غزل

زما د مرګ پړه به همیش وي د پاچا له غاړې
او که نو نه ،  یا د بنچاب یا د  ملا له غاړې

مابه ښودلی و سبک دلته یو څو کسو ته
خو زه ګیر کړی یم د وخت لویې بلا له غاړې

خبر مې مه اخله خو دومره زما واوره ګرانې
که پر ما څه  وشول  تاوان به مې وي ستا له غاړې

خدایه توبه قیامت رامه ولې ، لیدی یې نه شم
خدایه توبه  مابه  نیولی وي اشنا له غاړې

زه مې د زړه منم، درپرې مې ده درځم درپسې
په ما که هر څه وشول خیر ګناه زما له غاړې
             فضل الربي رستم