غــــــــــــزل
ومې زنګوي په روماني څڼو کې ټال راوړي
ما ته مې د شعر ملګرې راشي ، تانه خیال راوړي

څوک به دغې سيمې ته هنر راوړي کمال راوړي
څوک به دغې سیمې کې د جنګ په مخکې ډال راوړي

تا ته دې خپل زړه د خوشحالیو مالامال راوړي
ما ته دې فقط چې تا احساس کړم یو مثال راوړي

ولیږم ماشوم امېد، په خوب کې ستا خبر چې
هی! له ده نه ځار شم ، راته ګل راوړي احوال راوړي

تا یې د بدبختې ورځ لپاره چې مکتب سېځه!
تا ته به نو خود دغه نالوستی ځوان جنجال راوړي

څو چې شیرینۍ یې، په یقین د عشق زړور نه کړي
خدای که به رستم ورته له تور ښاماره لال راوړي

۱۴-۰۴-۲۰۱۲    امستردام