په كوم كور كې چي يو مشر پر ماشومانو ږغ نه كوي او له بدو كارونو يې نه را ګرځوي، نو څرګنده ده چي هغه ماشومان به پر ناسمو او ناوړو لارو روږدي كېږي او ژوند به يې د بربادۍ كندې ته لوېږي، همدارنګه كه د ټولنې ځينې پوه او روڼ اندي كسان په ټولنه كې موجودو ناوړه كارونو ته ګوته ونه نيسي او د له منځه وړلو لپاره يې چورت ونه وهي، نو امكان نه لري چي هغه ټولنه دي د پرمختګ او د تمدن پر لور پړاوونه ووهي.

د ژوند په هره برخه كې له خپل اصلي حالته چپ او ناسم كارونه غندل، ګوته ورته نيول يا نقد پرې كول ټول د كره كتنې په څانګه كې راځي، چي په دې كې يوه هم د ادب برخه ده او كره كتونكيو هغې برخې ته د ادبي كره كتنې نوم وركړى دى. په ادبي كره كتنه كې عموماً د شاعر يا ليكوال له خوا ليكل شوى شعر، لنډه كيسه يا كومه بله ليكنه د يوۀ يا څو كره كتونكيو له خوا كتل كېږي، كره او كوټه يې را برسېره كېږي او د يوۀ سالم فكر له مخې يې- د ادب معيار ته په كتنې سره- ښه او بد اړخ ارزول كېږي، خو له بده مرغه يوې خواته له لويه سره زموږ په ژبه كې د كره كتنې اړخ نېستمن او كمزورى دى، په تېره بيا په داسې سيمو كې خو د يوۀ ليكوال پر ليكنه كره كتنه كول، په لوى لاس ځان ته دوښمنان پيدا كول دي، په كومو سيمو كې چي زموږ ادب په بشپړه توګه غوړېدلى نه دى او يا كه څه نا څه غوړېدلى هم دى، موږ ورڅخه د خپلو شخصي ګټو په خاطر كار اخيستى دى او نور مو نو نه په جدي توګه د ژبې معياري كېدو ته پام كړى دى او نه مو هم ادب د معيار او كره كتنې په تاله تللى دى. لنډه يې دا چي موږ د يو چا د ليكنې پر ځاى د هغه پر شخصيت باندې نيوكو كولو ته كره كتنه وايو او ښايي موږ ځكه د ليكوال تر ليكنې د هغه پر شخصيت ډېرې خبرې كوو، چي موږ د هغه پر ليكنه باندې د ږغېدو او علمي كره كتنې توان نه لرو، په داسې حال كې نو زموږ لپاره دا يو ډېر د افسوس ځاى دى، چي له يوې خوا تكړه كره كتونكي نه لرو او كه چېرې يو څو كره كتونكي وهم لرو او يا يو- نيم ليكوال وغواړي چي د معياري كره كتنې په برخه كې كار وكړي، له بده مرغه بيا نو... بيا نو موږ كله په ځان كې دومره زغم لرو، چي يو څوك دي زموږ پر ليكنه يا شعر باندې و ږغېږي، ښه او بد اړخ اړخونه دي يې په ګوته كړي او موږ دي لاس تر زنې ورته كښېنو.

له لويه سره په هر انسان كې دا يوه فطري غريضه ده، چي هغه د هيڅ يوۀ كار او د هيڅ يوۀ شي متضاد نه مني، كه څه هم ځينې داسې شيان وي چي د دوى په وس نه وي، خو بيا هم مجبور وي چي متضاد يې قبول كړي. د بېلګې په توګه موږ ته خوښي خوند راكوي، خو له غمه ورټ (كركه) كوو، روڼا ته هوسېږو، خو تيارو ته بد وايو، ژوند راته ښه ښكاري، خو مرګ ته تر خپله وسه غاړه نه ږدو (په داسې حال كې چي مرګ مو د عقيدې له مخې هم منلى دى) او كه يو څوك زموږ صفت كوي يا موږ په ښه نامه يادوي، نو موږ خوند خو ترې اخلو چي ترې اخلو، بلكې هغه څوك چي زموږ صفت كوي (كه موږ د صفت وړ يو كه نه) موږ پټكى هم ور تړو او تر هر چا يې ښه سړى هم ګڼو، خو كه يو څوك زموږ نيمګړتيا او تېروتنه را په ګوته كوي، نو پر موږ بده لګېږي او نه يواځې د هغه سړي دا كار غندو، چي ګواكې ولې زموږ نيمګړتيا او تېروتنه را په ګوته كوي، بلكې د هغه دا كار موږ يو ډول له ځانه سره دوښمني بولو او هغه ته د كوروداني او مننې پر ځاى، له سپكاوي ډكې جملې كاروو.

زه خپله په دې نظر يم چي كه زه په يو شي نه پوهېږم، نو بايد چي خبرې هم نه پر وكړم او نه ورته د بې ځايه او نه منونكي دليل د موندلو هڅه وكړم، ځكه دا كار نه يواځې دا چي لوستونكي ته د هماغې موضوع په سمه او پر ځاى پوهېدنه كې ستونځې زېږوي، بلكې خپله د ليكوال قلم او فكر ته هم زيان رسوي، چي بيا به يې خلك په اړه داسې څه وايي، چي "د دې ليكوال خو هم موضوع نه ده څرګنده، په هره موضوع كې ګوتې وهي، خو څوك نه پوهېږي چي دى څه وايي او چاته يې وايي".

ځينې كره كتونكي وايي چي "د معياري كره كتنې په وسيله د يوې ژبې ادب، تاريخ او سياست د نړۍ له نورو ژبو سره په سيالۍ كې درېدلاى او اوږه په اوږه سفر ورسره كولاى شي"، خو له بده مرغه موږ معياري كره كتنه خو څه چي، ساده كره كتنه هم د خپلې يوې ليكنې لپاره تاواني او د خپلې شخصيتپالنې لپاره د زهرو غوړپ بولو او نه غواړو چي د خپلې ژبې ادب، تاريخ او سياست مو د كره كتنې او نقد په وسيله د نړۍ د نورو ژبو د ادبياتو سيال شي، دا ځكه چي موږ كه ليك كوو هم، نو په سلو كې شپېته سلينه ښايي داسې ليكوال ولرو، چي هغوى د ژبې او ادب د پرمختګ او ودې لپاره په ليك ګوتې نه دي پورې كړي، بلكې هغوى د خپلو شخصي غوښتنو، نوميالي كېدو او د ټولنې په خلكو كې تش د نوم اخيستو تر حده د څه نا څه ليكلو لپاره په ګوتو كې د قلم نيولو زحمت پر ځان وړى دى. په داسې حال كې به نو ژبه څنګه د معيار پوړيو ته اوچته شي او څه به يو كره كتونكى د خپلې ژبې له ورېښمينو او نرمو بلڅو (څڼو) څخه، خوړجنې او نازېبا سپږې او كرانګه د ښكلا او معيار په ږمنځه- ږمنځ كړي.

كېداى شي يو چاته دا پوښتنه ور پيدا شي چي معياري كره كتنه نو څه ډول وي او څوك يې بايد وكړي، د دې لپاره د ژوند په هره برخه كې معيارونه او اصولونو ټاكل شوي دي او دې ته هيڅ اړتيا نه شته، چي يو څوك را ولاړ شي او د هر شي د كره كتنې لپاره نوي معيارونه او اصولونه وټاكي، د بېلګې په توګه كه يو انجينر داسې يو سړك جوړ كړي، چي په منځ كې يې د لاس په كچه سوري وكاږي او ووايي چي "دا زما اېجاد يا اختراع ده"، نو فكر كوم بل هيڅوك او هيڅ يو انجينر به يې ورسره ونه مني، ځكه چي د سړك جوړونې لپاره اصول مخكې له مخكې ټاكل سوي دي، چي پلانكى يا پلانكى شى كه د سړك جوړونې په كار كې وكارول شي، دا د موټرو په تګ راتګ كې ستونځې پېښوي، همدارنګه د يوې ژبې د ګرامر، د ليكنې او شعري جوړښت لپاره اصولونه مخكې له مخكې ټاكل شوي دي، نو بايد چي موږ د هماغو ټاكل شويو اصولونو له مخې د خپلې ژبې ادبيات د معيار په تله وتلو او كره و كوټه يې سره بېل كړو.

په داسې حال كې به مو نو ژبه، ادبيات، تاريخ او سياست له هره پلوه د نړۍ له نورو ژبو او د هغو ژبو له ادبياتو، تاريخ او سياسته سره د سيالۍ وړ كړى وي او موږ به د "ليكوال" او د يوۀ "قلموال" د سپېڅلي نامه په توګه خپله سپېڅلې او ريښتينې دنده او رسالت په سمه توګه تر سره كړى وي=