ولس د استازو یعنې کانګریس له لوري یې مالي ملاتړ کېږي . د دې راډیو اصلي مرکز په واشنګټن کې دی خو خپرونې یې د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې تنظیمېږي .دا راډیو د کابل په شمول د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې نولس لوی دفترونه لري .
مباركي !!!!
مباركي د پښتو ژبې ځوان شاعر او ليكوال حافظ رحمت نيازي له كوټې پوهنتو
عكس / ژباړن: محمود اياز
عكس دا د عربي ژبې د شپږو نومياليو شاعرانو د شعرونو د پښتو ژباړو ټولګه ده، چي د جولاى د مياشتې (۲۰۰۹) په همدې لومړيو شپو كې تازه له چاپه را وتلې ده. د عربي شعرونو كتاب- چي منظومه ژباړه يې د پښتو ژبې نوميالي شاعر محموداياز كړې ده- په كوټه كې د غزنوي خپرندويې ټولنې له خوا د يو زر (۱۰۰۰) ټوكو په شمېر په (۱۹۷) مخونو كې چاپ شوى او خپور شوى دى. د (عكس) په نامه د عربي ژبې د شاعرانو پر دې منظومه پښتو ژباړه باندې خليل