غـــزل
ورځم د زړه له تله زیان تربور ته رسوم
د ژوند د خوښۍ هيلې یې تنور ته رسوم

درلېږم کليوال حسن ته خیال مستې ملنګې!
یو څه مالګه اوبه د شعر انځور ته رسوم

خبر له خپله زوره یم د هرې څړېکې اَه مې
د یو ترور نفر،  د ژوند سرور ته رسوم
 
(خبره د منصور د دار کولو مینځ نه باسو
د مينې قباله مې خپل دستور ته رسوم)

رڼا د ترقیو او رڼا د ذهنیت مې
په خپل فن او هنر د قام منشور ته رسوم

د مینې پيغمبر یمه ، پیغام یې د ویاړلو
د کلي د نجلۍ هغه باتور ته رسوم
09-04-2012