د تېرې اوونۍ په كالم كې مي چي د هغو ليكوالو په اړه ويلي و، چي وايي: "د پرديو ژبو د توريو په خپلولو سره ژبه پراخېږي"، ورسره سم په ناڅاپي توګه تېره اوونۍ ښاغلي عمرګل عسكر همدغه خبره په خپل كالم (وړانګې) كې بيا تكرار كړې وه چي: "د پرديو توريو په خپلولو سره ژبه پراخېږي". ښاغلى عسكر د دې خبرې د ثبوت لپاره (اردو) ژبه د مثال په توګه يادوي. دا خبره خو ټولو ته څرګنده ده چي (اردو) د لښكر مانا وركوي او خپله اردو ژبه ځان ته ځانګړي توري نه لري، ځكه چي دا ژبه په هند كې د څو قومونو د يو ځايي اوسېدنې له امله د اړتيا پر بنسټ جوړه شوه. په اردو ژبه كې د توريو يا لغاتو زياته برخه د عربي، پارسي او هندي توريو ده. د دې تر څنګ د سنسكرت، پښتو، پنجابي، بنګالي، پرتګالي، يوناني، فرانسوي او انګليسي ژبو توري هم پكې شته، مرستيال فعلونه يې هم له هندي ژبې اخيستي دي او ليكدود يې له عربي ژبې اخيستى دى، خو پښتو ځان ته يوه بېله او بشپړه ژبه ده، چي تر شا يې زرګونه كلونه لرونكى تاريخي قام او خاوره وجود لري، نو عسكر صاحب ولې د داسې يوې ژبې د مثال په وړاندې كولو سره د خپلې ژبې خپل لرغوني او سوچه توري وژني او پر ځاى يې پردي توري را ژوندي كوي.
عسكر صاحب د خپل كالم په يوه بله برخه كې د يوۀ ژبپوه غوندې (په داسې حال كې چي دى خپله وايي زه په ژبنيو او ګرامري باريكيو نه پوهېږم) پر هغو كسانو سترګې ور برګې كړې دي چي وايي: "د پرديو ژبو د توريو له كارولو دي ډډه وشي". او ورپسې پوښتنه كوي: "دا نيوكه چي هر څوك كوي، آيا هغه په تاريخي لحاظ او په لساني لحاظ د ژبو د صوتي او نفسياتي تعلق په حواله پوره- پوره پوهه او علم لري او كه نه"؟. لومړۍ خبره خو دا ده چي كوم څوك د سوچه پښتو د دودېدلو او رواجېدلو خبره كوي او د دې كار پلويان دي، دا نيوكه نه ده، بلكې يوه هيله او ارمان دى او بل دا چي د ژبې د سوچه كېدو خبره هيڅ له ژبې، ګرامر او ږغپوهنې سره كار نه لري.
زه نه پوهېږم چي ښاغلي عمرګل عسكر د ژبې سوچوالى څه شي ته وايي؟ دى د عربي او پارسي تر څنګ د اردو ژبې مثال وركوي چي ګواكې موږ له دغو ژبو څخه ځكه ځان نه شو خلاسولاى چي موږ له دغو ژبو سره تاريخي، كلتوري او علمي اړيكې لرو، سمه ده دا خبره به يې هم ومنو، خو د دې مانا دا نه ده چي كه ته په خپله ژبه كې خپل زاړه او لرغوني توري لرې، هغه هم مه را ژوندي كوه، ځكه چي ته خو له عربي او پارسي سره تاريخي اړيكې لرې، په ښوونځيو او پوهنتونونو كې دي اردو او انګليسي ژبې ورته ويل كېږي، د هغو ژبو توري را اخله او په پوره زړورتيا او سرزورۍ سره يې په خپله ژبه ګډوه. د ښاغلي عسكر او د ده غوندې څو نورو په شمېر كسانو دا اندېښنه- چي ژبه هيڅكله نه شي سوچه كېداى- په سلو كې پينځوس ښايي پر ځاى وي، خو د پرديو ژبو له پور او اغېزه د خلاسون لپاره دا هيڅ ګرانه نه ده چي موږ خپل ورك، سره شيندلي او زموږ د سپين سرو او سپين ږيرو په سينو كې مرګوني توري بيرته را ژوندي كړو.
څنګه چي ما په خپل تېر كالم كې هم دې ټكي ته اشاره كړې وه، چي په ښاري ژوند كې له چا څخه د سوچه پښتو ويلو او ليكلو هيله نه شي كېداى، ښايي د ځينو نورو كسانو غوندې ښاغلى عسكر هم د ښاري چاپېريال د زيات اغېز له امله نه شي كولاى چي كره او سوچه پښتو وليكي، بلكې دا هم تر ډېرې كچې ممكنه ده چي په ذهن كې يې د خپلې ژبې د سوچه او لرغونيو توريو پر ځاى د پرديو ژبو زېرمه او ذخيره ډېره وي. په داسې حال كې نو ولس هيچاته دا حق نه وركوي چي ژبه دي يې د خپلو توريو پر شتوالي برسېره يو څوك په پرديو توريو برګه كړي. په هر حال زه ښاغلى عمرګل عسكر له سوچه او لرغونيو توريو سره پر اختلاف كولو نه ګرموم، ځكه چي د دې اختلاف د بنسټ ډبره يو بل چا(!!) ايښې ده، چي ولس به يې تر دغې جفا هيڅكله ور تېر نه شي.
ښاغلى عسكر يو بل ځاى ليكي: "د هرې ژبې د ټكي د تقدس او احترام تقاضا دا ده چي هغه هم هغه شان وليكلى شي او په هم هغه معنا كښې دي استعمال كړى شي". ما په تېر كالم كې هم يادونه كړې وه چي يوه ژبه هغه مهال د نورو ژبو توريو ته اړتيا لري او ترې پور كوي يې، چي هغه ژبه خپل توري ونه لري، پاته شوه دا خبره چي له هرې ژبې اخيستي توري دي په هماغه بڼه وليكل شي، دا خبره د ژبپوهنې د اصولو له مخې بېځايه ده، ځكه دا كار نه يواځې پښتنو كړى، بلكې عربو او پارسي ژبيو خلكو هم كړى دى. د بېلګې په توګه عرب وايي زه "كراچي" په "كراتشي"، "پشاور" په "بشاور" او "ډيموكرېسي" په "ديموكراسي" وايم او ليكم. دليل يې دا دى چي زه په عربي كې "چ، پ، ډ او مجهوله يې" نه لرم، نو موږ چي د پښتو په خپلو ځانګړيو حروفو كې د عربي يا د پارسي "ث، ح، ذ، ص، ض، ط، ظ ،ع، ف او ق" نه لرو، نو ولې بايد له دوى څخه هر اخيستى تورى د دوى په بڼه وليكو، ځكه زموږ ولس هم دا حروف نه سي تلفظولاى او دا كار له پخوا راهيسې تر ډېرې كچې شوى هم دى، چي د عربي، سنسكرت او هندي ژبو د توريو خپله اصلي بڼه، زموږ په ولس كې د زياتې كارېدنې له امله پښتو شوې ده. لكه "تعجيل په تازيله، حصار په ايسار، فوج په پوځ، قاب په غاب، قطار په كتار او نور داسې ډېر توري شته، چي بڼه يې پښتو شوې ده.
د ښاغلي عمرګل عسكر يوې سترې تېروتنې ته ستاسې پام را ګرځوم، نه پوهېږم چي دا خبره يې په كوم دليل او د كوم ماخذ له مخې كړې ده، يو ځاى ليكي: "دلته دا هم ياد ساتل په كار ده، چي د سنسكرت ژبه پښتو ژبه وه يا دا چي پښتو ته د سنسكرت نوم وركړل شوى و". زما د مالوماتو له مخې نه خو سنسكرت پښتو ژبه وه او نه هم پښتو ته هيڅكله د سنسكرت ژبې نوم وركړل شوى دى، بلكې سنسكرت ځان ته يوه بېله او لرغونې ژبه ده، چي په هند كې د پنډتانو او ځينو نورو خلكو له خوا ويل كېدله او اوس يې د ارواښاد علامه رشاد بابا له وينا سره سم ويونكي هم د ګوتو په شمېر خلك پاته دي. دا سمه ده چي د سنسكرت يا هندي ژبه د ځينو تاريخونو په استناد له پښتو ژبې سره ژورې تاريخي اړيكې لري او هنديان او پښتانه د پښت (نسل) له مخې دواړه قومونه آرين بلل شوي دي، خو دا خبره بېځايه ده چي سنسكرت پښتو وه يا د پښتو نوم پخوا سنسكرت و.
ښاغلى عسكر يو بل ځاى د بي بي سي پر پښتو څانګه وارى كوي او وايي چي: "هلته د ژبې د مختلفو ټكو د جوړولو يوه بې اصولي روانه ده چي د دې خبرې هيڅ علمي، اخلاقي او قانوني استحقاق نه لري چي له خپله مخه پښتو ټكي د لسانياتو د اصولونو په چپه جوړ كړي". دلته بايد وويل شي، چي ښاغلى عسكر صاحب يوې خواته ځان له ژبنيو او ګرامري باريكيو ناخبر بولي، خو دلته وايي چي د بي بي سي رېډيو كاركوونكي د ژبپوهنې له اصولو سره ناسم توري جوړوي. څومره چي زه خبر يم، نه خو د بي بي سي كاركوونكي په خپل سر توري جوړوي او نه هم د ده له وينا سره سم په دې كار كې استادي كوي، ځكه هغه توري چي په بي بي سي كې ويل كېږي يا د پښتو لرغوني او سوچه توري دي او يا كه نوي جوړ شوي توري هم پكې ويل كېږي هغه پوهاند ډاكټر مجاور احمدزيار د ژبپوهنې د اصولو له مخې جوړ كړي دي، پوهاند زيار هغه څوك دى چي په ژبپوهنه كې يې ډاكټري (PHD) كړې ده، نو كه د داسې يو چا پر جوړو كړيو توريو څوك دا نيوكه كوي چي ګواكې دا د ژبپوهنې له اصولو سره سم نه دي جوړ شوي، نو دا هغه خبره ده چي وايي "له ژرندې زه راځم، په ميده اوړو ته خبر يې". لږ تر لږه ښاغلي عسكر صاحب به له هغو توريو څخه يو څو توري وړاندې كړي واى او هغه به يې د ژبپوهنې د اصولو په روڼا كې ناسم بللي واى او په علمي دليل به يې رد كړي واى.
د ښاغلي عسكر له خبرو داسې څرګندېږي چي دى نه يواځې د نويو توريو (نيولوګيزم) د جوړولو مخالف دى، بلكې د پښتو هغه سوچه او لرغوني توري يې هم پر سترګو او غوږو بد لګېږي، چي اوس هم په ولس كې ژوندي دي. دلته به د ښاغلي عسكر د همدې يوۀ كالم هغه توري را واخلو، چي پر ځاى يې په پښتو كې خپل لرغوني او ناجوړكړي توري شته، دا چي دى يې نه كاروي، دى او د ده فكر پوه شه. د بېلګې په توګه موږ "ري ايكشن ته غبرګون، استعمالولو ته كارول، مكمل ته بشپړ، فيصلې ته پرېكړه، تسلي بخش ته ډاډمن، ارتقا ته پرمختګ او وده، لسان ته ژبه، صوت ته ږغ، روابط ته اړيكې، اثر ته اغېز، كثرت ته ډېر او نقل ته پېښې" توري لرو، همداسې په لسګونو نور توري چي ښاغلي عسكر تر خپلو پښتو توريو غوره بللي دي، اوس نو پرېكړه تاسې ته پرېږدم چي دا د پښتو د سوچه كېدلو او لرغونيو توريو د را ژوندي كېدلو په وړاندې علمي اختلاف دى، كه د پښتو پر ضد يوه دسيسه يې وبولو او كه زما هغه مخكينۍ خبره، چي د چا په ذهن كې د خپلو توريو پانګه او زېرمه نه وي، هغه به ليكي هم د نورو ژبو په رنګ لړلې برګه پښتو او ملاتړ به هم د هغې برګې پښتو كوي.
زه له ښاغلي عمرګل عسكره دا پوښتنه كوم، چي كه دى د خپلو سوچه او لرغونيو توريو پر كاروونكيو تور لګوي او نيوكه پرې كوي، چي دا كار ونه كړي- په داسې حال كې چي هغوى پر حق دي- نو دى- چي زما په نظر دا خبره يې سراسر د ژبې په تاوان ده- څنګه ځان ته دا حق وركوي، چي پردي توري په زوره په خپله ژبه ګډ كړي. د سوچه توريو كارول او رابرسېره كول- په يوۀ كور كې د خپلو ماشومانو له زياتېدلو سره برابره خبره ده، خو د پرديو توريو راوړل داسې دي، لكه يو څوك چي خپل كور ته پردي خلك راولي.
ښاغلي عسكر يو بل ځاى د كوټې د رېډيو او ټيلويژن د پښتو خپرونو په وياندويانو پسې هم لښته را اخيستې ده او هغوى يې هم روغې تڼۍ نه دي پرې ايښي. پر هغوى يې هم د بي بي سي د پېښو كولو او سوچه توريو د كارولو تور لګولى دى، خو د هيڅ يوۀ توري بېلګه يې هم نه ده وركړې، چي آيا د ده له وينا سره سم په كوم توري يې خلك نه پوهېږي؟. كه ريښتيا څوك په هغه توري نه پوهېداى، نو دغو وياندويانو به د بيا لپاره نه كارولاى. زما په نظر پر يو چا باندې بې دليله يا بې ثبوته نيوكه كول، نه يواځې دا چي علمي اغېز نه ښندي، بلكې مخالف لوري ته يا په ټوليز ډول د ټولو خلكو په نظر كې د ځان حيثيت را ټيټول دي.
زه له ټولو ليكوالو څخه دا هيله او غوښتنه كوم، چي راشئ د خپلو پخوانيو او لرغونيو توريو په موندلو او را برسېره كولو سره خپله ژبه تر خپله وسه سوچه كړو او په دې لاره كې ټولې پرتې اندېښنې او دسيسې د يوۀ ملي فكر او احساس له مخې لرې كړو، د دې لپاره چي خداى مه كړه سبا خپل راتلونكي پښت او نسل ته خړمخي نه يو=
(باركوال مياخېل)