غزل
ګل نه ورکه شوې ده هغه مسکا
چا ویل چې په شونډوکې یې شته مسکا؟
زه د بې وسۍ د درد رڼه اوښکه
ته د خوشحالۍ د وخت تازه مسکا
ستا د تګ په وخت مې دوه رنګي وکړه
زړه باندې مې درد، په خوله مې وه مسکا
نن خو دې په سترګو کې خمار نشته
نن دې ده په سترګو کې پرته مسکا
بیا د کونډې زړه سړو اخستی دی
خان یې لور ته کړې ده ترخه مسکا
زه دزړه نړۍ ته سوله غـــــــــــــــــــــواړمه
زه له تا نه غـــــــــــــــــــــــواړمه یوه مسکا
فضل الربي رستم
07.07.2011
- فضل الربي رستم
غزل
نن مې د چا په غاړه توره جوړه سترګو ته شوه
ورسره یوځای مې د تیر ژوند کیسه سترګو ته شوه...
14.07.2011
- فضل الربي رستم
پــــــــــــلاريو ماشوم خپلې مور ته داسې وويل:ـــ د کلي خلک راته بې پلاره وايې !مور يې په خپله غيږ کې ونغاړلوـــ زويه ! رښتيا ده ستا خوپلار نشتهـــ مور ې ! نو پلار مې څه شو؟ــــ پلار خو دې خداى واخيستهماشوم رڼې رڼې د مور سترګو تهيوه شيبه په چوپه خوله وکتل بيايې په کراره وويلبيـــرته يې نه راکوي ؟؟محمد نادر دانش ...