زه چي كله د شعر او ادب نړۍ ته راغلم، نو د يو- نيم شاعر په شعر كې به مي چي كومه ګرامري تېروتنه تر سترګو شوه، ترې وبه مي پوښتل: "دا ولې؟" هغه به ويل: "دا شعري اړتيا يا شعري ضرورت دى". كه "كابل" او "غل" قافيه سره وتړي، وايي دا شعري اړتيا ده، "تياره" او "شپه" قافيې هم د شعري اړتيا له مخې تړي او باك نه په كوي، مګر "خبرو، لښكرو، "حورو، كافورو" او نادِرو" څلور ډوله قافيې په يوه غزل كې څنګه تړل كېږي؟، "بڼو (بڼكو)، څڼو"، له "لوڼو، لستوڼو او وروڼو" قافيو سره تړلو ته هم شعري اړتيا ويل كېږي؟ آيا "غوښتونو" د "اميدونو او ښارونو" همقافيه تورى دى، ولې بايد د قافيې لپاره "غوښتنو" په "غوښتونو" وليكل شي؟ "خپلوۍ" په كوم دليل له "خوى او زوى" قافيو سره تړل كېداى شي. زه نه پوهېږم چي شعري اړتيا څه ډول وي او د شعري اړتيا لپاره كوم چوكاټ هم شته كه نه، چي څوك ترې ونه وځي، كه يه بس چي كوم تورى يې هر ډول په شعر كې وتاړه پروا نه كوي، كه يې د ژبې ګرامر پكې تر پښو لاندې كړ څه بده خبره نه ده.
زما په نظر شاعر بايد هڅه وكړي، چي د شعر ليكلو پر وخت د ژبې ګرامر، اصطلاحات، د توريو جوړښت، تلفظ او د شعر اصول په پام كې ونيسي، خو كه چېرې په كوم بيت كې اړتيا پېښېږي، چي يو- نيم تورى په لهجوي تلفظ، په نابشپړه بڼه يا له ګرامري اصولو سره ناسم وتړل شي، هغه به شعري اړتيا وګڼو، خو په دې شعري اړتيا كې بايد دومره له سرزورۍ هم كار وانه خيستل شي، چي تل يې په هماغه ناسمه بڼه وكاروو او له نورو هغو كسانو څخه- چي له ژبنيو باريكيو سره ناولده وي- د توريو اصله بڼه هېره كړو. د بېلګې په توګه په لاندېني بيت كې هم له شعري اړتيا څخه كار اخيستل شوى، خو كېداى شي د يوسفزۍ لهجې ويونكيو ته اوس هم پكې كوم د ګوتنيونې ځاى ښكاره نه شي، ځكه هغوى په عادي خبرو كې هم چندانې ګرامر ته پام نه كوي:
كور كې يواځې يمه شور مي نه شته
بلا نيازبين يمـه بل ورور مي نه شته
د پورتني بيت په لومړۍ مسرۍ كې "كور كې" بايد "په كور كې" وي، خو دلته به يې شعري اړتيا ومنو، ځكه چي كه "په" ورسره زيات شي، نو شعر ماتېږي، خو كه يو څوك را ولاړېږي او په يوه غزل كې (په پل پسې ځم، په غل پسې ځم) دوه ځايه له ګرامري اصولو سرغړونه كوي او د "پل په پلۀ، غل په غلۀ" مفعولي حالتونو ته پام نه كوي، برسېره پر دې شعري اړتيا هم ورته وايي، دا نو زما په نظر د ژبې د ګرامر مرۍ ور خپه كول دي. دې ته كه څوك د شعري اړتيا نوم وركوي، وركوي دي يې، خو زه يې شعري سرزوري بولم.
دلته د يوۀ شاعر يو بيت سره لولو، چي له شعري اړتيا(!!) څخه په كاراخيستنې سره يې د توري پر تلفظ خاورې اړولې دي:
نه وينو تياره ده سپينه لمره! لږ را وَوَزه
بيرته لـه دې تللي ماځيګره لږ را وَوَزه
اوس نو انصاف او قضاوت په تاسې، كه يو شاعر د يوې غزلې لپاره د توري تلفظ ته زيان رسوي او "را ووزه" درې سېلابيز تورى په څلور سېلابه تړي، نو زما په نظر دا د نورو هغو كسانو لپاره لاره هوارول دي، چي "د شعري اړتيا" له وسلې څخه په كاراخيستنې سره، له ژبې سره سرزوري كوي او هيڅ ډول ژبنيو باريكيو ته پام نه كوي يا نه په پوهېږي.
په ټوليز ډول له شعري اړتيا څخه كار اخيستونكي شاعران موږ په دوو ډلو وېشلاى شو، چي يوه ډله يې په شعوري توګه ګرامري تېروتنې كوي او بله ډله يې له ژبنيو او ګرامري اصولو سره د نابلدتيا يا نه پوهېدنې له امله تېروځي. هغه شاعران چي په ښاري ژوند كې- له نورو ژبو سره د ډېر سر و كار او اغېز له امله- يې خپله ژبه تش تر څو ساعتيز كورني چاپېرياله پورې د ويلو ژبه وي، هغوى ملامت نه دي، په سمه توګه د توريو د كارېدنې بشپړه هيله هم نه شي ترې كېداى، خو هغه شاعران چي له ښاره په څنګزنو كليوالو سيمو كې يې خاړپوڅې كړې وي، بايد د شعري اړتيا لپاره د توريو پر اصلي بڼه او ښكلا خاورې وانه ړوي.
يو شاعر وايي: "موږ اوس د لوى خلګو د ناستې نه يو"، كله چي موږ يو چاته اشاره كوو، نو وايو چي "دوى لوى خلك دي"، خو كله چي يو چاته له لويو خلكو سره نسبت وركوو، نو وايو "پلانكى د لويو خلكو د ناستې نه دى".
د يوۀ بل شاعر شعر هم سره لولو، خو نه پوهېږم چي دۀ به له شعري اړتيا كار اخيستى وي او كه به د يوسفزۍ لهجې په هكله زما د مخكينۍ خبرې ثبوت پكې وړاندې شوى وي:
يــار د زړه كلــي كــوي د نـظر نــه
دې مكان ته ځي راځي خو په "ور" نه
موږ په خبرو كې وايو: "د كور ور يې تړلى و"، په دې جمله كې پر "تړلي" ټينګار شوى دى، خو كله چي موږ يواځې د كور د ورۀ په اړه خبره كوو، نو وايو چي: "د كور ورۀ ته يې و درېدم" يا پورتنۍ مسرۍ "دې مكان ته ځي راځي خو په ورۀ نه". په پښتو كې دغه ډول توري په مفعولي حالت كې خپله بڼه بدلوي، خو كېداى شي چي دې ښاغلي شاعر د شعري اړتيا له مخې نه وي تړلى، بلكې د دوى په يوسفزۍ لهجه كې خلك په عادي خبرو كې هم دغې سترې تېروتنې ته پام نه كوي. د بېلګې په توګه دوى وايي: "زه غر ته ختلى وم، پلانكى د خر (په بخښنې سره) زوى دى، ايمل د پښتون زوى دى، زه واښه په لور رېبم"، حال دا چي په مفعولي حالتونو كې "غر په غرۀ، خر په خرۀ، پښتون په پښتانه، لور په لارۀ" بدلېږي.
زما له ټولو هغو شاعرانو څخه- چي د شعر ليكلو پر وخت شعري اړتيا ورته پېښېږي- دا هيله او غوښتنه ده، چي بايد يو- نيم ځاى كه د شعري اړتيا له مخې د "په كور كې يم" پر ځاى "كور كې يم" يا "په اور كې سوځي" پر ځاى "اور كې سوځي" وليكي (كه څه هم دا هم يوه ګرامري تېروتنه ده)، كېداى شي له ګرامر او ژبې سره د نابلدو كسانو لپاره د لاروركۍ لامل ونه ګرځي، خو كه موږ تورى پرې كوو يا يې فاعل او مفعول ته پام نه كوو، نو دا به زما په نظر پر خپله ژبه باندې جبر او تېرى كول وي. په داسې حال كې يې نو بيا شعري اړتيا نه، بايد شعري سرزوري يې وبولو=
(باركوال مياخېل)