تېره شپه مې د استاد پسرلي صیب یو غزل لوستی و .
سبایې چې را پاڅیدم نو د غزل مطلع مې په خوله کې ناسته وه یو ځای ته مې سفر درلوده اوس د هغه ځای راسېدلو سره مې د استاد پسرلي صیب د غزل په استقبال یو څو بیتونه داسې ولیکل .
زه چې لکه پل په صحرا پاتې یم
پاتې به یم ، ګوره له چا پاتې یم ؟
استاد پسرلی
غزل
دا چې لکه پل په صحرا پاتې یې !
پاتې به یې ، خو د نو له چا پاتې یې ؟
پوره د ناکامې مینې ! زړه کې مې
ته به نو ټول عمر په ما پاتې یې؟
څو ځلې مې مخکې کړې ای زړه راځه
بیا د یار د کلي په خوا پاتې یې
پوه یم ، ملامت نه یې چې جنګ غواړې
ځوانه دتعلیم له رڼا پاتې یې
مات ښه یې رستمه دومره مات ښه یې
شکر چې د ځان له خندا پاتې یې
4/25/2012 نبیکسواود