غزل

نجلۍ ! ستا د پاسته انکار حصه ده پریشاني
ژوند تریخ دی او په ژوند مې راخوره ده پریشاني

پوهیږم  ما به وړي اخري حد ته د جنون
لومړۍ  ورځ ستا د تګ خو بهانه ده پریشاني

نړۍ  به هم هیڅکله په خواږه خوب ویده نه شي
نړۍ  ته    راولاړه دا جګړه ده پرېشاني

خبره مې د زړه په سر خنجر وهي خنجر
یو ډار دی او یو راز   یوه کیسه  ده پرېشاني!!

ته مه راځه رستمه خیر دی پرې مې ده تنها
ته مه،  له  ژونده لویه راسره ده پريشاني
16-05-2012 NIBBIXWOUD