غـــــــزل
زړه مې د ښکلاوو د جلوو پېرومزاج نه شي 
ښی لاس مې دې هيڅکله دې چپ لاس ته محتاج نه شي

زه دې ، د وطن په هر پرهر باندې پرهر نه شم
زما د دغې سیمې دا حالات دې لاعلاج نه شي

مه راځه ناڅاپه کې ، تصویره د یار !  خیال ته مې 
ملاستې ارزوګانې مې یو دم په احتجاج نه شي

زما د رنځور زړه چیغه او ستا د ځوانۍ مست غزل
نه نه د ملنګ خو پاچاهانو باندې راج نه شي

پام ورسره ډېر وکړه ، ماحول د بدګمانو دی
سر نه دې چې لرې د رستم د مینې تاج نه شي

۲/ 05/ ۲۰۱۲