ګله نازکه ته د ښار وړکی یې 

ستا د مینې په نامه اغزی له زړه نه  
ستن په لاس کې لرم ، درګرده وباسم
او غوږونه د مرمیو شور ته نیسم
 ستا د غږ  تود  اسویلي چې احساس نه کړم

چې مې سترګې هم د ګل  پر وجود باندې
هیڅ و نه لګي ، په سترګو باندې لاس ږدم
چې په لار ځمه ، ډبرو خواته ګورم
پریږده زړه مې چې ښه کلک شي
او په سترګو کې د اوښکو هغه ځای مې
د اوبو  پر ځای له شګو څخه ډک شي
چې له سترګو مې تېرې ډبرې راشي
او احساس راته ددې خبرې راشي
بې احساسه شومه هېر مې کړلې مې یاره
غم نه خلاصه شومه هېر مې کړلې یاره
------------------------------------------
ګله نازکه !   ته تکړه یې ته د ښار وړ کی یې
ګله نازکه !  ته  د ژوند په هر هنر پوهیږې
ګله ستا ګوتې د قلم په استعمال بلدې
ګله ستا ذهن د جهان په روښنایۍ باندې روښانه ذهن
ته دې د ژوند ، ته د وطن ، ته د جهان سرمایه
ګله پوهیږم ته په هر څه باندې ښه پوهیږې
خو ګله ته د تور ټوپک  په راز هیڅ نه پوهیږې


زما تربور دی  یو نالوستی تربور
هغه په خپله ژبه کم غږیږي
خو د ټوپک ژبه   یې ډېره تېزه
هره خبره پيلوي په ټوپک
هره خبره ختموي په ټوپک

ګله له زړه  نه مې د مینې اغزی
ستن مې په لاس کې ده،  درګرده باسم
زما په سترګو کې رڼا ښکاري
خو هر زګیروی له ډېره درده باسم
له حافظې مې ستا په نوم یادونه
له یوې  مخې نه په زغرده باسم


ګله نازکه  زه د کلي نجلۍ
د خپل تربور له قسمونه   نه یریږم ډېره
زه دې هیرومه ته هم ما هېره کړه
زه ستا د مرګ له اخطارونو نه یریږم ډېره.
01/04/2012 امستردام  ، هالنډ