غزل                                     
تخیل مې یوې مستې ليونۍ لوري  ته بیایې
خاموشي مې د پرېشانه زندګۍ لوري ته بیایې

تور ټوپک مې د شیطان د غلامۍ لوري ته بیایې
شین قلم مې حقیقت کې ازادۍ لوري ته بیایې

زمانه هم راته ښایې ، قدمونه د ګناوو
زمانه مې هم په چل د بدنامۍ لوري ته بیایې

عقاید مې زورور دي ، د نړۍ په روایاتو 
خو قسم مې ګلې ستا ، د بې وسۍ لوري ته بیایې

څه خو شته شپه کې رستمه ، د چا یاد، دچا سلام دی؟
تنهایې مې نظر ولې د سپوږمۍ لوري ته بیایې؟
فضل الربي رستم


29 /april /2012  امستردام