غزل


وخت به راکاته خراب
دواړه یې کړو  ښه خراب

یو ته یې ضدي نجلۍ
بل زما ماغذه خراب

لږ که وي حالات افت
ډېر دي پښتانه خراب

ورځ مې مزدري زقوم
شپه مې خوب لېده خراب

دغې مستانه نجلۍ
دې مې کړلو زړه خراب

کلي کې د ژوند خطر
ښار کې اوسېده خراب

عشق به کړي رستم اکرب!
نور له دې نه څه خراب؟

17-05 -2012  نبیکسواود