غزل
څه مې پوښتې چې څ ګزران دی ښه دی
بس خو ژوندی یم وخت روان دی ښه دی


چې ستا د تللو مخنیوی یې کړی
لالیه باد دی که باران دی ښه دی

چې انسانیت په کې ژوندی پاتې دی
نور که هندو که مسلمان دی ښه دی

د شیخ خبرو پسې مه ګرځېږه
مینه کوه خدای مهربان دی  ښه دی

نه په درمان پسې  مې بد مه وایئ
زما  درمان ګل د ریحان دی ښه دی

قدرت الله درمان