غزل
د ژوند امېد په هر قیامت کې راکوي ملګري
خو چې ترې لاړ شم ، بیا مې مړ حسابوي ملګري

څنګه چې ستا سهیلۍ تا ته مې نامه یادوي
همداسې ما دې په نامه هم ځوروي ملګري

زما نیستي ، زما سختي او زما هر محرومیت
ما ته دې خیر دی ، دغه نه رایادوي ملګري

له ما دې هر وختې چاپېره وی تازه ګلونه 
زه پرې ژوندی یم ، خدای دې ما سره لري ملګري

(دوښمن هوښیار دی ، یو ته توره بل ته ډال ورکوي
دوښمن په خپلو کې به څه چل جنګوي ملګري) 

3/04/2012  امستردام