غزل
ټول عمر به دا ستا غرور اوچت نه پاتې کیږي
او زما ارمان به خاورو کې لت پت نه پاتې

ستا تګ به د څلوېښتو کالو ورځ وه د قیامت!
ځه شکر چې انسان په یو حالت نه پاتې کیږي

ځنځیر ښه دی په دې چم کې ، ځنځیر د روایاتو
کنه بیا هیڅ مزه د بغاوت نه پاتې کیږي

ته ځې او ما ته وایې چې د ځان خیال دې ساته
چې ځې ، نو بیا زما د ژوند  حاجت نه پاتې کیږي

دا زړه  دې کاشکې ستا دخپل ښایست په څير وو ګلې !!
ستا زړه  دکوچي کور ،  په یو مالت نه پاتې کیږي

10-05-2012   نبیکسواود