بارکوال مياخېل

Profile Photo

- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم.
- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب له (ډګري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولګى مي له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کوم.
- د ١٩٩٧مېلادي کال وروستۍ شپې وې چي په شعر ويلو مي پيل وکړ، ګڼ شمېر شعرونه مي وليکل، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو مي ليکنې وکړې، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. څه ناڅه ژباړې مي هم وکړې او په همدې موده کې مي خپلې لنډې کيسې هم وليکلې.
- په ٢٠٠١مېلادي کال کې مي په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توګه کار وکړ، وروسته مي څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې سره د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توګه کار وکړ. په دې موده کې مي د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور ګڼې يې زما په مسوول مديريت کې خپرې شوې.
- په ٢٠٠٤مېلادي کال کې مي په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنګي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال مي له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توګه کار وکړ.
- په ٢٠٠٥مېلادي کال کې مي په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، ګڼ شمېر کتابونه مي کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال مي (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره اعلان کړه، چي تر دې مهاله مي د دې ادارې له خوا (٥) کتابونه خپاره کړي دي او د لمر www.worbal.com/lmar په نامه خپل شخصي ويبلاګ هم لرم.
- د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کوم، په دې څه کم دوه کلنه موده کې مي ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره (ادبي راډيويي مجلې) او نورو پينځو اوونيزو خپرونو ته هم کار کړى دى او کوم يې.
په دې يوولس کلنه موده کې مي چي کوم کتابونه ليکلي او ژباړلي دي، له هغوى څخه پينځه کتابونه چاپ شوي دي:
١. د کاڼي اوښکې (د بېلابېلو ليکوالو د لنډو کيسو ژباړه)
٢. د لوېديځ دوه مخيتوب (د هند د نامتو فيلسوف اوشو ګرورجنيش اثر)
٣. دود "رواج" (دا له اردو ژبې څخه ژباړل شوى ناول دى)
٤. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
٥. رنځور کليوال (زما د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه)
۶. د څراغونو اوښكې (د څلوريځو ګډه ټوګه)
۷. په شاتو كې زهر (زما د لنډو كيسو دويمه ټولګه)
۸. مغرور مېږى (د كوچنيانو لپاره ژباړل شوې كيسې)
۹. تږې هيلې (دويمه شعري ټولګه)

د قلم غشي (كالم)


پوچ دليل، پوچه وراشه / كالم

ليكوال صاحب! پرون مي په يوه مجله كې ستاسې ليكنه تر سترګو شوه، په ډېرې لېوالتيا مي يې په لوستلو پيل وكړ، خو كه ريښتيا درته ووايم، په ډېرو توريو يې نه پوهېدم، چي ټوله جمله به مي دوه درې ځله ولوستله، بيا به پوه شوم، چي دا تورى څه مانا وركوي. تاسې ډېر پارسي او عربي توري كارولي وو، ولې مو په خپله ليكنه كې د "قديم" پر ځاى "لرغونى" نه و ليكلى؟ ولې مو د "همه جهت" پر ځاى "هراړخيز" تورى نه ليكه؟ ليكوال بې له دې چي د لوستونكي پوښتنو ته چورت ووهي، د هغه اندېښنه په پام كې ونيسي

07.07.2009 بارکوال مياخېل

د ژبې سوچوالى؛ اندېښنې او دسيسې / كالم

د تېرې اوونۍ په كالم كې مي چي د هغو ليكوالو په اړه ويلي و، چي وايي: "د پرديو ژبو د توريو په خپلولو سره ژبه پراخېږي"، ورسره سم په ناڅاپي توګه تېره اوونۍ ښاغلي عمرګل عسكر همدغه خبره په خپل كالم (وړانګې) كې بيا تكرار كړې وه چي: "د پرديو توريو په خپلولو سره ژبه پراخېږي". ښاغلى عسكر د دې خبرې د ثبوت لپاره (اردو) ژبه د مثال په توګه يادوي. دا خبره خو ټولو ته څرګنده ده چي (اردو) د لښكر مانا وركوي او خپله اردو ژبه ځان ته ځانګړي توري نه لري، ځكه چي دا ژبه په هند كې د څو قومونو د يو ځايي اوسېد

07.07.2009 بارکوال مياخېل

شعري اړتيا كه شعري سرزوري؟ / كالم

زه چي كله د شعر او ادب نړۍ ته راغلم، نو د يو- نيم شاعر په شعر كې به مي چي كومه ګرامري تېروتنه تر سترګو شوه، ترې وبه مي پوښتل: "دا ولې؟" هغه به ويل: "دا شعري اړتيا يا شعري ضرورت دى". كه "كابل" او "غل" قافيه سره وتړي، وايي دا شعري اړتيا ده، "تياره" او "شپه" قافيې هم د شعري اړتيا له مخې تړي او باك نه په كوي، مګر "خبرو، لښكرو، "حورو، كافورو" او نادِرو" څلور ډوله قافيې په يوه غزل كې څنګه تړل كېږي؟، "بڼو (بڼكو)، څڼو"، له "لوڼو، لستوڼو او وروڼو" قافيو سره تړلو ته هم شعري اړتيا ويل كېږي؟ آي

07.07.2009 بارکوال مياخېل

د كره كتنې معيار / باركوال مياخېل

په كوم كور كې چي يو مشر پر ماشومانو ږغ نه كوي او له بدو كارونو يې نه را ګرځوي، نو څرګنده ده چي هغه ماشومان به پر ناسمو او ناوړو لارو روږدي كېږي او ژوند به يې د بربادۍ كندې ته لوېږي، همدارنګه كه د ټولنې ځينې پوه او روڼ اندي كسان په ټولنه كې موجودو ناوړه كارونو ته ګوته ونه نيسي او د له منځه وړلو لپاره يې چورت ونه وهي، نو امكان نه لري چي هغه ټولنه دي د پرمختګ او د تمدن پر لور پړاوونه ووهي. د ژوند په هره برخه كې له خپل اصلي حالته چپ او ناسم كارونه غندل، ګوته ورته نيول

07.07.2009 بارکوال مياخېل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more