شاعري مې ددې خپل زړه مجبوري ده


غـــزل ---- فضل الربي رستم

    غزل   زه چې داغونه مې د زړه په اینې شمارمه  دا لکه تور ټکي په سپینې سیپارې شمارمه  

11.09.2011 فضل الربي رستم

غزل// رستــــــــــــــــــــــــــــم

                    غزل ستا د دعاګانو په کاله  کې ساتل شوی یم مورې ! څو څو ځله  دمرګ خوله کې ساتل شوی یم   زما د هیریدو خبرې مه کوه ،غلطي دي زه یې د قران په څېر په زړه کې ساتل شوی یم   زه عجب پښتون  یم د خدای کور کې وژل شوی یم زه  بل ځای د اورشیندونکي غره کې ساتل شوی یم    زه د

27.08.2011 فضل الربي رستم

غزل // رستم

                          غــــــــــــزل زه چې د هندارې پر مخ سپین لکه شېده یمه زه نو  د وجود دننه ولې داسې نه یمه؟    زه د ځان په مخ کې لکه غر یمه ،جامد یمه زه  د هغې مخ کې بیا اوبه ، اوبه،  اوبه یمه   ما ته د نړۍ سره تګ نه دی زده ،چې لاړ شمه  زه مې دخپل غم سره مشغول ویښ او ویده یمه   ما اوس پل اخستی ، ذهنیت

27.08.2011 فضل الربي رستم

غزل / رستم

  په دې خبر نه یم چې دا د چا لپاره اوسم خو کرۍ شپه مې د خپل سات غوندې بیداره اوسم زما په سترګو کې دې ډنډ رڼا چې ولیدله بس پدې پوه شه هغه وخت به ناقراره اوسم

23.08.2011 فضل الربي رستم

غزل // فضل الربي رستم

بیګا ملګرو پورته کړه جنډه د ازادۍ له درد سره مې وکړه تماشه د ازادۍ &n

22.08.2011 فضل الربي رستم

نظم / رستم

ما نه مې دا ملګری مه بېلوه!قربان قربان دې له پستو ګوتو شم ګورم  بهر ته چې  دا لمر له کومې خوا  ختلی نه نه همداسې مې باور نه راځي چې ته دې ما یاد کړې ، خبر مې واخلې    څنګه دې زما ایمیل ته  ستا له نامه خط راشي کلونه و شول ستا له لورې مې خبر  نه لیده زما درلیږلي  ایمیلونه منتظر پاتې و &n

20.08.2011 فضل الربي رستم

غزل // رستم

                    غزل پر ما تېر شي د نړۍ د کاینات درد دچا نوم راکوي ولې دومره زیات درد؟   مالیدلی دی  قیامت د مسکا شاته مالیدلی ستا د تلو د ملاقات درد   زړه تنګي، ګرانې ستا یاد او خوږې څیړکې رسولی مې خپل ځ

11.08.2011 فضل الربي رستم

غزل // رستم

                                           غزل زما د مرګ پړه به همیش وي د پاچا له غاړېاو که نو نه ،  یا د بنچاب یا د  ملا له غاړې مابه ښودلی و سبک دلته یو څو کسو تهخو زه ګیر کړی یم د وخت لویې بلا له غاړې خبر مې مه اخله خو دومره زما واوره ګرانېکه پر ما څه  وشول  تاوان به مې وي ستا له غاړې خدایه توبه قیامت رامه ولې ،

29.07.2011 فضل الربي رستم

غزل -- فضل الربي رستم

                    غزل که منزل مو وي رڼا مزل په کار دی  ذهنیت ته مو بلا مزل په کار دی ژړا ، مکر ، دروغ ،قسم به یې ژر  شل کړي محبت کې د ريښتیا  مزل په کار دی    دعاګانو ته بې شکه ضرورت دی جوماتو ته خامخا مزل په کار دی زنګیدلو قدمونو نه خوند اخله د یار غم سره تنها مزل په کار دی قیامتونه لاندې مه کېنه رستمه قیامتونو سره ستا مزل

26.07.2011 فضل الربي رستم

غزل // رستم

                                      غزل  ما محبت لپاره  ځان باندې زیاتی کړی دی ما همیشه د نفرتونو مخنیوی کړی   تا که پر  ما له هر قیامت سره چک چکې کړې  ما مې هم  ژوند کې هر  قیامت ته  هرکلی کړی دی هغه هلک چې د چا  یاد سره خپل ژوند تیروي هاغې نجلۍ کلونه کیږي  یو زلمی کړی دی 

20.07.2011 فضل الربي رستم

غزل / رستم

                                غزلزه که چیرته ستا د لاس بنګړی نه شم   ژوند کې به مې هیچا نه لومړی نه شم  

15.07.2011 فضل الربي رستم

غزل// فضل الربي رستم

                          غزلګل نه ورکه  شوې ده هغه مسکا چا ویل چې په شونډوکې یې  شته مسکا؟ زه  د بې وسۍ د درد رڼه اوښکه ته د خوشحالۍ د وخت تازه مسکا   ستا د تګ په وخت مې دوه رنګي وکړه زړه باندې مې درد، په خوله مې  وه مسکا نن خو دې په سترګو کې خمار نشته نن دې ده په سترګو کې پرته مسکا بیا د کونډې زړه سړو اخستی دی

07.07.2011 فضل الربي رستم

غزل/ فضل الربي رستم

                        غزل نن مې د چا په غاړه توره جوړه سترګو ته شوه ورسره یوځای مې د تیر ژوند کیسه سترګو ته شوه

07.07.2011 فضل الربي رستم

غزل / رستم

                          غزل تا لرمه ، ستا د یاد کعبه لرم خوشحاله یم شکر مقدسه حافظه لرم، خوشحاله یم  ستا د   (هو) او( نه) ځواب  ته نه ورخطا کیږمه زه مې په خپل زړه کې فیصله لرم خوشحاله یم زه د وخت ناندریو ته وخت نه لرم بې غمه یم زه د چا په سترګو عقیده لرم خوشحاله یم ستا له تګ نه وروسته په ما څه وشول؟ خو هیڅ هم نه زړه که مې هغه نه ، ژوند

28.06.2011 فضل الربي رستم

غزل رستم

                 غزلد زړه په زور د زړه په راج به مې اماج ته رسم د عاجزۍ په احتجاج به مې اماج ته رسم   زه ښه پوهیږم . نابلده یم ، سختي به وي خود دعاګانو په علاج به مې اماج ته رسم

15.06.2011 فضل الربي رستم

غزل // فضل الربي رستم

                              غزل نن مې مودې وروسته د داسې یو چا غږ واوریده ورسره ګډ مې دخپل زړه د درزا غږ واوریده  

15.06.2011 فضل الربي رستم

غزل / فضل الربي رستم

                               غزل  مــــا ويلې کــــــه پــــه ټوله دنیا غم راغلی و خــــــو نــا دا خــــو یــوازې پر ما غم راغلی و بېګا مې د یار غم څخه توبه وکړه ، ویده شوم چې ګورمه په خوب کې  نو بیا غم راغلی و نه مړه نه طوفان و ، نه  سیلۍ،  نه زلزله وه په زړه باندې مې یو نا اشنا غم راغلی و *دا وینې دا تور مخی  ، چاودی

13.06.2011 فضل الربي رستم

نظم // فضل الربي رستم

ای د جنت ټېکدارنو خلکو په پښتنو ملنډې ولې وهئ؟ دا د ظلمونو زیږول بس کړئ له خپل وجدانه منډې ولې وهئ زمونږ تنکي ګلان پرې مه غولوئ دا د خیالي جنت پلمه پریږدئ دا د شپېتو حورو غلمانو چې ده کوران لپاره دا کیسه پریږدئ ای دجنت ټېکدارنو خلکو دا پښتنې حورې نور مه ژړوئ هغه چې  سترګې یې   ړندې شوې پسې د زوی لپاره  یې مور مه ژړوئ ای د جنت ټېکدارانو!  ګورئ تاسو خو وینۍ

12.06.2011 فضل الربي رستم

نورالدين ګوهر // غزل

                غزلباد وو غبار وو او سيلۍ خبره ورانه کړلهيخ وو بارن وو او ګلۍ خبره ورانه کړلهبل داسې ځای نه وو باران دواړه لمده خوشته کړود غره لمنه وه کيږدۍ خبره ورانه کړلهد ژمي شپه يې بس په ما باندې و نه لوريدهمينه يې زده نه وه کوچۍ خبره ورانه کړلهڅه ليونتوب څه مجبوري او څه مې يار غصه ووڅه غريبۍ څه بيوسۍ خبره ورانه کړلهخدايه په سپينه لمن داغ

11.06.2011 فضل الربي رستم

غزل / فضل الربي رستم

                               غزل دغه د چا د لاسه ؟دا چې پرې زه نښې لرم د بې لوظۍ   د پرهرونو، په زړه    نښې لرم  

04.06.2011 فضل الربي رستم

غزل/ رستم

                 غزل ستا له ځواب وروسته تر ډېره قیامتونه راغللژوند کې مې ګرانې ګرد چاپیره قیامتونه راغلل ماپرې خواري وکړه بلا ، خو حافظې ناځوانېهېره یې نه کړې که بې شمیره قیامتونه راغلل درد یې بلا پسې ، علت خو یې مالوم کړۍ ، ولې؟له کندهاره تر بونېره قیامتونه راغلل د نفرتونو امیرانو قتل عام پيل کړیخلک له خپل سیوري کړي وېره قیامتونه راغلل ما له یو

29.05.2011 فضل الربي رستم

نظم / فضل الربي رستم

نظم ما مې په ژوند کې اهمیت هیڅ خوب ته نه ورکاوه ما خو نو هیڅکله باور چرته په خوب نه کاوه ما مې په ژوند کې د خوبونو باور دروغ ګڼلو ما مې په ژوند کې بس همدغه لیونتوب نه کاوه ------------------------  یوه شپه خوب وینم په خوب کې راته یوه تورمخی په ګونګۍ ژبه ګواښونه کوې ما ته نژدي راځي ، قدم په ګوډه پښه را اخلي راته خپ غږ کې د وژنې قسمونه کوې   زه ترې ډ

29.05.2011 فضل الربي رستم

غزل / فضل الربي رستم

                                غزل زړه کې دې ډیرې غوټي وې خو په خوله چوپ پاتې شوې اوس خو نو خپل یو، اوس ووایه، په څه؟ چوپ پاتې شوې   ای عجیبه وه په خدای ، تا مې د اقرار بدل کې نه راته هو وکړله ګرانې او  نه چوپ پاتې شوې  

25.05.2011 فضل الربي رستم

غزل

غزلپه پټه خوله مې له فریاد سره یوځای تیره کړهد عشق کیسه مې ستا له داد سره یوځای تیره کړه نن مې د زړه له څړیکو واخستل بلا خوندونهنن مې کرۍ ورځ د چا یاد سره یوځای تیره کړه خیر که جنت مې حاصل نه شو  کړی ، خو ما زندګيد نفرتونو له جهاد سره یو ځای تیره کړه هغه سړی  زړونو کې ځای لري ، که هرڅومره يېخپله دوره له ان

19.05.2011 فضل الربي رستم

اوس نو هغه تاویز چپه اوښتی!!

نظم زه به همیش په اندېښنه کې ومه چې چیرته زمونږ تر مینځ بیلتون رانه شي چې د سلام ځواب کوای و نه شم دغه قیامت مې په ژوندون رانه شي خدای مه کړه سترګو نه دې ورک شمه زه خدای مه کړه  ځان رانه پردی  وګڼې خدای مه کړه چیرته  چې ته دا ونه کړې چې خپل جهان رانه پردی وګڼې خو   هغه صحنه مې اوس هم سترګو کې ده

12.05.2011 فضل الربي رستم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more