غزل               
کیسه د پښتانه چې د بقا رارسیېدله
همیش به هغه وخت پر مونږ بلا رارسېدله

لګیا به ځاني خود وم ، د دنیا په جوړولو
ولاکه هیڅ ښیګڼه د دنیا رارسېدله

زه وم ، پښتون ماشوم ، قیدي د دور ترږمو کې
کړکۍ نه به د ژوند نو  څه رڼا رارسېدله؟

زما چېغه ، ژړا څنګه تر تا نه رسېدله؟
او ما ته ولې ستا د زړه درزا رارسېدله ؟

په دې وږې نړۍ کې خدایه شکر ، شکر ، شکر!
یوه مړۍ حلاله چې تر  ما رارسېدله

سپوږمۍ تا سره شپې تېرول خوند کاوه خو ماته !
سحر په مزدورۍ کې یې سزا رارسېدله
13-04-2012   هورن