شاعري مې ددې خپل زړه مجبوري ده
لنډ بحر کې غزل -- رستم
غــــــــــــــــزلد پسرلي موسم ما ځوروي موسم زمونږ د راز شاهد دی، باراني موسم ټیک ، لکه ستا په شان رنګ بدلوي موسم وۍ وۍ توبه خدایه په چا راځي موسم!! زما د زړه په درد اغېز کوي موسم چې په جنت کې به څرنګه وي موسم؟ څه وا رستمه ته ؟ شعر هم لري موسم؟ 10/06/2012 nibbixwoud
غزل - رستم
غزلمونږ امېدونه د خپل زړه، په لمر خاته راوړو یوه نفر ته یې په مخ خوراه واره راوړو له دې اغزن اغزن نیتونو نه به څه راوړو؟ هو ، خامخا به زخم زخم ترې په زړه راوړو سلګۍ سلګۍ ، پاړجنې شونډې او نمجنې سترګې! کوم یو تصویر درته د ژوبل پښتانه راوړو راځئ ملګرو د وطن دې لګېدلې اورته! یو یو د امن سیند نه لپو کې اوبه راوړو زه ، محبت
غزل-- رستم
غزل زما د زندګۍ نوم له همت او نازه جوړ دی دا اوس ورته سرحد د مرګ دچاله راز ه جوړ دی؟ دخیال د انځورګر له وسه نه دی ، دا په زړه مې ! تصویر د رومانۍ نجلۍ له خپل اندازه جوړ دی ستا کلی د یو چا د زړه د هیلو برکت دیستا کلی د شاعر زړه په دعا ښېرازه جوړ دی د زړه د سر پرهر ته مې ټکور، ټکور ، ټکور دی غزل مې دیو داسې(
غزل - رستم
غزلد محبت نښې یې څومره هنري ایښي دي چا مې د ناستې پر ځای درې رنګه بنګړي ایښي دي ما ته داغونه ، دغې وخت که په زړګي ایښي دي تا ترې خالونه د سرو وینو په تندي ایښي دي د چا د مینې راز مې نه پریږدي چې مینه وکړم عجب بندونه راته ژوند کې خپل ماضي ایښي دي د شریک ژوند علت زمونږ ه د تقدیر پاڼو کې زمونږ د دواړو یې ذوقونه مساوي ایښي دي شي به ړانده که
اخ ! څومره ښه ښکارېدم // رستم
اخ ! څومره ښه ښکارېدم ------------------------------------------خدایزده بېګا راباندې څه شوي و بېګا پوره په اته نیمو بجو خپلې دوزخ دوزخ کوټې ته لاړم لکه عادي او روغ انسان ویده شوم سهار پنځه بجې راپاځيدمه نه مې وجود ، درد کاوه او نه غوصه راتلله ځان مې تیار کړ اینې ته لاړم کاش کې چې مور مې نن لیدلی ومه اخ څومره ښه ښکاریدم
یو عجیبه کیفیت دی -- رستم
یو عجیبه کیفیت دی (زړه مې سوځي) (زړه مې درد کړي) تصویرونه د ماضې مې لکه ښه تېزه سیلۍ چې، مخکې اوړي او را اوړي شغاهار دی چې بدلیږي زه مې سترګې کړمه خلاصې دې پيکه پيکه نړۍ کې او د ځان په تنهایۍ کې اوسنی خپل حالت وینم تخیل څخه راوځم زه د ژوند حقیقت وینم د خپل زړه د درد په څړیکو یوه پریکړه مې ده کړې یو سګریت مې دی بل کړی
لنډ بحر کې غزل- رستم
غزل وخت به راکاته خراب دواړه یې کړو ښه خراب یو ته یې ضدي نجلۍ بل زما ماغذه خراب لږ که وي حالات افت ډېر دي پښتانه خراب ورځ مې مزدري زقوم شپه مې خوب لېده خراب دغې مستانه نجلۍ دې مې کړلو زړه خراب کلي کې د ژوند خطر ښار کې اوسېده خراب عشق به کړي رستم اکرب! نور له دې نه څه خراب؟ 17-05 -2012 نبیکسواود
غزل - فضل الربي رستم
غزل نجلۍ ! ستا د پاسته انکار حصه ده پریشاني ژوند تریخ دی او په ژوند مې راخوره ده پریشاني پوهیږم ما به وړي اخري حد ته د جنون لومړۍ ورځ ستا د تګ خو بهانه ده پریشاني نړۍ به هم هیڅکله په خواږه خوب ویده نه شي نړۍ ته راولاړه دا جګړه ده پرېشاني خبره مې د زړه په سر خنجر وهي خنجر یو ډار دی او یو راز یوه کیسه ده پرېشاني!! ته مه راځه
غزل -- فضل الربي رستم
غزل ټول عمر به دا ستا غرور اوچت نه پاتې کیږي او زما ارمان به خاورو کې لت پت نه پاتې ستا تګ به د څلوېښتو کالو ورځ وه د قیامت! ځه شکر چې انسان په یو حالت نه پاتې کیږي ځنځیر ښه دی په دې چم کې ، ځنځیر د روایاتو کنه بیا هیڅ مزه د بغاوت نه پاتې کیږي ته ځې او ما ته وایې چې د ځان خیال دې ساته چې ځې ، نو بیا زما د ژوند حاجت نه پاتې کیږي دا زړه دې کاشکې ستا دخپل ښایست په څير وو ګلې !! ستا زړه دکوچ
غزل- رستم
غزلد زندګۍ نیمایې شعر ومه غزل دې کړمه خپله نامه دې ګرانې راکړه ، مکمل دې کړمه منم چې ته د خدای تخلیق یې د انسان فطرته! د چا د تګ نه پس، له درده را بدل دې کړمه د اندېښنو هرې شیبې به وار په وار وژلم د ژوند اجله! شکر ، مړ چې ترې اول دې کړمه قسمته راشه چې ګلونه در په غاړه کړمه د قراني انسان د ژوند په سفر مل دې کړمه&
تا له مخلوقه په زړه داغ درلوده-- فضل الربي رستم
ګل زما د خاورې ، کاکل زما د خاورې .... زما د ژوند ایډیال ارواښاد اجمل خټک بابا ته چې په ننۍ پېښې مې زړه پړق وچاود .
غزل --- رستم
غـــــــزل زړه مې د ښکلاوو د جلوو پېرومزاج نه شي ښی لاس مې دې هيڅکله دې چپ لاس ته محتاج نه شي زه دې ، د وطن په هر پرهر باندې پرهر نه شم زما د دغې سیمې دا حالات دې لاعلاج نه شي مه راځه ناڅاپه کې ، تصویره د یار ! خیال ته مې ملاستې ارزوګانې مې یو دم په احتجاج نه شي زما د رنځور زړه چیغه او ستا د ځوانۍ مست غزل نه نه د ملنګ خو پاچاهانو باندې راج نه شي پام ورسره ډېر وکړه ، ماحول د بدګمانو دی
غزل -- رستم
غــــــــــــزل ومې زنګوي په روماني څڼو کې ټال راوړي ما ته مې د شعر ملګرې راشي ، تانه خیال راوړي څوک به دغې سيمې ته هنر راوړي کمال راوړي څوک به دغې سیمې کې د جنګ په مخکې ډال راوړي تا ته دې خپل زړه د خوشحالیو مالامال راوړي ما ته دې فقط چې تا احساس کړم یو مثال راوړي ولیږم ماشوم امېد، په خوب کې ستا خبر چې هی! له ده نه ځار شم ، راته ګل راوړي احوال راوړي تا یې د بدبختې ورځ لپاره چې مکتب سېځه! تا ته
غزل -- فضل الربي رستم
غزل تخیل مې یوې مستې ليونۍ لوري ته بیایې خاموشي مې د پرېشانه زندګۍ لوري ته بیایې تور ټوپک مې د شیطان د غلامۍ لوري ته بیایې شین قلم مې حقیقت کې ازادۍ لوري ته بیای
غزل -- رستم
تېره شپه مې د استاد پسرلي صیب یو غزل لوستی و . سبایې چې را پاڅیدم نو د غزل مطلع مې په خوله کې ناسته وه یو ځای ته مې سفر درلوده اوس د هغه ځای راسېدلو سره مې د استاد پسرلي صیب د غزل په استقبال یو څو بیتونه داسې ولیکل . زه چې لکه پل په صحرا پاتې یم پاتې به یم ، ګوره له چا پاتې یم ؟ استاد پسرلی غزل دا چې لکه پل په صحرا پاتې یې ! پاتې به یې ، خو د نو له چا پاتې یې ؟ پوره د ناکامې می
غزل -- رستم
غزل کیسه د پښتانه چې د بقا رارسیېدله همیش به هغه وخت پر مونږ بلا رارسېدله لګیا به ځاني خود وم ، د دنیا په جوړولو ولاکه هیڅ ښیګڼه د دنیا رارسېدله زه وم ، پښتون ماشوم ، قیدي د دور ترږمو کې کړکۍ نه به د ژوند نو څه رڼا رارسېدله؟ زما چېغه ، ژړ
غزل - فضل الربی رستم
غـــزل ورځم د زړه له تله زیان تربور ته رسوم د ژوند د خوښۍ هيلې یې تنور ته رسوم درلېږم کليوال حسن ته خیال مستې ملنګې! یو څه مالګه اوبه د شعر انځور ته رسوم خبر له خپله زوره یم د هرې څړېکې اَه مې د یو ترور نفر، د ژوند سرور ته رسوم (خبره د منصور د دار کولو مینځ نه باسو د مينې قباله مې خپل دستور ته رسوم) رڼا د ترقیو او رڼا د ذهنیت مې په خپل فن او هنر د قام منشور ته رسوم
غزل -- فضل الربي رستم
غزل د ژوند امېد په هر قیامت کې راکوي ملګري خو چې ترې لاړ شم ، بیا مې مړ حسابوي ملګري څنګه چې ستا سهیلۍ تا ته مې نامه یادوي همداسې ما دې په نامه هم ځوروي ملګري زما نیستي ، زما سختي او زما هر محرومیت ما ته دې خیر دی ، دغه نه رایادوي ملګري له ما دې هر وختې چاپېره وی تازه ګلونه زه پرې ژوندی یم ، خدای دې ما سره لري ملګري (دوښمن هوښیار دی ، یو ته تور
غـزل -- رستم
غــــــــــــــــزل د وخت د سختۍ نښه پرې بې باکه ګرځوم د لاس په هره ګوته مې ټناکه ګرځوم د ژوند د ګړۍ ستن مې ستا په لور لري محور د ژوند نیت اراده به مې خود پاکه ګرځوم درلیږمه د ګډ ژوندون، د هیلو هغه زرکه! اول ستا د مزاج په بام کاواکه ګرځوم سوکنډي مې د زړه سر، خو له انجامه لرم ډار په زړه یوه خبره خطرناکه ګرځوم ستا پاک سپيڅلی یاد راسره &nb
نظم -- فضل الربي رستم
ګله نازکه ته د ښار وړکی یې ستا د مینې په نامه اغزی له زړه نه ستن په لاس کې لرم ، درګرده وباسم او غوږونه د مرمیو شور ته نیسم ستا د غږ تود اسویلي چې احساس نه کړم چې مې سترګې هم د ګل پر وجود باندې هیڅ و نه لګي ، په سترګو باندې لاس ږدم چې په لار ځمه ، ډبرو خواته ګورم پریږده زړه مې چې ښه کلک شي او په سترګو کې د اوښکو هغه ځای مې د اوبو پر ځا
غزل -- فضل الربي رستم
غزل که ټوله زمانه زړه ته راتېره شي ، ملالې ها ، شپه د درد ولاکه رانه هېره شي، ملالې ته مه کوه ، احساس د زمانې مه چېړه ، مه ته مه کوه څهره به یې برسېره شي ، ملالې تا ولې خط کې ویلې؟ چې پرې تا وینمه نه ! رڼا مې دې له سترګو نه اندېره شي ملالې یو ورځ خو به دې زه هم ملامته کړم کنه یو ورځ به دې بلا د نظر ګېره شي ، ملالې نامه چې دې څوک واخلي ، ته هنر یې ته کمال یې د د
غزل-- فضل الربي رستم
نوی غزل
غزل -- فضل الربي رستم
غزل زما په زړه د مرګ دردونو ، د لړۍ راز څه واو ستا په زړه باندې د دومره خوشحالۍ راز څه و؟ مونږ مینان مرور هم نه و له یو بل نه ، بیاله سفر مخکې د درد شپې ، د خاموشۍ راز څه و له ما نه مه پوښته ددې نجلۍ د سترګو کېسه له مانه مه پوښته زما د زندګۍ راز څه و که به میَنه نه وې خیر خو نو بیا ووایه چېهغه ختل او پرېوتل دې په بلې راز څه و ژوند همدغه و چې دې تېر کړ ، خو بس فکر وکړه
غزل -- فضل الربي رستم
غـزل ما ته مې ورغوي کې صفا ښکاري ما ته په کې ستا هره جفا ښکاري ستا له برکته بیدار شوې یو ستا له برکته دا رڼا ښکاري غم د نجلۍ سم لکه اسمان هومره زړه د هلک اوس نه په درزا ښکاري زه د زړه په زخم کې تا وینمه ماته په کې ستا مکر ، ژړا ښکاري یو شي کې رستم ماتې خوړلې ده ده ته هر سړی دده اشنا ښکارې
نظم - فضل الربي رستم
نـــــظــم د تنهایۍ له بریده لاندې یمه د زړه د درد دا طوفاني موجونه راته زما بې وسي ، مرګ ښکاري د هر ماښام رارسېدل او زما په دغه ښار بې کسي ،مرګ ښکاري د شپې تر درېو بجو خوب نه راځي د شپې تر دریو تشويشونو سره په غم اخته یم ، په لانجه سر یم په خپل وجود کې اوس یو څوک لرمه چې همیشه یې راسره جنګ وي دهغه هره