غــــــــــــــــزل

د وخت د سختۍ نښه پرې بې باکه ګرځوم
د لاس په هره ګوته مې  ټناکه ګرځوم

د ژوند د ګړۍ ستن مې  ستا په لور لري محور
د ژوند نیت اراده به مې خود پاکه ګرځوم

درلیږمه  د ګډ ژوندون،   د هیلو هغه  زرکه!
اول ستا د مزاج په بام کاواکه ګرځوم

سوکنډي مې د زړه سر، خو له انجامه لرم ډار
په زړه  یوه خبره  خطرناکه ګرځوم

ستا  پاک سپيڅلی یاد راسره  شته  په پردي ښار
حواس د لوپرۍ په  لور  ولاکه ګرځوم

لیکم د زړه په پاڼه کې غزل ستا د نامې
قلم د تخیل پرې  ښه چالاکه ګرځوم
فضل الربي رستم