غزل

ستا له ځواب وروسته تر ډېره قیامتونه راغلل
ژوند کې مې ګرانې ګرد چاپیره قیامتونه راغلل

ماپرې خواري وکړه بلا ، خو حافظې ناځوانې
هېره یې نه کړې که بې شمیره قیامتونه راغلل

درد یې بلا پسې ، علت خو یې مالوم کړۍ ، ولې؟
له کندهاره تر بونېره قیامتونه راغلل

د نفرتونو امیرانو قتل عام پيل کړی
خلک له خپل سیوري کړي وېره قیامتونه راغلل

ما له یو چا سره بې حده محبت وکړ    ، خو
ما ته د خپلو کړو برسېره قیامتونه راغلل
                 فضل الربي رستم