ګل زما د خاورې ، کاکل زما د خاورې ....
زما د ژوند ایډیال ارواښاد اجمل خټک بابا ته چې په ننۍ پېښې مې زړه پړق وچاود .
د پښتنو دغه دښمن دې خدای نور نه پاتې کوي، خدای دې پښتانه له دغسې بدبختیو خلاص کړي .
تا له مخلوقه په زړه داغ درلوده!!
------------------------------
بابا ! تا په لاسونو کې څراغ درلوده
د پښتون کور نظر دې باغ درلوده
تا له مخلوقه په زړه داغ درلوده
تا دې د زړه د وینې هره قطره
د پښتانه او د پښتو لپاره
د دې ملت د ټولېدو لپاره
د دوزخي ژوند خلاصېدو لپاره
ددغې وږېو مړېدو لپاره
د لویو لویو قدرتونه رب نه
د زړه له درده تمنا کړې وه
هره خبر دې برلا کړې وه
او په چېغو چېغو دې ژړا کړې وه
------------------------------------------
خو بابا!!!
خو بابا! پښتانه لا اوس هماغسې، هغه پښتانه
په بدبختیواو مرګونو کې اخته پښتانه
د یو بل وینو په زبېښلو اموخته پښتانه
لا د دوزخ دوزخ ژوندون په تماشه پراته دي
د تورو خلکو په دمونو ، عقیده پراته دي
د بې شعوره نشيي خوب په نشه پراته دي
دوی ، د تور مار د ختمېدو کتنه و نه کړله
دوی خو هیڅکله هم د ځای پلټنه و نه کړله
دوی دوجود پاتې کېدو غوښتنه و نه کړله
بابا! دغو وېدو! ستا د زیارت ساتنه و نه کړله
فضل الربي رستم
9-05-2012 نبیسکواود